هېرويين
هېروين یو ډول د نيمه سينټيټيک د تریاک نشه یی توکه ده چی د مورفين څخه جوړېږی. دغه نشه یی توکی سپین یا قهوه ای پوډره ده چی مزه یی تریخ دی.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
کارول |
وزن |
---|
برخې |
---|
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/21/Heroin4.png/200px-Heroin4.png)
تاریخ
هېروین لمړی ځل په ۱۸۷۴ کال کی په لندن کی جوړ شو.ښاغلی وریټ د لندن په روغتون کی د مورفین خصوصیت وڅیړل. ښاغلی وریټ مورفین په اسید انهیډریډ کی پوخ کړ او هېروین یی جوړ کړ. هېروین د ۱۸۹۸ کال څخه تر ۱۹۱۰ کال پوری د ټوخی د علاج لپاره کارېده. په ۱۹۲۴ کال کی د هېروینو جوړول او پلورل منع شول.هېروین ډېره خطرناکه نشه یی توکه ده او د دی په سبب په نړی کی د هېروین جوړول منع دی، یوازې په بریطانیاکی هغه څوک چی سرطان یا د زړه سکته لری کولای شی هېروین په درملتون کی را نیسی.
د هېروین جوړول
د تور بازار لپاره هېروین د مورفين څخه جوړېږی. مورفین د کلسیم ( Calcium ) د ترکیبونو او آمونیاک ( Amoniak ) سره عکس العمل کوی او وروسته بیا د اسیټ آنهیډریډ ( Acetanhydrid ) یو ځای کېدلو سره خپل اثر څرگدوی.
د هېروینو تولیدونکی هېوادونه
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/64/HeroinWorld-en.svg/200px-HeroinWorld-en.svg.png)
په اوس وخت کی افغانستان د هېروین له ټولو نه لوی تولیدونکی هېواد دی. په افغانستان کی د ایسف تر رسېدلو وروسته د هېروین تولیدول زیاتېږی. هره کال د افغانستان څخه نړی ته تقریبا ۵ ټنه هېروین صادریږی او طالبان د هېروین په مقابله کی وسلې واخلی.د طلایی مثلث په سیمو کی د هیروین کیفیت له ټولو نه لوی دی.هېروین په ځانگړی ډول د طلا مثلث د سیموڅخه استرالیا او امریکا ته قاچاقېږی.