کمپیوټري جراحي

کمپیوټري یا روباټ جراحي له هغو عملیاتو څخه عبارت ده چې له انسانه پرته په کمپیوټر یا روباټیک ماشینونو د جراحۍ عملیه ترسره شي.د كمپيوټري روباټ په واسطه د جراحي عملياتو د ترسره كولو په ډگر كې تركيه، د يو زيات شمېر اروپايي هېوادونو ترمېنځ مخكښ هېواد بلل كيږي.تركيه پدې برخه كې خپلې تجربې د منځني ختيځ او اروپايي هېوادونو سره شريكوي. پدې لړ كې په استانبول كې د اجه بادام د روغتون د يورولوژۍ د څانگې مشر پروفيسور دوكتور علي رضا كورال، د اسپانيا د هېواد نه ۸۰ تنو راغلو ډاكټرانو ته د روباټ په واسطه د عملياتو د ترسره كولو په اړه يو علمي سيمينار جوړ كړ.

پدې سيمينار كې د روباټ په واسطه د پروستات د سرطان د عملياتو، د مثانې او پختورگو د عملياتونو په اړه د يو شمېر اروپايي هېوادونو ډاكټرانو ته نظري او عملي زده كړې وركول كيږي. كورال څرگنده كړه چې د كمپيوټري روباټ په واسطه د جراحي عملياتو په برخه كې تركيه په اروپا او نړۍ كې مخكښ هېواد دى. د كورال په وينا د ۲۰۱۳ كال راهيسې تر اوسه پورې يې د اروپايي هېوادونو سلگونو ډاكټرانو ته زده كړې وركړي دي. په تركيه كې د `` داوينچي`` د روباټ په واسطه ۱۳۰۰ عملياتونه ترسره شوي دي چې ۱۱۰۰ يې د پروستات د سرطان عملياتونه دي. پاتې ۲۰۰ يې د يورولوژۍ د د نورو برخو عملياتونه دي. دا شمېره په اروپا كې سار نه لري. د پروفيسور كورال په وينا په تركيه كې د طب د زده كړو او امكاناتو چارې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراختيا مومي.[۱]

تړلې لیکنې

سرچینې