ګډ نسب

ګډ نسب په تکاملي بیولوژي کې یو مفهوم دی او هغه وخت کارول کېږي چې یوه نوع د وخت په تېرېدو سره د دوو یا ډېرو نوعو نیکه وي. د عصري تکاملي بیولوژي له مخې، ټول ژوندي موجودات په حقیقت کې د یوه ځانګړي نیکه نسلونه دي چې معمولاً په ځمکه کې د ټول ژوند د وروستي عمومي مشترک نیکه (last universal common ancestor ) یا LUCA)) په نوم یادېږي.    [۱][۲][۳][۴]

ګډ نسب د نوع زېږونې اغېزه ده چې د یوه واحد پلرني نفوس څخه څو نوعې په کې لاسته راځي. هر څومره نږدې چې پلرنی نفوس دوه ګډې نوعې ولري، د دوی تړاو ډېر نږدې وي. د ټولو اوسنيو ژوندیو موجوداتو وروستی ګډ نیکه، آخري عمومي نیکه دی، چې شاوخوا ۳.۹ ملیارد کاله مخکې یې ژوند کاوه. د ځمکې پرسر د ژوند لپاره دوه لومړني شواهد چې یو یې ګرافایت دی، چې په ۳.۷  ملیارده کلنو زړو خورا رسوبي ډبرو (metasedimentary)  کې ژوندي زېږونکي (biogenic)  دي، په لويدیځ ګرینلنډ کې وموندل شول او بل ميکروبي بوریايي فوسیلونه (microbial mat fossils) دي چې په ۳.۴۸ ملیارده کلنه شګه کې وموندل شول او په لوېدیځه آسټرالیا کې کشف شوي دي. په ځمکه کې ټول اوسني ژوندي موجودات، یو ګډ جينتیکي میراث لري، که څه هم د لومړني تکامل په اوږدو کې د پام وړ افقي جین لېږد (horizontal gene transfer) وړاندیز د ژوند د انحصار (واحد نسب) په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. د ټولو ژوندیو څارویو لپاره د ګډو جینونو ۶۳۳۱ ګروپونه پېژندل شوي، کېدای شي دوی د یوه واحد ګډ نیکه څخه راپورته شوي وي چې ۶۵۰ میلیونه کاله مخکې يې په پرکیمبریان دوره (Precambrian) کې ژوند کاوه.       [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د تکامل پروسې له لارې عمومي ګډ نسب، لومړی د بریتانیا طبیعت پوه چارلس داروین له خوا د هغه د ۱۸۵۹ زکال کتاب په پای کې د نوعو په اصل کې وړاندې شو: 

د ژوند د خپلو څو واکونو سره په دې لید کې یو عظمت دی چې په څو ډولو یا یو ډول ته یې تنفس کړي. دا په داسې حال کې ده چې دا سیاره د جاذبې ثابت قانون سره سم دوران کړی، له خورا ساده پیل څخه، نه ختمیدونکي شکلونه چې خورا ښکلي او خورا په زړه پورې دي، تکامل کړی او یا د تکامل په حال کې دي.   [۱۲]

تاریخچه

دا نظر چې ټول ژوندي موجودات (د هغو شیانو په ګډون چې د ساینس له خوا غیر ژوندي ګڼل کېږي) یو بل سره اړه لري، د نړۍ په ډېرو فطري نظریاتو کې تکراري موضوع ده. وروسته د ۱۷۴۰ز کال لسیزه کې فرانسوي ریاضي پوه پییر لویس ماپورتیوس دې نظریې ته ورسېد چې ټول ژوندي موجودات یو ګډ نیکه لري او د ناڅاپي توپیراو طبیعي ټاکنې له لارې جلا شوي دي. په (Essai de cosmologie)  کې ماپرټویس داسې یادونه کړې ده:    [۱۳][۱۴]

موږ نه شو ویلای چې د طبیعت په تولید کوونکي ترکیب کې یوازې هغه مخلوقات ژوندي پاتې کیدلی شي چې د هغو جوړښت د تطابق یوه ځانکړې درجه ولري. په دې حقیقت کې هېڅ خارق العاده شی نشته چې دا ډول سمون، په حقیقت کې په ټولو هغو نوعو کې شته چې اوس موجود دي. یو څوک ممکن ووايي چې چانس یو لوی شمېر وکړي را ټول کړي وي، د دوی یو کوچنی تناسب په داسې ډول تنظیم شوی دی چې د ژویو ارګانونه کولی شي خپلې اړتیاوې پوره کړي. یو ډېرلوی شمیر نه تطابق وښود نه آردر (سلسله) او دا په پای کې ټول له منځه ولاړل .... په دې توګه هغه نوعې چې موږ یې نن ګورو، د هغو کوچنیو ډلو برخې دي چې یوه ړانده برخلیک منځ ته راوړل. [۱۵]

په ۱۷۰۹ز کال کې فیلسوف امانویل کانت په Kritik der Urteilskraft ) ) یعني (د قضاوت نیوکه) کې لیکلي چې د ژویو شکلونو ورته والی، په یوه مشترک اصلي ډول او په دې توګه په یوه ګډ مور او پلار باندې دلالت کوي.  [۱۶]په ۱۷۹۴ زکال کې د چارلس ډاروین نیکه، ارمسموس ډاروین (Erasmus Darwin) وپوښتل:

ایا دا تصور به خورا غوره وي چې، د وخت په ډېره موده کې، له هغه وخت راهیسې چې ځمکه پیدا شوې، ښایي د انسانانو د تاریخ له پیل څخه میلیونونه کاله مخکې دی، ایا دا تصور به خورا غوره وي، چې ټول ګرم وینه لرونکي حیوانات د یوې ژوندی رشتې څخه راپورته شوي دي چې لومړی لوی لامل (the great First Cause) حیوانی نړی ده، چې په نوي طبیعي تمایل سره یی د نوو برخو د لاسته راوړلو ځواک درلود، د ځورونې، احساساتو، ارادو او ملګرتیا له خوا لارښود شوي او په دې توګه د خپل اصلي فعالیت په واسطه یې پرمختګ ته د دوام ورکولو پوهه درلوده، د ا پرمختګونه یی د  نسلونو په واسطه، راتلونکو نسلونو ته لېږدول چې نړۍ پای نه لري؟    [۱۷]

لکه څنګه چې د نسلونو په اصل کې څرګند شوي، د ګډ نسب په اړه د چارلس ډاروین نظرونه دا وو چې احتمال لري، د ژوند د ټولو شکلونو لپاره یوازې یو نسل موجود وي: 

له همدې امله، زه باید قیاسي اټکل وکړم چې ښایي ټول هغه عضوي مخلوقات چې په دې ځمکه کې یې تر اوسه ژوند کړی، د یو ډول لومړني شکل څخه راوتلي دي چې په هغه کې د ژوند ساه پوه شوې ده.[۱۸]

مګر هغه له دې څرګندونې څخه مخکې لیکي:" موږ قیاس هغه باور ته یو ګام ور نږدې کوي چې، دا ټول حیوانات او بوټي له یوې لومړنی بڼې څخه راوتلي دي. قیاس ممکن یو غولوونکی لارښود وي." او په لاندې نسخه کې هغه زیاتوي:   [۱۹]

"موږ د خورا ساده او خورا کاملو غړو ترمنځ ټولې شونې  لېږدوونکې لړۍ(انتقالي سلسلې) نه پېژنو، داسې تصور نه شي کېدای چې ،موږ د کلونو اوږده ځنډ په ترڅ کې د وېش ټولې مختلفې وسیلې وپېژنو، یا دا چې موږ پوهېږو جیولوژیکي ثبت (ریکارد) څومره نیمګړی دی. لکه څنګه چې دا مشکلات ډېر سخت دي، زما په نظر دوی د څو رامنځته شوو شکلونو څخه، په راتلونکي سمون سره د نسب تیوري (the    theory of descent) ) له مینځه نه وړي ".    

د ډاروین د کتاب له خپرېدو وروسته، ګډ نسب په علمي ټولنه کې په پراخه کچه ومنل شو. په ۱۹۰۷ز کال کې ویرون کیلوګ نظر ورکړ چې: "په عملي ډول، د موقعیت او پېژندل شوو لاسته راوړنو د هېڅ طبیعت( مزاج او مسلک) پوهان، د نسب تیوري کې شک نه لري".    [۲۰][۲۱][۲۲] په ۲۰۰۸ ز کال کې بیولوژي پوه  ټي ریان ګریګوري یادونه وکړه چې:

هېڅ د باور وړ کتنه، تردې دمه نه ده موندل شوې چې د ګډ نسب له عمومي فکر سره مخالفه وي، نو دا باید د حیرانتیا وړخبره نه وي چې، د ډاروین له وخت راهیسې، علمي ټولنې په لویه کچه د نسب تکامل، د تاریخي واقعیت په توګه منلی او هغه په ټولو علومو کې له خورا باوري جوړشوو بنسټیزو او مهمو حقیقونو څخه بولي.      [۲۳]

عمومي بایو کیمیا

د ژوند ټول پېژندل شوي شکلونه، د ورته(مشابه) بنسټیز بایو کیمیاوي جوړښت پراساس دي: رمزي جینیکیک معلومات په DNA کې د پروتین او RNA- انزایمونو تر اثر لاندې  RNA ته لېږدول کېږي، بیا د (ډېر ورته ) رایبوزمونو له خوا،ATP ، NADPH او نور د انرژي سرچینو په توګه، پروټینونو ته ژباړل کېږي. په پراخه کچه په شریک شوو موادو کې د توپیرونو د کوچنۍ سلسلې تحلیل، لکه سایتو کرومیک د عمومي ګډ نسب نور هم ملاتړ کوي. شاوخوا ۲۳ پروتین په ټولو موجوداتو کې موندل کېږي چې د انزایمونو په توګه عمل کوي، چې اصلي دندې ترسره کوي، لکه: د DNA لېږد. هغه حقیقت چې یوازې د انزایمونو همداسې یو سیټ شته وي، د یوه واحد نسل د قناعت وړ شواهد وي. ۶۳۳۱ جینونه، د ټولو ژوندیو حیواناتو لپاره مشترک پېژندل شوي؛ هغوی ښایي د یوه واحد ګډ نيکه څخه راپورته شوي وي چې ۶۵۰ میلیونه کاله مخکې یې په پرکیمبریان کې ژوند کاوه.      [۲۴][۲۵]

سرچينې او ياداښتونه