له لمریز نظام بهر سیاره

له لمریز نظام بهر سیاره (exoplanet) هغه سیاره ده چې له لمریز نظام څخه بهر وي. له لمریز نظام د بهر سیارې لومړني ممکن شواهد په ۱۹۱۷ ز کال کې ولیدل شول، خو د دغه ډول سیارې په توګه ونه‌ پېژندل شوه. لومړنی کشف یې په ۱۹۹۲ ز کال کې تایید شو. هغه متفاوته سیاره چې لومړی په ۱۹۸۸ ز کال کې وپېژندل شوه، په ۲۰۰۳ ز کال کې تایید شوه. د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ له ۲یمې نېټې راهیسې په ۳۶۷۰ سیاره‌يي منظومو کې ۴۹۸۰ له لمریز نظام بهر تایید شوې سیارې شته دي چې په دې کې ۸۱۳ منظومې له یوې څخه زیاتې سیارې لري.[۱][۲][۳]

تر ټولو کم‌حجمه پېژندل شوې سیاره ډراګر نومېږي (چې د PSR B1257 + 12 A یا PSR B1257 + 12 b په نامه هم یادېږي) او حجم یې د سپوږمۍ دوه برابره دی. له لمریز نظام د بهر سیارو لپاره د ناسا ادارې په آرشیف کې تر ټولو لوی حجمه سیاره HR 2562 b ده چې حجم یې د مشتري شاوخوا ۳۰ برابره دی. له لمریز نظام د بهر پېژندل شویو سیارو لپاره مداري وختونه له څو ساعتونو څخه تر زرګونو ساعتونو پورې بېلابېل دي (د هغو سیارو لپاره چې خپل ستوري ته نږدې دي). ځینې له لمریز نظام بهر سیارې له خپل ستوري څخه دومره لرې دي چې دا تشخیص ستونزمن دی چې دوی له جاذبوي نظره له خپل ستوري سره تړلې دي که نه. کابو ټولې هغه سیارې چې تر دې مهاله کشف شوې دي، د شیدو لار په کهکشان کې دي. له دې سره سره، داسې شواهد هم شته چې ښايي تر کهشکان بهر سیارې هم موجودې وي، داسې سیارې چې له شیدو لار کهکشان بهر په لرې کهکشانونو کې وي. تر ټولو نږدې له لمریز نظام بهر سیارې له ځمکې څخه په ۴.۲ نوري ز کاله واټن کې واقع دي او د پروکسیما قنطورس پر شاوخوا څرخېږي چې لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

له لمریز نظام د بهر سیارو کشف د سیاروي ژوند په اړه د پلټنې لېوالتیا ډېره کړې ده. د هغو سیارو لپاره ځانګړې لېوالتیا موجوده ده چې د یوه ستوري په داسې سیمه کې څرخېږي چې د مېشتېدو وړ وي، یعنې هلته د ځمکني ژوند د مهمې اړتیا یعنې مایع اوبو شتون ممکن وي. له دې سره سره، په سیارو کې د ژوند د شونتیا څېړنه په سیارو کې د ژوند د شونتیا لپاره ځینې نور عوامل هم په پام کې نیسي.[۱۵]

بې‌ستورو سیارې هغه دي چې د هېڅ کوم ستوري پر شاوخوا نه څرخېږي. دغه ډول اجرام د جلا سیارو په توګه په پام کې نیول کېږي، په ځانګړي ډول که مشتري ته ورته یا ګازي وي. د شیدو لار کهکشان د بې‌ستورو سیارو شمېر احتمالاً په میلیاردونو یا تر هغه هم ډېر دی. [۱۶][۱۷][۱۸]

د کشف تاریخچه

پوهانو، فیلسوفانو او د علمي-تخیلي کیسو یا ساینس‌فېکشن لیکوالانو په پېړیو پېړیو ګومان کاوه چې له لمریز نظام بهر سیارې شته دي، خو په دې اړه د پوهې لپاره هېڅ لاره نه وه چې دوی شته، څومره معمولې دي او یا د لمریز نظام سیارو ته څومره ورته دي. د کشف هغه بېلابېلې ادعاوې چې په نولسمه پېړۍ کې مطرح شوې، ستور پوهانو رد کړې.

له لمریز نظام د بهر سیارې لومړني ممکن شواهد په ۱۹۱۷ ز کال کې ولیدل شول، دا سیاره د «وان فانن ۲» پر شاوخوا څرخېده، خو له لمریز نظام د بهر سیارې په توګه ونه پېژندل شوه. ستور پېژندونکي «والټر سیډني اډمز» چې وروسته د ویلسون غره د کتنځي یا رصدخانې مدیر شو، د یوه ۶۰ اېنچه تلسکوپ په مرسته د ستورو یو طیف تولید کړ. اډمز دغه طیف د F ډوله اصلي لړۍ ستوری وباله، خو دا مهال داسې انګېرل کېږي چې دا ډول طیف ښايي له لمریز نظام د بهر نږدې سیارې د پاتې شونو له امله رامنځته شوی وي چې د ستوري جاذبه یې پر ګرد بدلوي او هغه ګرد بیا پر ستوري لوېږي.[۱۹]

له لمریز نظام د بهر سیارې لومړنی شکمن علمي کشف په ۱۹۸۸ ز کال کې وشو. تر دې لږ وروسته په ۱۹۹۲ ز کال کې لومړنی کشف تایید شو چې دا کشف ګڼې داسې سیارې وې چې حجم یې د ځمکې هومره و او د PSR B1257+12 تپېدونکي ستوري پر شاوخوا څرخېدې. د اصلي لړۍ د یوه ستوري پر شاوخوا له لمریز نظام د بهر سیارې څرخېدنه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ ز کال کې تایید شوه چې یوه لویه سیاره په څلور ورځني مدار کې د «۵۱ پګاسي» ستوري پر شاوخوا څرخېده. د ځینو دغه ډول سیارو تصویرونه په مستقیم ډول د تلکسوپونو له لارې اخیستل کېږي، خو اکثریت یې د شعاعي چټکتیا په څېر نورو غیر مستقیمو لارو په مرسته پېژندل شوې دي. د ۲۰۱۸ ز کال په فبرورۍ میاشت کې څېړونکو د «چاندرا اېکسرې رصدخانې» له لارې د مایکرولېنز په نامه د سیارو د تشخیص تخنیک وکاراوه او په یوه لرې کهکشان کې یې د سیارو شواهد وموندل، دوی وویل: "له لمریز نظام بهر ځینې سیارې د سپوږمۍ په اندازه (نسبتاً) کوچنۍ دي، خو د ځینو نورو حجم د مشتري هومره دی. د ځمکې پر خلاف، له لمریز نظامه بهر ډېری سیارې له ستورو سره په کلکه نه دي تړلې، له دې امله په فضا کې سرلوې دي یا په ډېر کمزوري ډول د ستورو تر منځ څرخېږي. موږ اټکل کولی شو چې په دغه [لرې] کهکشان کې د سیارو شمېر تر یو تریلیون زیات دی. د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ په ۲۱مه نېټه له لمریز نظام څخه بهر ۵۰۰۰ سیارې تایید شوې وې.[۲۰][۲۱][۲۲]

ناسمې ادعاوې

له لمریز نظام د بهر سیارو د کشف ادعاوې له نولسمې پېړۍ راهیسې مطرح شوې دي. د لومړنیو له ډلې یو غبرګ ستوری «۷۰ اوفیوچي» دی. په ۱۸۵۵ ز کال کې «ویلیم سټفن جاکوب» د ختیځ هند د کمپنۍ په اړونده «مدرس» رصدخانه یا کتنځي کې راپور ورکړ چې مداري ګډوډۍ په دې منظمونه کې د یوه «سیاره‌يي جسم» د شتون ډېر احتمال رامنځته کوي. په ۱۸۹۰یمه لسیزه کې د شیکاګو پوهنتون او د متحدو ایالتونو د سمندري ځواک د رصدخانې ستور پېژندونکي «توماس جې. جې. سي» وویل چې: مداري ګډوډۍ په «۷۰ اوفیوچي» منظومه کې د یوه تیاره جسم شتون ثابتوي چې د یوه ستوري پر شاوخوا ۳۶ کلنه دوره لري. له دې سره سره، «فورسټ رای مولټون» یوه مقاله خپره کړه، دغې مقالې څرګندوله چې له دغو مداري پارامترونو سره به یو درې جسمي سیستم ډېر ناپایدار وي. د ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو لسیزو په اوږدو کې له «سوارت مور» ز کالج څخه «پیټر وان ډي کمپ» د کشف په اړه یو لړ نورې مهمې ادعاوې وکړې، دا ادعاوې د هغو سیارو په اړه وې چې د «بارنارډ» ستوري پر شاوخوا څرخېږي. ستور پېژندونکي دا مهال د کشف ټول لومړني راپورونه ناسم بولي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

تایید شوي کشفونه

د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ میاشتې له ۲یمې نېټې راهیسې په ټولیز ډول ۴۹۸۰ تایید شوې له لمریز نظام بهر سیارې د سیارو په دایرة‌المعارف کې ثبت شوې دي، په دې کې یو شمېر هغه سیارې هم شاملې دي چې د ۱۹۸۰یمې لسیزې له وروستیو څخه د جنجالي ادعاوو له مخې تایید شوې وې. د بل تایید لپاره خپور شوی لومړنی کشف په ۱۹۸۸ ز کال کې له ویکتوریا او بریټېش کلمبیا پوهنتونونو څخه کاناډايي ستور پوهانو «بروس کمپبل»، «واکر» او «سټفنسون یانګ» وکړ. که څه هم دوی د سیارې د کشف په ادعا کې محتاط وو، خو د شعاعي چټکتیا مشاهداتو یې وښوده چې یوه سیاره د «ګاما کیفي» ستوري پر شاوخوا څرخېږي. دا چې هغه مهال کتنې د وسایلو د وړتیا په حد کې وې، ستور پوهان څو زره کاله د دغو او نورو ورته مشاهداتو په اړه شکمن وو. داسې انګېرل کېده چې ځینې ظاهري سیارې ښايي د سیارو او ستورو تر منځ پراته اجسام وي چې متوسط حجم لري. په ۱۹۹۰ ز کال کې نور مشاهدات خپاره شول او د هغې سیارې شتون یې تایید کړ چې د «ګاما کیفي» پر شاوخوا څرخېږي، خو په ۱۹۹۲ ز کال کې نورو څېړنو کلک شکونه را پورته کړل. په پای کې په ۲۰۰۳ ز کال کې غوره تخنیکونو د سیارې د شتون تاییدولو شونتیا برابره کړه.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې