کريسټيان هايګنز

کريسټيان هايګنز، (14 اپريل 1629 – 8 جولای 1695) يو هالنډی رياضي پوه، فيزيک پوه، انجنیر، ستورپېژندونکی او مخترع (نويستونی) و، څوک چې په ساينسي انقلاب کې د يوې مهمې څېرې په توګه ثبت شوی. په فيزيک کې، هايګنز په بصرياتو او ميخانيک کې مهمې ونډې درلودلې، په داسې حال کې چې د يو ستور پېژندونکي په توګه، هغه د زحل کړۍ مطالعه کړي او د تيتان په نوم د زحل د کړيو تر ټولو ستره سپوږمۍ يې کشف کړې ده. د يو انجنير او مخترع په توګه، نوموړي د تلسکوپونو طرحې ته وده ورکړې او د ساعت لنګر (عقربه) يې کشف کړې، کوم چې د نږدې درې سوه کلونو لپاره تر ټولو دقيق وخت ښودونکی و. نوموړی يو با استعداده رياضي پوه او فيزيک پوه و، د هغه په اثارو کې د رياضياتي پاراميټرونو په مټ د يوې فيزيکي ستونزې لومړی وړاندې کول، او د نه ليدو وړ يوې فيزيکي ښکارندې لومړۍ رياضياتي او ميخانيکي تشريح هم شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

هايګنز د «De Motu Corporum ex Percussione» په نوم خپل اثر کې لومړی د نرم تصادم سم قوانين وپېژندل، کوم اثر چې په 1656ز کال کې بشپړ شوی و، خو د هغه له مړينې وروسته په 1703ز کال کې خپور شو. په 1659ز کال کې، له نيوټن يوه لسيزه مخکې، هايګنز د «De vi Centrifuga» په نوم خپل اثر کې له مرکز څخه د وتونکي ځواک لپاره له هندسي اړخه په کلاسيکي ميخانيک کې هندسي فارمولا را وايسته. په بصرياتو کې، نوموړی د رڼا د څپو د تېورۍ له امله ډېر شهرت لري، کومه چې هغه د «Traité de la Lumière» (1690) په نوم خپل اثر کې تشريح کړې وه. په لومړي سر کې د هغه تيوري د نيوټن د رڼا د جسمي تيورۍ په مقابل کې رد شوې وه، تر هغه وخته چې «اګسټن-جين فريزنل» د هايګنز اصل ومانه، تر څو په 1821ز کال کې د مستقيم انتشار او د رڼا د انکسار د اغېزو بشپړه تشريح وړاندې کړي. اوسمهال، دا اصل د هايګنز-فريزنل اصل په توګه پېژندل کېږي.[۷][۸]

هايګنز په 1657ز کال کې د لنګر (عقربې) ساعت اختراع کړ، او په همدې کال يې په خپل نوم ثبت کړ. د هغه د وخت پېژندنې د څېړنې د پايلې په توګه د «Horologium Oscillatorium» (1673) په نوم اثر کې د لنګر يو پراخه تحليل وړاندې شو، کوم چې د ميخانيک په اړه د اولسمې پېړۍ يو له مهمو اثارو بلل کېږي. په داسې حال کې چې په هغې کې د ساعت د طرحو تشريحات شامل دي، د کتاب ډېره برخه د لنګري خوځښت تحليل او د منحني خطوطو لرونکې ده. په 1655ز کال کې، هايګنز له خپل ورور (کانسټينټجن) سره په شريکه د د انکساري تلسکوپ د جوړولو لپاره د عدسو په کيندلو پيل وکړ. هغه د تيتان په نوم د زحل تر ټولو ستره سپوږمۍ کشف کړه، او لومړی هغه څوک و چې د زحل د عجيبه بڼې تشریح يې وړاندې کړه، دا يې د «یوې نازکې او مسطحې کړۍ، او د برجونو لور ته د هيڅ ډول تماس او تمايل نه درلودونکې» په توګه واضح کړه. په 1662ز کال کې، هايګنز هغه څه جوړ کړل چې اوسمهال د « Huygenian eyepiece» په نوم پېژندل کېږي، دا يو تلسکوپ دی چې دوه عدسې لري، تر څو د شيندل کېدو مقدار کم کړي.[۹][۱۰][۱۱]

د يو رياضي پوه په توګه، هايګنز د تکامل تيوري چمتو کړه او په «Van Rekeningh in Spelen van Gluck» کې يې د فرصت د لوبو او نقطو د ستونزې په اړه لیکل وکړل، کوم چې «Frans van Schooten» وژباړل او د « De Ratiociniis in Ludo Aleae » (1657) په نوم يې خپاره کړل. د هايګنز او نورو له خوا د توقع د ارزښت استعمال وروسته د «Jacob Bernoulli» له خوا د امکاني تيورۍ په اړوند کارونو اغېز درلود.[۱۲][۱۳][۱۴]

ژوندليک

کريسټيان هايګنز د 1629ز کال د اپريل په څوارلسمه نېټه د يوې شتمنې او بانفوذه هالنډي کورنۍ کره په «هاګ» کې زېږېدلی و، نوموړی د «کونسټنټجن هايګنز» دويم زوی و. کريسټيان ته د هغه د مورني نېکه د نوم په وياړ دا نوم ورکړل شوی و. د هغه مور « Suzanna van Baerle» د هايګنز د خور له زېږولو لږه موده وروسته مړه شوه. دې مېړه او مېرمنې ټول پنځه بچيان درلودل: کونسټنټجن (1628)، کرسټيان (1629)، لوډيويجک (1631)، فلپس (1632)، او سوزانا (1637).[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

کونسټنټجن هايګنز پر شاعر او موسيقار سربېره د «House of Orange» (هالنډي شاهي کورنۍ) له خوا يو ديپلومات او سلاکار و. نوموړي په ټوله اروپا کې له پوهانو سره په پراخه کچه لېکنې تبادله کړې؛ د هغه په ملګرو کې «ګيليليو ګيليلي، مارين مرسين»، او «رينه ډيکارټ» شامل وو. کريسټيان تر شپاړس کلنۍ په خپل کور کې زده کړې وکړې، او له کم عمرۍ څخه يې له ميلونو (ميده کونکي لکه ژرندې) او د نورو ماشينونو له کوچنيو کوچنيو پرزو سره لوبې خوښولې. نوموړي له خپل پلار څخه ليبرال زده کړه (ازاد تحصيل) وکړه، ژبې، موسيقي، تاريخ، جغرافيه، رياضيات، منطق، فصاحت او بلاغت (ويناوالي)، او تر څنګ يې نڅا، تورې وهل او پر اس سپرېدل زده کړل.[۲۱][۲۲][۲۳]

په 1644ز کال کې، هايګنز « Jan Jansz Stampioen» د خپل رياضي د ښوونکي په توګه درلود، چا چې دې پنځلس کلن هلک ته د عصري ساينس په اړه د اړينو لوستنو يو نوملړ ورکړ. وروسته د مرسين په څېر ديکارت هم د هندسې په اړه د هغه له مهارت څخه متاثره شو، چا چې هغه ته د نوي ارشميدس نوم ورکړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د محصلۍ کلونه

په شپاړس کلنۍ کې، کاسنټينټجن هايګنز د قانون او رياضي د زده کړې لپاره د ليډن پوهنتون ته واستاوه، چېرته چې نوموړي د 1645ز کال د مۍ له مياشتې د 1647ز کال د مارچ تر مياشتې زده کړې وکړې. «Frans van Schooten» د لیدڼ په پوهنتون کې له 1646ز کال راهيسې د لوړو زده کړو يو استاد و، او د ډيکارټ په مشوره، د سټيمپيوين په ځای نيولو سره د هايګنز او د هغه د مشر ورور کانسټينټجن خصوصي استاد شو. «Van Schooten» د هايګنز د رياضي زده کړه تازه کړه، او هغه يې د « Viète Descartes» او « Fermat» له اثارو سره اشنا کړ.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

دوه کاله وروسته، د 1647ز کال د مارچ په مياشت کې په پيل کولو سره، هايګنز په «بريډا» کې نوي جوړ شوي اورنج کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چېرته چې د هغه پلار یو مدير و. کونسټينټيجن هايګنز په دې نوي کالج کې له نژدې څخه ښکېل و، کوم چې يوازې تر 1669ز کال پورې دوام وکړ؛ رئيس يې « André Rivet» و. کرسټيان هايګنز په کالج کې د زده کړې پر مهال د قاضي «جوهان هينريک ډوبر» په کور کې اوسېدو، او د انګريزي له ښوونکي «جان پيل» سره يې د رياضي درسونه ويل. په بريډا کې د نوموړي وخت هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې د هغه ورور لوډويجک، څوک چې په دې ښوونځي کې داخل شوی و، له يو بل زده کونکي سره جنګ وکړ. هايګنز د 1649ز کال د اګست په مياشت کې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته، بريډا پرېښود، او د ناساو له ډيوک «هنري» سره يې په يو ماموريت کې د ديپلومات په توګه کار وکړ. په دې ماموريت کې لومړی هغه «بينټايم» او بيا «فلينسبرګ» ته بوت. هغه ډنمارک ته ولاړ، له کوپنهاګن او هيلسنګر څخه يې ليدنه وکړه، او هيله يې دا وه چې له «Øresund» څخه په تېرېدو له ديکارت سره وګوري. خو داسې ونه شول.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

که څه هم د هغه پلار کانسټينجن هيله درلوده چې زوی يې کرسټيان يو ديپلومات شي، خو حالاتو يې مخه ونيوله. په 1650ز کال کې پيل شوی لومړی د امرانو د نه شتون پړاو مطلب دا و چې اوس House of Orange په واک کې نه و، او په دې ډول د کانسټينټجن اغېز ختم شو. سربېره پر دې، هغه وپوهېدو چې زوی يې په دا ډول يو مسلک کې لېوالتيا نه درلوده.[۳۷]

ابتدايي ليکونه

هايګنز په فرانسوي يا لاتيني ژبه کې ليکنې وکړې. په 1646ز کال کې، کله چې لا هم په ليډن کې د کالج محصل و، نوموړي د خپل پلار د ملګري «مارين مرسين» سره خط او کتابت پيل کړ، څوک چې ډېر ژر په 1648ز کال کې ومړ. مرسين کانسټنټجن ته په رياضي کې د هغه د زوی د وړتيا په اړه ليکل وکړل، د 1647ز کال د جنورۍ په درېيمه نېټه يې په ستاينې سره هغه له ارشيميدس سره پرتله کړ.[۳۸][۳۹][۴۰]

له دې ليکنو معلومېږي چې هايګنز تر ټولو دمخه په رياضي کې لېوالتيا درلوده. د 1646ز کال د اکتوبر په مياشت کې، داسې يو ځوړند پول او د دې ښودنه شته چې يو ځوړند ځنځير يوه مخروطي مقطع نه ده، لکه چې ګيليليو فکر کاوه. هايګنز له « Gottfried Leibniz» سره په موافقت ښودلو، په 1690ز کال کې دې منحني ته د کاتناريا (کاتناري) نوم ورکړ.[۴۱][۴۲]

سرچينې