ګلادیاتور (توره وهونکی)

ګلادیاتور (په لاتین ژبه کې: gladiator  چې"توره وهونکي په معنی دی، او له gladius، څخه اخیستل شوی چې د "تورې" په معنی دی) یو وسله وال جنګیالی و چې د روم په جمهوریت او د روم په سترواکۍ کې یې د نورو ګلادیاتورانو، وحشي حیواناتو، او محکومو مجرمینو سره په خونړیو نښتو کې د لیدونکو لپاره تفریح ​​برابروله. ځینې ګلادیاتوران رضاکاران وو چې په میدان کې په راڅرګندیدو سره خپل ژوند او خپل قانوني او ټولنیز موقف په خطر کې اچو. زیاتره تو یې د غلامانو په توګه په سپکه سترګه کتل کېدل، په سختو شرایطو کې روزل کېدل، په ټولنیز ډول ګوښه وو، او حتی په مرګ کې جلا کېدل.  

ګلادیاتورانو خپل نصب ته په پام سره، نندارچیانو ته د روم د پوځي اخلاقو بېلګه وړاندې کړه او په ښه جګړه یا مړینه کې، دوی د ستاینه او شهرت ترلاسه کاوه. دوی په لوړو او ټیټو هنرونو کې شهرت درلود او د تفرېح وړاندې کوونکو په توګه د دوی ارزښت په ټوله رومي نړۍ کې په با ارزښته او عامو شیانو کې په یاد ساتل کېده.  

د ګلادیاتورې جګړې په اصل کې آزاد بحث موجود دی. د دریمې پېړۍ په پیونۍ جګړو کې د جنازې په مراسمو کې د دې ثبوت شتون لري، او وروسته په چټکۍ سره د روم په نړۍ کې د سیاست او ټولنیز ژوند یوه اړینه ځانګړتیا شوه. شهرت یې د دې لامل شو چې د تل په تجملي او قیمتي لوبو کې ترې کار واخیستل شي.

ګلادیاتوري لوبو نږدې زر کاله دوام وکړ چې له میلاد نه مخکې د لومړۍ پېړۍ او دوهمې زږدیزې پېړۍ تر منځ خپل اوج ته ورسېدې. عیسویانو دا لوبې مردودې وګڼلې ځکه چې په کې د بت پرست کفري رواجونو موجود وو او په پنځمه پېړۍ کې د ګلادیاتوري سیالیو شهرت کم شو، چې د دوی د ورکېدو لامل شو.

تاریخچه

سرچینې

پخوانۍ ادبي سرچینې دېر لږ د ګلادیاتورانو او ګلادیاتوري لوبو په اړه هوکړه لري. له میلاد نه مخکې د لومړۍ پېړۍ په وروستیو کې، د دمشق نیکولاس په دې اند و چې دوی په اتروسک تمند پورې اړه لري. یو نسل وروسته، لیوي ولیکل چې دا لوبې د لومړي ځل لپاره په ۳۱۰ کال مخکې له میلاد نه د کمپاني وګړو لخوا د سامنیانو په وړاندې د خپلې بریا په جشن کې په لاره واچول شوې. د لوبو له بندیدو ډېر وروسته، د اوومې پېړۍ لیکوال، سیوایل ازیدور لاتینه lanista (د ګلادیاتورانو مدیر) اصطلاح د اتروسک کلمې څخه د "اعدام کونکي" لپاره اخیستې. همدارنګه، دا اصطلاح د "خارون" (Charon) د لقب لپاره وه (چې یو چارواکی و او د رومي ګلادیاتوري میدان څخه یې مړي بدرګه کول) چې خارون په خپل وار سره له Charun څخه اخیستل شوې چې د اتروسک د امواتو د نړۍ د ارواحو د بدرګه کوونکي په معنی دی. دا د لوبو په ډېرو لومړنیو عصري، معیاري تاریخچو کې منل شوي او تکرار شوي دي. [۱][۲][۳][۴][۵]

ځینې عصري پوهان، د انځوریزو شواهدو د بیا ارزونې پر بنسټ د لوبو او ګلادیاتورانو لپاره د کمپاني سرچینه، یا لږ تر لږه پور سرچینه ملاتړ کوي. کمپانیا د لومړنیو نامتو ګلادیاتوري د ښوونځي (ludi) کوربه وه. د پستوم په کمپاني ښار کې (له میلاد نه مخکې په  څلورمه پېړۍ کې) په قبرونو نقاشۍ، له هېلمټ خولیو، نیزو او سپر سره جوړه جنګیالي ښیي چې د خونړیو مراسمو د جنازې په سکوت کې دي چې دا رومي ګلادیاتوري لوبې اټکل کېږي. له دې انځورونو سره په پرتله، په ایتروس کې د قبر انځورونو پر بنسټ شواهد ناتایید شوي او وروستي دي. د پستوم په قبرونو نقاشۍ کېدای شي د یو زیات پخواني دود د دوام استازیتوب وکړي، چې د ۸ پېړۍ مخکې له میلاد نه د یوناني استعمارونو څخه ترلاسه شوي یا په میراث پاتې دي.[۶][۷][۸][۹]

لیوي لومړۍ رومي ګلادایاتوري لوبې د کارتاج په وړاندې د روم د لومړۍ پیوني جګړې په لومړیو پړاوونو کې (له میلاد نه مخکې په ۲۶۴ کال کې) په ګوته کوي، کله چې ډیسیموس جونیوس برتوس سکایوا د روم د "څارویو بازار" په نندارتون (Forum Boarium) کې دری ګلادیاتوران تر مګ و جنګول تر څو خپل مړ پلار، برتوس پیرا ته ویاړ ور په برخه کا. لیوی دا د " munus " (جمع: munera) په توګه تشریح کوي، چې معنی یې ډالۍ ده، او په دې قضیه کې مېنس خدای ته یو یادګاري وجیبه ګڼل کېږي چې د یو مړ پلار د مینې (روح، یا سیوري) لپاره د خپلو د اولادونو په غاړه وه. د مونوس ګلادایاتور (gladiator munus ) او د هغې د ګلادیاتورانو د ډولونو ظهور تر ډېره حده هانیبال ته د سامنیم د ملاتړ او د روم او د هغې د کمپاني متحدینو له لوري د سامنیانو په وړاندې جزایي تعقیب تر اغېز لاندې و. تر ټولو لومړی، په مکرر ډول ذکر شوی او شاید تر ټولو مشهور ډول یې سامني و.[۱۰][۱۱][۱۲]

سمدلاسه وروسته د سمنیم په جګړه کې، په همدې شان خطر او همدې ډول لوړ ویاړ ګډون وشو. دښمن د خپلو نور جنګي چمتوالي تر څنګ د جګړې ډګر هم په نویو او حیرانوونکو وسلو سمبال کړی و. دوه لښکر وو: د یو سپرونه په سرو زرو او د بل یې په سپینو زرو پوښل شوي وو ... رومیانو لا دمخه د دې عالي ویاړونو په اړه اوریدلي و، خو د دوی جنرالانو خپلو لښکرو ته ښوونه کړې وه چې یو سرتیري باید خشن ښکاره شي، نه په سرو زرو او سپینو زرو سینګار شوی، خو په اوسپنه او زړورتیا یې باور ولري ... دیکتاتور ، لکه څنګه چې د سنا له یې حکم صادر شو، بریا ولمانځله، چې په کې چې نیول شوو زره ګانو (زغرو) په واسطه تر ټولو غوره ننداره وړاندې شوه. نو روميانو د خپلو معبودانو د درناوي لپاره د خپلو دښمنانو زرینې زغرې وکارولې. په داسې حال کې چې کمپانيانو د خپل غرور او له ساميانو څخه د کرکې په پایله کې ګلادیاتوران په دې بڼه سمبالول چې هغوی به جشنونو کې تفريح رنګینه کوله او د ساميانو په نوم ونومول شول.  [۱۳]

د لیوي آثار د لومړنیو رومي ګلادیاتور جنګیالیو د جنازې او قربانۍ تر پوښښ لاندې راولي او د رومي ګلادیاتوري نندارو وروستنۍ تیاتري رسوم منعکس کوي: په ځلانده توګه ، په غیر معمول ډول وسله وال او زغره وال وحشيان، خیانت کاران او سرغړوونکي، د رومي اوسپنیز زره او بومي زړورتیا تر تسلط لاندې راغلي. د هغه ساده رومیانو په ښه توګه د جګړې سپیڅلې غنایم خدایانو ته وقف کول. د دوی د کمپاني متحدینو د ګلادیاتورانو د ماښام ډوډۍ تفریح ​​وړاندې کوله چې ښایي سامانیان به نه وو، خو د سامانیانو ونډه به یې لوبوله. د رومي قلمرو په پراخېدو، نورې ډلې او قومونه هم د ونډه کې ګډ شول. زیاتره ګلادیاتوران د روم د دښمنانو په څېر وسله وال او زغره وال وو. له روحي اړخه، د ګلادیاتور مونس د تاریخي قانون توګه الګو شو چې په هغه کې د ګلادیاتور لپاره یوازینۍ باعزته لاره دا وه چې ښه جګړه وکړي، یا باغزته مړ شي. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې