مسيحيت او يهوديت

مسیحيت د يهوديت د دویم معبد په داخل کې د يو خوځښت په توګه پيل شو، خو د مسيحي پړاو د لومړيو څو پړاونو په اوږدو کې دواړه دينونه په کرار کرار سره مختلف شول. اوسمهال، په دواړو دينونو کې د فرقو تر منځ اندونه سره توپير لري، خو تر ټولو مهم توپير يې دا دی چې مسیحيان عيسی د هغه مسیح په توګه مني چې په عبراني بايبل او يهودي روايت کې يې وړاندوينه شوې وه، او يهود دا نه مني. ابتدايي مسيحيت په دې ټاکلو سره ځان ثابت کړ چې په مسيحيت کې د هغو خلکو د داخلېدو لپاره د هالاخاه (يهودي قانون) پاندي اړينه نه ده چې يهوديان نه دي (پولين مسيحيت وګورئ). يو بل ستر توپير يې د خدای په اړه د دواړو دينونو تصورات دي. د مسيحيانو خدای د یو جوهر له درې اشخاصو څخه جوړ دی (پلار، زوی او سپېڅلی روح)، په داسې حال کې چې په عيسی کې د زوی د تجسم نظريه له ځانګړي اهميت څخه برخمنه ده. يهوديت د خدای په يووالي ټينګار کوي او د مسيحيانو دا تصور ردوي چې د بشر په بڼه خدای متصور کړي. په داسې حال کې چې مسيحيت عبراني بايبل (چې مسيحيان يې عهد قديم بولي) د خپلې سپېڅلې صحيفې (کتاب مقدس) د يوې برخې په توګه مني، يهوديت د مسيحيانو عهد جديد نه مني.

د عقيدې او عمل پرتليز اهميت د توپير مهمه برخه جوړوي. د پروټسټنټ مسيحيت ډېرې بڼې په سمه عقيده (یا ارتودوکس) ټينګار کوي، په ميثاق جديد تمرکز لري، څه ډول يې چې د عيسی مسيح له خوا منځګړیتوب شوی، او څه ډول چې په عهد جديد کې ثبت شوي دي. يهوديت بيا په سم عمل (يا ارتوپراکسي) ټينګار کوي، په موسوي ميثاق تمرکز لري، څه ډول چې په تورات او تلمود کې ثبت شوي دي. په  اساسي جریان کې شامل رومي کاتولیک په منځني دريځ کې ځای لري، او وايي چې عقیده او عمل دواړه د يو شخص د نجات عوامل دي. په کاتولیکيزم کې يو شمېر مکاتب فکر، لکه فرانسسکانيزم او د الاهياتو ازادي، په څرګند ډول د ارتودوکس (سمه عقيده) پر ځای د ارتوپراکسي (سم عمل) په پلوۍ کې دي، د ختيځ مسيحيت لپاره هم پراکسي (عمل) له مرکزي اهميت څخه برخمن دی، په داسې حال کې چې قديس «ميکسمس» اعتراف کونکی دومره لېرې ولاړ دی چې ويلي يې دي "له عمل پرته الاهيات د شيطان الاهيات دي". د سم عمل په اړه د مسيحيانو تصورات مختلف دي (د بېلګې په ډول، کاتوليکې ټولنيزې لارښونې او د بې وزلو لپاره د هغوی ترجيحي اختيار؛ د ختيځې ارتودوکس کليسا له خوا د روژې نيولو طريقې، ارامتيا، او زهد؛ او د کالونسټانو او نورو د پروټسټانټ د کار اخلاقيات)، خو له دې اړخه له يهوديت سره توپير لري چې هغوی د هالاخاه د تعقيب کولو يا موسوي ميثاق د کومې بلې تشریح پر اساس نه دي. په داسې حال کې چې ډېرې ازاد فکره يهودي فرقې د هالاخاه پابندۍ ته اړتيا نه لري، خو د يهوديانو ژوند د روايت، رسوماتو، دعاوو او اخلاقي کارونو په مټ له خدای سره په يوه تلپاتې مکالمه کې په انفرادي او ټولنيز شرکت تمرکز لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

يهودي ځان پېژندنه

د يهوديت موخه د خدای او يهوديانو تر منځ د شوې ژمنې پوره کول دي. ليکلی او شفاهي تورات (د تعلیم په معنا) د دې ژمنې کيسه بيانوي، او يهوديانو ته د دې ژمنې شرايط وړاندې کوي. شفاهي تورات د يهوديانو لپاره ابتدايي لارښود دی، تر څو د دې شرايطو پابند و اوسي، څه ډول چې په «Gittin 60b» ("هغه مقدس او متبارک، له اسرائيلو سره ژمنه نه ده کړې، بلکې د شفاهي قانون پر اساس") رسالة کې روښانه شوي دي، تر څو دوی زده کړای شي، چې څه ډول سپېڅلی ژوند کولای شي، او تر څو نړۍ او د ژوند هره برخه کې سپېڅلتيا، ارامي او مينه راوړي، څو ژوند په اصل کې د تورات د مطالعې او په هغې د عمل کولو له لارې د قدوشاه تر لوړې درجې پورې ورسول شي، او د دويم معبد له ويجاړۍ راهيسې، د دعاء (لمانځه) په مټ څه ډول چې په «Sotah 49a» کې بيان شوي دي، "د معبد له ويجاړۍ راهيسې، هره ورځ له مخکې ورځې څخه ډېره لعنتي ده؛ او د نړۍ وجود يوازې د قدوشاه ...او د تورات له مطالعې وروسته ويل شويو الفاظو په مټ باوري دی".[۸][۹]

د عميده د خپلولو راهيسې، د اشعياء 6:3 د اعلان په مټ د خدای تصديق "قادوش [مقدس]، کدوش، کدوش، هاشم دی، د لښکرو مشر؛ ټوله نړۍ د هغه له جلال څخه ډکه ده". د تورات د مطالعې د بديل په توګه، کوم څه چې د یو يهودي لپاره ورځنی واجب دی، او په خپل ځان کې د خدای تقديس کوي. د يهودي فرد او خدای تر منځ د اړيکې د دې پرله پسې دوام یا خو د مطالعې، يا په ورځني ډول درې ځلې تکرارېدونکې دعاء، د اصلي ژمني تاييد دی. دا یهوديانو سره مرسته کوي چې د يوې ټولنې په توګه هڅه وکړي او دا وړاندوينه پوره کړي "ما، خدای، نيکۍ ته رابللي ياست، او ستاسو په لاس نيولو سره به ستاسو ساتنه وکړم. او زه به تاسو د خلکو د ژمنې په توګه، د رڼا په ډول وګرځوم"، (يعنې يوه بېلګه) د تاريخ په تېرېدو سره، او د امن او سپېڅلتيا د زمانې د راوړلو د الاهي ارادې يوه برخه، چېرته چې به په مثالي ډول يو مؤمنانه ژوند او ښه کارونه په خپله پای ته ورسېږي، نه وسايل (د عقيدې په اړه يهودي اصول وګورئ).[۱۰][۱۱][۱۲]

د مسيحي الاهيات پوه «اليسټر ميک ګرات» په وينا، يهودي مسیحيانو د هغه مهال د معاصر دويم معبد د يهوديت ټول اړخونه د دې عقيدې په زياتولو سره تاييد کړل، چې عيسی مسيح و، په داسې حال کې چې اشعياء 46:6 وايي "د 42:6 سره يو روښانه متوازي" چې رسول پولس د اعمال الرسول په 13:47 کې نقل کړی دی، او «جسټن مارټر» هغه بيا تشریح کړی دی. د مسیحي ليکوالانو په وينا، په ځانګړي ډول د بولس په وينا، بايبل د دې ښودنه کوي چې خلک، په اوسني حالت کې ګنهګار دي، او عهد جديد دا روښانه کوي چې عيسي هم د انسان او هم د خدای زوی دی، دوی په اقنومي (تثليثي/درې ګوني) اتحاد کې سره يوځای شوي دي، چې هغه خدای زوی، خدای متجسم دي؛ دا چې په دار سره د عیسی مړينه د ټول انسانيت د ګناهونو د کفارې لپاره يوه قرباني وه، او دا چې د ژغورونکي او رب په توګه د عيسی منل يو څوک د الهي قضا څخه ژغوري، او تلپاتې ژوند ورکوي. عيسی د نوي ميثاق منځګړی دی. په غر کې د هغه مشهوره خطبه، د سينا له غر څخه د موسوي عهد په خلاف، يو شمېر مسيحي علماء د عهد جديد د اخلاقياتو اعلان بولي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مقدس نصوص

عبراني بايبل له درې برخو جوړ دی: تورات (لارښونه، اويايمه ژباړه له عبراني څخه په ناموس يا قانون کې ژباړلې ده)، اسفار الأنبياء (پيغمبران) او اسفار الکتابات (ليکنې). په ټوليز ډول دا د تنخ (عبراني کتاب) په نوم پېژندل کېږي. د رباني يهوديت تر مخې تورات د خدای له لوري په موسی رانازل شوی و؛ د هغې په منځ کې يهيوديانو 613 ميتزوت (احکام/فرمانونه) وموندل.

سرچينې