نژاد او جینیټیک

څېړونکو د نژاد او جینيټيک تر منځ اړیکه د هغو هڅو د یوې برخې په توګه څېړلې ده چې له مخې یې د انسان په نژادي یا توکمیزه ډلبندۍ کې د بيولوژي د رول یا ونډې د شونتیا کچه معلومه کړي.

ډېری نژادي جوړښتونه له فینوټایپي ځانګړنو او جغرافيايي اصل یا نسب سره تړاو لري او د «کارل لینوس» په څېر څېړونکو له ۱۸مې پېړۍ راهیسې د نژادي تنظیم لپاره علمي ماډلونه وړاندې کړي دي. د منډلي جینيټيک تر کشف او د انسان د جینوم تر نقشه‌اخیستنې وروسته د نژادي جینیټیک په چوکاټ کې د نژادي بیولوژۍ په اړه پوښتنې مطرح شوې دي. د انساني بېلابېلوالي د بېلګو او له نورو نژادي ډلو سره یې د اړیکو د څېړنې لپاره ګڼ څېړنیز مېتودونه کارول شوي دي چې د فردي ځانګړنو څېړنه، د لویو جمعیتونو او جنيټيکي کلسترونو څېړنه او د ناروغۍ لپاره د جنیټیکي خطر د عواملو څېړنه په کې شاملېږي.[۱][۲][۳][۴]

د نژاد او جینیټک په اړه پر څېړنو په دې خاطر نیوکه شوې ده چې ګواکي له علمي نژادپالنې څخه یې سرچینه اخیستې یا ونډه په کې لري. که څه هم دا یو حقیقت دی چې د انساني بېلابېلوالي بېلګې تر ډېره کلینیکي دي، د انسان جینیټيکي کود کابو په ټولو خلکو کې ۹۹.۹ سلنه یو ډول دی او د ډلو تر منځ مشخصې پولې نه‌شته؛ خو ځینو خلکو له دې سره سره بیا هم د جینیټيکي ځانګړنو او جمعیتونو اړوندې څېړنې له نژاد سره د اړوندو ټولنیزو نابرابریو د توجیه لپاره د شواهدو په توګه کارولې دي.[۵][۶]

په جنيټيکي او بیولوژيکي-طبي څېړنو کې د نژاد د تعریف او معنا په اړه عملي بحثونه موجود دي. ځینې ​​څېړونکي استدلال کوي چې نژاد د جنيټيکي نسب لپاره د «شاخص» په توګه کار کولی شي، ځکه چې هم‌نژاده اشخاص ښايي مشترک یا ګډ نسب ولري؛ خو ځينې نور بیا د بیولوژۍ او هغو ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او اقتصادي عواملو تر منځ د توپير دفاع کوي چې په نژاد کې ونډه لري.[۷]

عمومي کتنه

د نژاد مفهوم

د "نژاد" مفهوم د څرګندو فزیکي ځانګړنو له مخې د انسانانو د ډلبندۍ د سیستم په توګه په تېرو پنځو پېړیو کې د اروپایي ښکېلاک تر اغېز لاندې رامنځته شو. له دې سره سره هغه مفهوم چې دا مهال د نژاد پوهه بلل کېږي، په ټول ثبت شوي تاریخ کې یې پراخ شواهد موجود دي. د بېلګې په توګه په لرغوني مصر کې د انسانانو څلور پراخې نژادي ډل‌بندۍ موجودې وې چې مصریان، اسیایان، لیبیایان او نوبیان وو. ارسطو هم د لرغوني یونان و چې یو وخت یې لیکلي وو: "د اسیا خلک... روح نه لري، دوی په دوامداره غلامۍ او اطاعت کې ښکېل دي." دا مفهوم د یوې ځانګړې ډلې د ټولنیزو شرایطو پر اساس په بېلابېلو بڼو کې څرګند شوی چې تر ډېره پورې د نابرابر چلند د توجیه کولو لپاره کارول کېږي. د انسانانو په جلا نسلونو کې د ډلبندۍ لومړنۍ اغېزناکې هڅې د «کارل لینیس» د طبیعیت په نظام نومي کتاب کې شوې دي چې ۴ نژادونه په کې شامل دي او د دې تر څنګ د «جوهان فریډرېش بلومینباخ» د بشر د طبیعي بېلابېلوالي په کتاب کې ۵ نژادونه شامل دي. مهمه خبره دا ده چې تر هغه وروسته په راتلونکو پېړیو کې پوهانو پر څه باندې ۶۰ نژادي کټګوریو بحثونه کړي دي. د وخت په تېرېدو سره په ټولنه کې د نژاد مفهوم بدل شوی دی. مثلاً په متحدو ایالتونو کې د "سپین" ټولنیزه او قانوني اصطلاح په متناقض ډول اصلي امریکایانو، عرب امریکایانو او اسیایی امریکایانو ته کارول شوې ده. نژادي کټګورۍ هم په ټوله نړۍ کې توپیر لري؛ مثلاً په متحدو ایالتونو کې د برازیل په پرتله یو شخص ښايي په یوه بېله کټګورۍ پورې اړوند وګڼل شي. د نژاد په مفهوم کې د خپلسرۍ له امله دا ستونزمنه ده چې په مستقیم ډول له بیولوژۍ سره تړاو ولري.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نژاد او د انسان جینیټیکي بېلابېلوالی

د بیولوژیکي او ټولنیزو علومو تر منځ د نظر یو پراخ یووالی موجود دی چې وايي نژاد د انسان د جینیټيکي بدلونونو دقیقه ښودنه نه ده، بلکې یو ټولنیز جوړښت دی. انسانان له جینیټيکي پلوه له یو بل ته ډېر ورته دي، د کابو ۹۹.۹ سلنه انسانانو جینیټيکي کود له یو بل سره شریک دی. له دې سره سره، موږ بیا هم په فینوټایپ کې پراخ فردي توپیرونه وینو چې لامل یې هم جینیټيکي توپیرونه دي او هم د جین-چاپېریال پېچلي تعاملات دي. د دغو جینیټيکي توپیرونو لویه برخه په بېلابېلو ډلو کې رامنځته کېږي؛ د دغو ډلو تر منځ ډېر لږ جینيټيکي توپیر موجود دی. د هغو ډلو تر منځ جینیټیکي توپیرونه موجود دي چې له ټولنیز پلوه یې د نژاد په پېژندل شویو کټګوریو کې نقشه نه‌شته. دا چې انسانان په جغرافیایي برخه کې یو څه جینیټيکي بېلابېلوالی لري، له همدې امله د انسان جینیټیکي توپیرونه پیوسته بڼه لري. له همدې امله دې حقیقت ته په کتو سره چې په بېلابېلو پاړکو یا طبقو کې ځانګړنې بېلابېلې دي، د انساني ډلو په شاوخوا کې جنیټیکي پولې رامنځته کول ناشوني دي. د لرغونې ډي.اېن.اې په اړه نظرونه څرګندوي چې هېڅ انساني نفوس "خالص" نه دی - ټول جمعیتونه د کډوالۍ او اختلاط اوږده مخینه لري. مثلاً د اروپایانو جنیټیکي جوړښت شاوخوا ۵۰۰۰ تر ۸۵۰۰ کاله پخوا هغه مهال په پراخه کچه بدل شو چې له نږدې ختیځ څخه ګڼ کروندګر هلته ورغلل. حتا په تاریخي وختونو کې په ټوله نړۍ کې بېلابېلو جمعیتونو داسې ترکیبي پېښې تجربه کړې دي چې د دوی د اوسنیو جینیټيکي جوړښتونو لامل شوې دي. مثلاً د مدیترانې، کوچنۍ اسیا او د عرب بحیرې په شاوخوا کې بېلابېل جمعیتونه د افریقا د شمال له بېلابېلو جمعیتونو څخه د وروستي تاریخي جنین جریان ښيي. د دغو سیمو د ترکیب خورا وروستی جریان تر میلاد مخکې له ۹۸۰ څخه تر ۱۷۵۴ پورې و. د معاصرې منځنۍ او ختیځې اروپا نفوس له ۴۴۰ څخه تر ۱۰۸۰ میلادي کلونو پورې په لوېدیځ کې له پولنډ څخه او په سوېل کې له بلغاریا څخه د شمال ختیځې او ختیځې اسیا د جنيټيکي جریان نښې نښانې څرګندوي او احتمالاً د تاتاریانو، مجارستانیانو او بلغاریایانو په ګډون د داخلي اسیا د بېلابېلو کوچیاني ډلو یو کوچنی جنیټیکي میراث په کې منعکسېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د نژاد جینیټيکي بنسټونه

د دې پوښتنې په اړه چې ایا د نژاد لپاره جینيټيکي بنسټ شته که نه، ګڼې علمي څېړنې تنظیم شوې دي. «لویجى لوکا كاوالي-سفورزا» په خپل کتاب "د انساني جینونو تاریخ او جغرافیه" کې لیکلي: "له علمي پلوه د نژاد مفهوم په توافق ترلاسه کولو کې پاتې راغلی؛ موجود تدریجي بدلون ته په پام سره هېڅ هم ممکن نه دي. ښايي نیوکه وشي چې نژادي تصورات ان عامو خلکو ته د افرادو د طبقه‌بندي کولو اجازه ورکوي. لوی تصورات ټول د پوستکي د رنګ، د وېښتانو د رنګ او شکل او د مخ د خواصو پر اساس سطحي توپیرونه منعکسوي چې د ژور تحلیل له مخې له باوري جینیټیکي ځانګړنو سره نه تاییدېږي او د هغه د وروستي تکامل سرچینه د اقلیم او ښايي د جنسي انتخاب تر اغېزو لاندې وي".[۲۶]

یو تازه او هراړخیز کتاب چې جینیټيک‌پوه «ډېوېډ ریچ» لیکلی دی، وايي هغه دودیز نظرونه چې د نژاد بیولوژيکي بنسټونه مطرح کوي، ناسم دي:

دا مهال ډېری خلک په دې باور دي چې انسانان له بیولوژیکي پلوه د "نژاد" له مفهوم سره سم په "لومړنیو یا پیلوونکو" ډلو وېشل کېدای شي... خو د "نژاد" په اړه دا لرغونې نظریه په تېرو کلونو کې ناسمه ثابته شوې ده.

سرچينې