ځمکې ته نږدې جسم

یو ځمکې ته نږدې جسم (په انګلیسي: near-Earth object  چې مخفف یې (NEO) دی) د شمسي نظام هر هغه کوچینی جسم دی چې مدار یې نوموړی ځمکې ته رانږدې کوي. دا منل شوې ده چې، د شمسي نظام یو جسم په هغه صورت کې یو ځمکې ته نږدې جسم یا NEO  بلل کېږي چې لمر (حضیض) ته یې  تر ټولو نږدې تقرب له ۱.۳ نجومي واحدونو (AU) څخه لږ وي. که چېرې د یو NEO مدار د ځمکې له مدار څخه تېرېږي او یاد جسم له ۱۴۰ مترو (۴۶۰ فټو) څخه لوی وي، نو یاد جسم په بالقوه ډول خطرناک یو جسم (PHO) ګڼل کېږي. تر ټولو ډېر پېژندل شوي بالقوه خطرناک اجسام (PHOs) او ځمکې ته نږدې اجسام (NEOs) کوچینۍ سیارې دي، اما یوه کوچینۍ برخه یې لکۍ لرونکي ستوري دي.[۱][۲]

له ۲۹۰۰۰ څخه زیاتې پېژندل شوې ځمکې ته نږدې کوچینۍ سیارې (NEAs) او له ۱۰۰ څخه زیات لنډ مهالي لکۍ لرونکي ستوري (NECs) شتون لري. د لمر په مدار څرخېدونکې یو شمېر شهابي تیږې دومره لویې وې چې له ځمکې سره له لګېدو مخکې په فضا کې د ترصد وړ وې. دا اوسمهال په پراخه توګه منل شوې ده چې په پخوا وختونو کې یو شمېر ټکرونو د ځمکې جیولوژيکي او بیولوژیکي تاریخ ته په بڼه ورکولو کې مهم رول لرلی دی. هغه کوچینۍ سیارې چې قطر یې تر ۲۰ مترو (۶۶ فټو) پوری دی خپل سیمه ییز چاپېریال او د انسانانو جمیعتونو ته د پام وړ زیان رسولی شي. هغه کوچینۍ سیارې چې جسامت یې نسبتاً لوی دی اتموسفیر ته د ځمکې تر سطحې پورې نفوذ کوي، چې له لویې وچې سره په ټکر کولو سره د اور غورځوونکو خولې رامنځته کوي یا له سمندرونو سره د ټکر په صورت کې سونامي ګانې رامنځته کوي. له ځمکې سره د نږدې اجسامو سره لېوالتیا له ۱۹۸۰یمې زېږدیزې لسیزې څخه را په دې خوا د نوموړو اجسامو د بالقوه ممکنه خطر په اړه د د لوړې کچې پوهاوي له کبله زیاته شوې ده. د کوچینیو سیارو د خطر له منځه وړل په اصولو کې د انحراف په واسطه د امکان وړ دي، او د نوموړي خطر د راکمولو په اړه څېړنې روانې دي.[۳][۴][۵]

دوه مقیاسونه، د تورینو ساده مقیاس (Torino scale) او د پالېرمو یو څه پېچلی مقیاس (Palermo scale) د یوه پېژندل شوي ځمکې ته نږدې جسم له لوري د وړاندې کېدونکي خطر میزان په ځمکه باندې د هغه جسم د ضربې د احتمال پر بنسټ او دا چې د نوموړې ضربې ناوړه پایلې به څه وي، سنجوي. ځینې ځمکې ته نږدې اجسامو د هغوی له کشف نه وروسته د تورینو یا پالېرمو د مقیاس مثبت میزانونه لرلي دي.

له ۱۹۸۸ز کال راهیسې، متحده ایالات، اروپایي اتحادیه، او نور هېوادونه فضایي ګارډ په نامه هلو ځلو سره ځمکې ته د نږدې اجسامو سکن تر سره کوي. ناسا ته د لږ تر لږه ۱ کیلومتر (۳۳۰۰ فټه) قطر لرونکو ځمکې ته نږدې لږ تر لږه ٪۹۰ هغو اجسامو کوم چې د نړیوال ناورین د پېښولو لپاره کافي دي، د فهرست د برابرولو په اړه د امریکا د کانګرس ابتدایي حکم تر ۲۰۱۱ز کال پورې د عمل جامه واغوسته. په وروستیو کلونو کې، د دغې سروې هڅې د هغو کوچینیو اجسامو په شاملولو سره کوم چې په لویه پیمانه تخریب وړتیا لري اما تخریب یې په نړیواله کچه نه دی، پراخې کړای شوې. [۶][۷][۸]

ځمکې ته نږدې اجسام ټیټه سطحي جاذبه لري، او زیاتره یې د ځمکې په څېر مدارونه لري کوم چې هغوی د فضایي سفینو پر وړاندې اسانه هدفونه ګرځوي. د ۲۰۱۹ز کال تر جنوري پورې له پنځو ځمکې ته نږدې لکۍ لرونکو ستورو او پنځو ځمکې ته نږدې کوچینیو سیارو څخه د فضایي سفینو په واسطه لیدنه شوې ده. ځمکې ته د نږدې یوه جسم یوه کوچینۍ نمونه په ۲۰۱۰ز کال کې ځمکې ته راوړل شوې ده، او دې ته د ورته ماموریتونو تر سره کېدنه جریان لري. د کوچینیو سیارو د استخراج لپاره د لومړنیو پلانونو مسودې د خصوصي تاسیس شویو شرکتونو له خوا د روباټونو د کارولو په واسطه یا ان د فضایي کان کیندونکو په توګه د خصوصي تجارتي فضا نوردانو د استولو له لارې ترتیب شوې دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

تعریفونه

ځمکې ته نږدې اجسام د ټاکلي قرارداد له مخې په تخنیکي ډول د شمسي نظام له ټولو هغو اجرامو څخه عبارت دي چې د لمر چاپېره مدارونه لري  او د ۰.۹۸۳ او ۱.۳ نجومي واحدونو (AU؛ له لمر څخه د ځمکې د فاصلې) په اندازه له لمر څخه لرې دي. ځمکې ته نږدې اجسام ځکه اوسمهال په حتمي ډول ځمکې ته نږدې نه دي، اما په بالقوه ډول ځمکې ته نسبتاً نږدې تقرب کولی شي. دغه اصطلاح همداراز ځینې وختونه له ډېر انعطاف سره کارول کېږي، د بېلګې په توګه، د هغو اجسامو لپاره چې د ځمکې چاپېره په مدار کې دي یا د  شبه-سپوږمکیو لپاره چې له ځمکې سره د مدار یوه ډېره پېچلې اړیکه لري کارول کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲]

کله چې ځمکې ته یو نږدې جسم کشفېږي، د شمسي نظام د ټولو نورو کوچینیو اجرامو په څېر د هغه موقعیت او روښنایي د ستورپوهنې د نړیوالې اتحادیې ((IAU's)) د کوچینیو سیارو مرکز ((MPC) ته د فهرست لیکنې لپاره استول کېږي. د کوچینیو سیارو مرکز د ځمکې ته نږدې تایید شویو او بالقوه اجسامو لپاره جلا جدولونه لري. د ځینو ځمکې ته نږدې اجسامو مدارونه له ځمکې سره تقاطع کوي، چې یاد اجسام له همدې کبله د ټکر خطر رامنځته کوي. په هغه صورت کې چې د نوموړو اجرامو اټکلي قطر له ۱۴۰ مترو څخه زیات وي نو دغه اجرام په بالقوه توګه خطرناک اجرام ګڼل کېږي. د کوچینیو سیارو مرکز د بالقوه خطرناکو اجسامو په منځ کې د کوچینیو سیارو لپاره جلا جدول لري چې د بالقوه خطرناکو کوچینیو سیارو (PHAs) د جدول په نامه بلل کېږي. ځمکې ته نږدې اجسام همدازاز د ملي هوایي او فضایي ادارې (NASA) د جټ چلونې د لابراتوار (JPL) له لوري: ځمکې ته د نږدې اجسامو د مطالعاتو مرکز (CNEOS) او د شمسي نظام د ډینامیک ګروپ له خوا جدول بندي شوي دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په بالقوه ډول خطرناکې کوچینۍ سیارې ځمکې ته د هغوی د خطرناک تقرب له وړتیا سره او د هغو ناوړه پایلو سره په تړاو، چې ښایي د ضربې د وقوع په صورت کې یې ولري، تعریفېږي. هغه اجرام چې د ځمکې له مدار سره د تقاطع د ۰.۰۵ نجومي واحدونو یا حد اقلې فاصلې (MOID) او ۲۲.۰ مطلقه یا له هغه څخه د لا روښانه مقدار (د لویې اندازې یو تخمیني شاخص) دواړو لرونکي دي د بالقوه خطرناکو کوچینیو سیارو په توګه په نظر کې نیول کېږي. هغه اجرام چې یا ځمکې ته له ۰.۰۵ نجومي واحدونو (۷۵۰۰۰۰۰ کیلومترو؛ ۴۶۰۰۰۰۰ مایلو) څخه نږدې (یعنې د ځمکې له مدار سره یې تر ټولو لږې فاصلې)  تقرب نشي کولي یا له H = 22.0 څخه لږ نورانیت لري (له فرضي ٪۱۴ آلبِدو  یا نورانیت سره   شاوخوا ۱۴۰ متره (۴۶۰ فټه) قطر لري، د بالقوه خطرناکو کوچینیو سیارو په توګه په نظر کې نه نیول کېږي. د ناسا د ځمکې ته نږدې اجسامو کتلاک د کوچینیو سیارو او لکۍ لرونکو ستورو د تقرب پر فاصلې مشتمل دی ( چې د قمري فاصلو په توګه بیان شوې ده).[۲۸][۲۹]

ځمکې ته د نږدې اجسامو په اړه د انسانانو د پوهې تاریخچه

ځمکې ته نږدې تر تولو لومړني مشاهده شوي اجسام لکۍ لرونکي ستوري وو. د نوموړو اجسامو اسماني ماهیت له هغې وروسته وپېژندل او تایید شو چې په ۱۵۷۷ز کال کې ټایکو براهه هڅه وکړه تر څو د یوه لکۍ لرونکي ستوري فاصله د هغه د منظر د اختلاف (parallax ) له لارې اندازه ګیري کړي او تر ټولو ټیټه محدوده چې نوموړي په لاس راوړه د ځمکې له قطر څخه په کافي اندازه لوړه وه. د ځینو لکۍ لرونکو ستورو تناوب د لومړي ځل لپاره په ۱۷۰۵ز کال کې، کله چې اډمونډ هالي د راستنېدونکي جسم په اړه چې د هالي د لکۍ لرونکي ستوري په نامه پېژندل کېږي، خپل د مدار اړوند محاسبات خپاره کړه، تشخیص کړای شو. د ۱۷۵۸-۱۷۵۹ کلونو تر منځ د هالي د لکۍ لرونکي ستورو راګرځېدنه د لکۍ لرونکي ستوري لومړنی ظهور و چې په اړه یې وړاندوینه وشوه. داسې ویل کېږي چې د۱۷۷۹ز کال د لېکسېل لکۍ لرونکی ستوری ځمکې ته نږدې تر ټولو لومړنی کشف شوی جسم و.[۳۰][۳۱][۳۲]

لومړنۍ کوچینۍ سیاره چې ۱۸۹۸ز کال کې کشف شوه 433 Eros وه. نوموړې کوچینۍ سیاره د څو پراخو مشاهداتي ماموریتونو سره تړلې وه، په ځانګړې توګه په دې دلیل چې د نوموړې سیارې د مدار اندازه ګیرۍ د هغه وخت د ځمکې او لمر تر منځ د نیمګړې پېژندل شوې فاصلې په دقیق ډول اندازه ګیرۍ یې ممکنه کړه.[۳۳][۳۴]

په ۱۹۳۷ز کال کې، د69230  هېرمېس په نامه کوچینۍ سیاره هغه وخت کشف شوه چې کله له ځمکې سره د سپوږمۍ په دوه چنده فاصله کې له ځمکې څخه تېرېده. هېرمېس یو تهدید وبلل شوه ځکه نوموړې له کشفېدو وروسته ورکه شوه. نو ځکه یې مدار او له ځمکې سره د هغې د ټکر بالقوه احتمال په دقیق ډول معلوم نشو. هېرمېس یوازې په ۲۰۰۳ز کال کې یو ځل بیا کشف شوه، او اوسمهال یې په اړه څېړنې ښیي چې لږ تر لږه د راتلونکې سلیزې لپاره تهدید نه ده.[۳۵][۳۶]

د ۱۹۶۸ز کال د جون په ۱۴مه نېټه د ۱.۴ کیلومتره قطر لرونکې کوچینۍ سیاره ۱۵۶۶ ایکاروس له ځمکې څخه د ۰.۰۴۲ نجومي واحدونو (۶۳۰۰۰۰۰ کیلو مترو) یا د سپوږمۍ په ۱۶ چنده فاصلې سره تېره شوه.[۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې