ډونا نېلسون

ډونا جې. نېلسون امریکايي کیمیا پوهه او د اوکلاهاما په پوهنتون کې د کیمیا د پوهنځي ښوونکې ده. نېلسون په عضوي کیمیا کې تخصص لري او په همدغه برخه کې څېړنې او تدریس کوي. نېلسون د بریکېنګ بډ په نامه د امریکا د اې ام سي ټلویزیوني سریال د علمي سلاکارې په توګه خدمت کړی. نوموړې په ۲۰۱۶ زکال کې د امریکا د کیمیا د ټولنې (ACS) مشره وه چې د مشرتابه چارو یې کیمیا ته په اړوندو ټولنو او د هغو په هدایت کولو تمرکز درلود. د نېلسون څېړنو په پنځو اصلي موضوعاتو تمرکز درلود چې په ټولیزه توګه په دوه برخو، علمي څېړنو او د امریکا د علمي چارو د چمتوالي په مواردو وېشل کېږي. د علمي څېړنو په برخه کې د نېلسون تر کار لاندې موضوعاتو کې د الکانونو د زیاتوالي غبرګونونه او همدارنګه د یو دیوال لرونکو کاربني نانو ټیوبونو تحلیل او تجزیه شاملېږي. د امریکا د علمي چمتوالي د چارو تر بحث لاندې نوموړې ټولنو ته په پام د ساینسي چارو په زده کړې او موثریت تمرکز درلود؛ په دغو کې په ټولګیو کې د ننه نوښتونه، د عضوي کیمیا د درسي کتابونو د تېروتنو تصحېح، د څېړنیزو پوهنتونونو د ساینس په مخکښو پوهنځیو کې قومي او جنسیتي تنوع (د نېلسون د تنوع سروې) او عامو وګړو ته د ساینس او ساینس پوهانو د غوره انځور وړاندې کول شامل وو. [۱][۲][۳][۴]

زده کړې او مسلک

نېلسون د اوکلاهاما په ایوفلا کې وزیږېده، هغه کوچنی ښار چې د موسکوجي کریک قبیلې د مرکز په توګه پېژندل کېږي. د هغې پلار د دغه ښار یوازنی ډاکټر و. هغې د اوکلاهاما پوهنتون د کیمیا له پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. وروسته یې د آسټین په تکزاس پوهنتون کې له مایکل جي اس. ډوار سره د دوکتورا په کچه زده کړې وکړې؛ له دوکتورا وروسته علمي چارې یې بیا په ۱۹۷۹ زکال کې د کیمیا د نوبل جایزې د ګټونکي هربرټ سي. براون سره یوځای په پورډو پوهنتون کې ترسره کړې. له دې وروسته نېلسون د اوکلاهما له پوهنتون سره د علمي غړې په توګه مل شوه. [۵][۶][۷]

نېلسون له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې د اوکلاهاما په پوهنتون کې د پروسټ دفتر د علمي پلاوي غړې وه. نوموړې په دغه پوهنتون کې لومړنۍ ښځینه علمي غړې او مرستیال ښوونکې وه، ورته مهال هغې په یو کال کې ارتقا وکړه. له دې وروسته انیټا هېل له پروسټ دفتر سره مل شوه. نېلسون په ۲۰۰۳ زکال کې له نانسي هاپکینز او په ۲۰۱۰ زکال کې له مایکل سټرانو سره د ماساچوستس د ټکنالوژۍ د انستیتوت افتخاري (میلمه) پروفیسوره وه. نوموړې په ۲۰۱۶ زکال کې د امریکا د کیمیا د ټولنې د مشرې په توګه خدمت وکړ.

جایزې او ویاړونه

نېلسون پریمانه جوایز او ویاړونه ترلاسه کړي. په دغو کې د امریکا د کیمیا د ټولنې (ACS) مشري (۲۰۱۶ زکال)، د کیمیا په برخه کې د سلطنتي ټولنې غړیتوب (۲۰۱۹ زکال)، د اډینبورګ پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا (۲۰۲۱ زکال)، د اسرائیلو د کیمیا د ټولنې غړیتوب (۲۰۱۶ زکال)، د امریکا د کیمیا د ټولنې غړیتوب (۲۰۱۰ زکال)، د امریکا د کیمیا د ټولنې له خوا د تخصصي چارو لپاره د هنري هېل جایزه (۲۰۱۳ زکال)، د ګوګنهایم فیلوشېپ (۲۰۰۳ زکال)، د علومو د ملي بنسټ د خلاقانه چارو جایزه (۱۹۸۹ زکال)، د علومو د پراختیا لپاره د امریکایي ټولنې غړیتوب (۲۰۰۵ زکال)، د سېګما زي غړیتوب (۲۰۲۰ زکال)، د الفا چي سېګما د مشاهیرو تالار ته لارموندنه (۲۰۲۲ زکال)، د ښځو د ملي بنسټ له خوا د «شجاعې ښځې» جایزه (۲۰۰۴ زکال)، د فورډ بنسټ فیلوشېپ (۲۰۰۳ زکال)، فولبرایټ د زده کړو بورس (۲۰۰۷ زکال) او د ساینس د ملي بنسټ د مشرتابه پرمختللې جایزه (۲۰۰۶ زکال) شاملېږي. د بېزنس ډاټ اورګ (Business.org) ویب پاڼې له خوا نوموړې په ۲۰۱۸ زکال کې د هغو ۷۰ الهام بخښونکو ښځو په کتار کې شامله وبلل شوه چې پر نړۍ اغېز لري؛ همدارنګه په ۲۰۲۱ کې د تکزاس پوهنتون نوموړې «د تکزاس له ۱۲ تاریخ جوړونکو مېرمنو» څخه وبلله. نوموړې همدارنګه ګڼ شمېر نور ویاړونه او جایزې هم ترلاسه کړې دي چې په دغو کې د ACS نیلې جایزه (۲۰۱۱ زکال)، د ACS سټن اسرائیل جایزه (۲۰۱۱ زکال)، د SACNAS د ممتازې ساینس پوهې جایزه (۲۰۰۶ زکال)، د اوکلاهاما د لوړو زده کړو لرونکو مشاهیرو تالار ته د لار موندنې ویاړ (۲۰۱۳ زکال)، د ACS له خوا د اوکلاهاما د کال د کیمیا پوهې لقب (۲۰۱۲ زکال)، د اوکلاهاما د برحالې پروفیسورې جایزه (۲۰۰۵ زکال)، د ومن اي نیوز له خوا د ۲۱مې پېړۍ د ۲۱ مخکښو رهبرانو په کتار کې د شاملېدو ویاړ (۲۰۰۶ زکال)، د اقلیتي روغتیايي تخصصي بنسټ د مشاهیرو تالار ته د لار موندنې ویاړ (۲۰۰۵ زکال) او د سیګما زي ټولنې د علمي څېړنیزو چارو جایزه (۲۰۰۱ زکال) شاملېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

نېلسون د څېړنیزو چارو اړوند ۲۰۰ مقالې لیکلې او همدارنګه یې د مسلکي ټولنو او بنسټونو په ملي غونډو، پوهنتونونو، راډیو ګانو او تلویزیونونو کې په سلګونو ویناوې او مرکې کړې دي. په هغو رسنیو او رسنیزو خپرونو کې چې دې ورسره مرکې کړي ان پي آر، نیویارک ټایمز، وال سټریټ ژورنال، له جیمز لهرر سره خبري ساعت او مارکېټ پلېس مارنېنګ ریپورټ راډیويي پروګرام شاملېږي. د عضوي کیمیا د ژورنال د ۲۰۰۵ زکال د فبروري د ۴مې نېټې د ګڼې په مخ پاڼه د هغې د څېړنو یادونه شوې. د کیمیاوي میراثونو بنسټ (۲۰۰۹ زکال)، د علومو په برخه کې د شیکانو او بومي امریکايي وګړو د ودې ټولنې (۲۰۰۴ زکال) او همدارنګه د جسټ ګراسیا هېل بنسټ (۲۰۰۳ زکال) هر یو د هغې تاریخچه راغونډه کړه څو د خپلو مخکښو پوهانو د ژوند لیکونو په ټولګه کې یې اضافه کړي. نېلسون په ۲۰۲۰ زکال کې د امریکايي انقلاب د لوڼو (Daughters of the American Revolution) په ټولنه کې شامله شوه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

علمي څېړنې

د یو دیوال لرونکي کاربني نانو ټیوب غبرګونونه

په ۲۰۰۵ زکال کې نلسون د یو دیوال لرونکي کاربني نانو ټیوب له غبرګونونو څخه ګټنه پیل کړه چې د الکانونو پر غبرګون باندې د ځای نیونکو د اغیز پرمټ د هغې د پخوانیو څېړنو پر بنسټ رامنځته شوی و. هغې د هستوي مقناطیسي رزونانس د طیف سنجۍ (nuclear magnetic resonance spectroscopy) څخه په ګټنې په کاربني نانو ټیوبونو باندې د ځای نیونکو اغېز وازمویه او په دغه چاره کې یې د الکولونو، امینونو، کتونونو، الدهایدونو او نایترو ترکیبونو په څېر له بېلابېلو عضوي مالیکولونو ګټنه وکړه. د دغې چارې په ترسره کولو سره نوموړې د کاربني نانو ټیوبونو د عملکردي توصیف او تجزیې په برخه کې د هستوي مقناطیسي رزونانس د طیف سنجۍ څخه د ګټنې له مخکښانو شوه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د الکانونو غبرګونونه

نېلسون د یوې فیزیکي عضوي کیمیا پوهې په توګه د الکانونو د اضافي غبرګونونو اړوند د میخانیکي اطلاعاتو د راغونډونې مصنوعي کړنلار رامنځته کړه. د هغې څېړنو د څو پېشنهادي میکانېزمونو څخه د یوه میکانېزم د انتخاب په موخه لار برابروله. دغه تخنیک د الکانونو د اضافي غبرګونونو لکه د هایدروبوراشین، اوکسی مرکوراشیون، بروماشیون، وېکر بهیر او د ویلکنسون د کتلستي غبرګون د میکانېزم ټاکنې لپاره لار برابروله. [۳۱] [۳۲][۳۳][۳۴] [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د امریکا د علمي چمتوالي چارې

د ساینس زده کړه

د عضوي کیمیا د تدریسي کتابونو وده

نېلسون په ۲۰۱۱ زکال کې د لیسانس په کچه د عضوي کیمیا هغه جامع درسي کتابونه و ارزول چې دغه مهال ترې ګټنه کېدله، څو په دغو متنونو او همدارنګه څېړنیزو ادبیاتو کې د سایکلو هکزان د ترکیب اړوند د بیان شوو مواردو ترمنځ همغږي وټاکي؛ دوی په دغو درسي کتابونو کې د سایکلوهکزان کانفورمر په نوم اېښودنه کې د ګډوډیو او همدارنګه د هغو په جوړښتي ترسیم کې د یو لړ اصلاحاتو لارښوونه وکړه. هغې او د هغې زده کړیالانو د لیسانس په کچه د عضوي کیمیا د درسي کتابونو ارزونې ته دوام ورکړ څو له څېړنیزو ادبیاتو سره په ټکر کې د هغو محتوا ومومي او همدارنګه هغه ځانګړنې په کې په نغوته کړي چې د زده کړې په موخه ډېرې ګټمنې دی. [۴۴][۴۵]

په ټولګیو کې نوښتونه

نېلسون د عضوي کیمیا په پراخه مواردو کې د زده کړو د پراختیا او ارزونې په موخه له خپلو تجاربو ګټنه وکړه. هغې د شفاهي یا کتبي لارښوونو پر ځای انځوریزو لارښوونو (پریزنټېشنونو) ته مخه کړه؛ له دغو څخه دوه یې د خپروندویانو له خوا د عضوي کیمیا د پام وړ مهمو درسي کتابونو په خوا کې ومنل شول. نوموړې همدارنګه د هغو عواملو اړوند څېړنه وکړه چې پر مټ یې زده کړیالان یوه ساینسي څانګه خوشې کوي او یا هم په هغو کې پاتې کېږي. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې