فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

فریدریش ویلهلم نیچه (۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴ – ۲۵ اګست ۱۹۰۰ ز کال) آلماني فیلسوف، کلتوري نقد کوونکی او فیلوژست و چې آثارو یې په معاصرې فلسفې یا د معاصر تفکر په تاریخ ژور اغېز لرلی دی. هغه وړاندې له دې چې فلسفې ته مخه کړي، د یوه کلاسیک فیلوژست په توګه یې په کار پیل وکړ. هغه تر ټولو ځوان کس و چې په ۱۸۶۹ ز کال کې یې د ۲۴ کلونو په عمر په بازل پوهنتون کې د کلاسیکې فیلولوژۍ چوکۍ خپله کړه. نیچه په ۱۸۷۹ ز کال کې د روغتیايي ستونزو له امله، چې د ژوند په اوږدو کې ترې رنځېده، استعفا ورکړه، هغه خپلې ډېرې لیکنې په راتلونکې لسیزه کې بشپړې کړې. په ۱۸۸۹ ز کال کې د ۴۵ کلنۍ په عمر، هغه په بشپړ ډول خپله ذهني وړتیا له لاسه ورکړه. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د خپلې مور تر پام لاندې تر ۱۸۹۷ ز کال پورې د هغې تر مړینې او بیا له خپلې خور الیزابت فورستر- نیچه سره تېر کړل. نیچه په ۱۹۰۰ ز کال کې مړ شو.[۳۰][۳۱][۳۲]

فرید ریک نېچه
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۱۵ اکتوبر ۱۸۴۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
مړینه25 اگسټ 1900 (56 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني [۲۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استادجکوب بورکهارټ   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکيروډولف سټاينر   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکفیلسوف [۲۱][۱۸][۱۹]،  شاعر ،  ليکوال [۲۱][۱۸][۱۹][۲۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهجرمني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)جرمني ژبه [۲۳][۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهفلسفه ،  جمالیات ،  نیهیلیزم ،  اخلاق ،  ساپوهنه ،  انټولوژي ،  شعر ،  مذهب ،  هڅوب ،  سياست   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثرارتر شوپنهاور ،  هېراکلیتوس ،  رالف والډو ایمرسن ،  چارلس ډاروین ،  بلیز پاسکال ،  نېكولو مكياوېلې ،  ادګار آلن پو ،  هيپولايټ ټېن ،  باروچ سپینوزا ،  زردشت ،  دېموکریتوس ،  اپیکوروس ،  ګوېټه ،  ژان ژاك روسو ،  وېليم شېکسپيير ،  ماکس شتیرنر ،  امپيدوکلېس ،  اپلاتون ،  ارستو ،  ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس ،  ولټېر ،  سوکرات ،  گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ،  امانوېل کانت ،  فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي [۲۵]،  لرغونې يوناني فلسفه ،  مقدوني سکندر ،  هومر ،  جولیوس قیصر ،  ليو انډريس سيلومي ،  ناپليون بوناپارت [۲۶][۲۷][۲۸]،  الکساندر هرتسن [۲۶][۲۷][۲۸]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړېد فرانسې او پروس جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې[۲۹]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د هغه په آثارو کې ګڼ شمېر موضوعات، لکه: هنر، فیولوژي، تاریخ، موسیقي، مذهب، تراژیدي، کلتور او علم شاملېږي چې له یو شمېر شخصیتونو، لکه: سقراط، زردشت، آرتور شوپنهاور، رالف والډو اېمرسون، ریچارډ واګنر او جان والف ګنګ ون ګویته نه یې الهام اخیستی.

د هغه له مړینې وروسته، د نوموړي خور الیزابت د نیچه په لاسي ډول لیکل شوو متونو ساتونکې او اېډیټ کوونکې شوه. هغې د نیچه نه خپرې شوې لیکنې له خپلې الماني فراملتي نظریې سره په سمون کې اېډېټ کړې، په داسې حال کې چې د نیچه له ښکاره عقیدې سره چې د یهودیت ضد او ملت پلوې پر ضد وه، په ټکر کې وه او یا یې هم د هغو د ناڅرګندولو هڅه په کې کړې وه. د هغې له خوا د نیچه خپاره شوي آثار له فاشیزم او نازیزم سره اړوند وو، د ۲۰ مې پېړۍ ډېری پوهانو له دغه تفسیر سره مخالفت وکړ او د هغه د لیکنو اصلاح شوې نسخې ډېر ژر د لاسرسي وړ وګرځېدې. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د نیچه مفکورې یوځل بیا محبوبیت وموند او د هغه نظریاتو د شلمې پېړۍ او یووېشتمې پېړۍ د پیل په فلسفي متفکرینو – په ځانګړي ډول د قاره یي فلسفې، لکه: هستي ګرايي (existentialism)، پوسټ مډرنېزم، پوسټ سټرکچرليزم (post-structuralism) په مکتبونو، هنر، ادبیاتو، شاعري، سیاست او عامه کلتور ژور اغېز لرلی دی.

ژوند

ځواني (۱۸۴۴- ۱۸۶۸ ز کال)

نیچه د ۱۸۴۴ ز کال د اکتوبر په ۱۵ مه وزېږېد، هغه په روکن ښارګوټي (اوس د لوتزن برخه ده) کې لیپزیګ ته څېرمه د پروس پاچهي په ساکسوني ولایت کې را لوی شو. د هغه نوم د پروس د پاچا څلورم ویلهم فریدریش له نوم نه اخیستل شوی، چې د نیچه د زوکړې پر ورځ هغه ۴۹ کلن شوی و (نیچه وروسته خپل منځنی نوم ویلهلم له ځانه لرې کړ). د نیچه پلاراو مور کارل لودویګ نیچه (۱۸۱۳-۱۸۴۹ز ) لوتري کشیش ، پخوانی ښوونکی او پرانزیسکا نیچه (پخوانی تخلص یې اوهلر) د نیچه له زېږون یو کال وړاندې په ۱۸۴۳ ز کال کې واده وکړ. دوی دوه نور ماشومان هم لرل: یوه لور، ایلزابت فورستر نیچه، زېږون ۱۸۴۶ ز کال؛ دویم زوی لوډ وېګ جوزف زېږون ۱۸۴۸ ز کال. د نیچه پلار د مغزو د ناروغۍ له امله په ۱۸۴۹ ز کال کې مړ شو، د هغه له مړینې شپږ میاشتې وروسته لوډ وېګ جوزف هم د دوه کلنۍ په عمر مړ شو. له دې وروسته یې کورنۍ نامبورګ ته کډه شوه او هلته یې د نیچه له مورنۍ انا او د هغه د پلار له دوو نا واده شوو خویندو سره ژوند وکړ. په ۱۸۵۶ ز کال کې د نیچه د انا له مړینې وروسته، د هغه کورنۍ خپل کور ته کډه شوه، چې اوس مهال د نیچه – هاوس، د نیچه د موزیم او مطالعاتو د مرکز په نوم یادېږي.[۳۳][۳۴]

نیچه د هلکانو په یوه ښوونځي او وروسته بیا په یوه خصوصي ښوونځي کې شامل شو، چېرې چې هغه له ګوستاو کرګ (Gustav Krug) او ویلهلم پاینډر (Wilhelm Pinder) سره ملګری شو، دوی درې واړه د ډېر درنښت وړ کورنیو نه وو. د یوه ښوونځي علمي اسناد چې په کې نیچه زده کړه کوله، په ډاګه کوي چې، نیچه په عیسوي الهیاتو کې مخکښ و.[۳۵]

په ۱۸۴۵ ز کال کې، هغه په نامبورګ کې په ډوم جمنازیوم (Domgymnasium) کې ګډون وکړ. له دې امله چې د هغه پلار دولت ته (د کشیش په توګه) کار کړی و، یتیم نیچه ته په فورټا ښوونځي کې د نړیوال سکالرشیپ وړاندیز وشو (دغه ادعا چې نیچه په خپله علمي وړتیا سره دغه سکالرشېپ ته منل شوی رد شوې: د هغه درجه په ټولګي کې په لوړه پوړۍ کې نه وه). هغه دلته له ۱۸۵۸ ز کال نه تر ۱۸۶۴ ز کال پورې زده کړه وکړه، له پاول دوسن (Paul Deussen) او کارل ون ګرسدروف (Carl von Gersdorff) سره ملګری شو. هغه وخت پیدا کړ چې په شعر او موسیقاري کمپوزونو کار وکړي. نیچه په نامبورګ کې د اوړي موسمونو پر مهال د «جرمنیا» په نوم د موسیقي او ادبیاتو د یوه کلپ مشري کوله. هغه په فورټا ښوونځي کې د یو شمېر ژبو: یوناني، لاتیني، عبراني او فرانسوي د زده کولو لپاره مهم چانس ترلاسه کړ، له همدې امله هغه وکولای شول، مهم لومړني منابع ولولي؛ هغه د لومړي ځل لپاره له کورنۍ لرې ژوند په یوه کوچني محافظه کاره چاپېریال کې تجربه کړ.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

نیچه یو اماتور کمپوز جوړوونکی و. هغه د نامبورګ په فورټا ښوونځي (Schulpforta) کې په ۱۸۵۸ ز کال کې په موسیقاري کمپوز جوړونه پیل وکړ او د غږ، پیانو او ویلون لپاره یې یو شمېر آثار کمپوز کړل. ریچارډ واګنر د نیچه موسیقي ته پام نه کاوه او په ۱۸۷۰ ز کال کې یې هغه خپلې ښځې کوزیما ته د زېږون د ورځې په مناسبت د پیانو د کمپوزېشن لېږلو له امله مسخره کاوه. جرمني ارکستر جوړوونکي او پیانو غږوونکي هانس ون بولو هم د نیچه یو بل کمپوز د « ډېر بې خونده او د موسیقي پر کاغذ د موسیقۍ ضد کمپوزیشن په توګه چې له ډېرې مودې وروسته ورسره مخامخ شوی» توصیف کړ. [۴۰][۴۱]

د ۱۸۶۴ ز کال په سپتمبر میاشت کې له فراغت وروسته، نیچه د وزیر کېدو په هیله په بن پوهنتون کې د الهیاتو او کلاسیکې فیلالوژي په زده کړه پیل وکړ. د لنډ مهال لپاره هغه او ډاوسن د فرانکفوني محصلانو ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. له یوه سمستر زده کړو وروسته (او د مور د غصې له امله)، هغه د الهیاتو زده کړه بس کړه او خپل باور یې له لاسه ورکړ. نیچه په ۱۸۶۲ ز کال کې د خپلې مقالې «عقیدې او تاریخ» په پیل کې استدلال کړی دی چې، تاریخي څېړنو د مسیحیت اصلي لارښوونې بې ارزښته کړې دي، خو داسې ښکاري چې د عیسې (ع)د ژوند په نامه د ډېوېډ سټراوس اثر، په دغه ځوان ژور اغېز لرلی دی. د مسیحیت د جوهر (The Essence of Christianity) په نامه د لوډوېګ فویر باخ (Ludwig Feuerbach) اثر، په دې استدلال چې خلکو خدای جوړ کړی، نه د هغو برعکس، په ځوان نیچه ډېر اغېز لرلی دی. د ۱۸۶۵ ز کال په جون میاشت کې د شل کلنۍ په عمر نیچه خپلې خور الیزابت ته چې کلکه مذهبي وه، لیک ولیکه او په کې یې څرګنده کړې وه چې ،هغه خپله عقیده بایللې. په دغه لیک کې په لاندې ډول لیکل شوي و:[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

له دې امله د انسانانو لارې جلا کېږي: که چېرې غواړې د روح د آرامښت او خوند اخیستو په موخه هڅه وکړې، نو ایمان ولره، خو که هیله لرې چې حقیقت ته لاسرسی پیدا کړې، بیا نو څېړنه وکړه....[۴۹]

وروسته له هغې، نیچه د فریدریش ویلهلم ریچل (Friedrich Wilhelm Ritschl) تر نظر لاندې د فیلالوژي په زده کولو پام وکړ، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې یې هغه د لیپزیګ پوهنتون ته یووړ.هلته هغه د نوموړي له بل زده کوونکي اروین روهډ (Erwin Rohde) سره نږدې ملګری شو. د نیچه فیلالوژیکي لیکنې ډېر ژر خپرې شوې.[۵۰]

په ۱۸۶۵ ز کال نیچه د آرتور شوپنهاور ټول آثار مطالعه کړل. هغه د خپلې فلسفي لېوالتیا بیدارېدل د شوپنهاور د The World as Will and Representation اثر پوروړې بولي او وروسته یې اعتراف وکړ چې، شوپنهاور یو له څو محدودو متفکرینو نه و چې ده ورته درناوی درلود. [۵۱]

نظريات

دده دښمنانو به هم دې د ارواپوهنې د ستر عالم په توگه پېژنده. ده د خپلو افكارو په واسطه د انسان پوهنيز او نظرياتي منافقانه اړخونه روښانه كړي دي. او په اخلاقو په غوره كونه كې يې څو داسې بنسټونه اېښي دي. ده به د حاضر وخت مفكر ته چندانې اهميت نه وركاوه، ځكه چې د راتلونكي انسان د لوړو او اوچتو صلاحيتونو غوښتونكې ؤ. د همدې تمې لمخې يې د عيسويت مخالفت هم وكړ. دده خيال ؤ چې تر هغې چې د فرد د ځاني نصب العين اړيكې دي، نو جسماني او ذهني توانونو او وړتياؤ يوه كېدنه اړين او ضروري برېښي. دده دا خيال ؤ چې انسان خپل جسم د هر شي منبع ده. كله چې هغه ته ددې پته ولگي، نو په اريانۍ او تعجب په سمندر كې ډو ب شي. دارنگه هغه ته هرشې د خپل وجود (جسم) برخه ښكاري، نو ځكه د خپل جسم ځانگړتياوې او نور مادي شيان په خپلو ځانگړو رنگونو كې نه شي كتلاى. ددې فلسفي دا نظريه د مسلمان واكمن منصور له دې نظريې سره چې (فنا في الوجود او فنا في الله) سره ډېر نږدېوالې لري.

په زړه پورې خبرې

د امريكي فلسفي وېل ډېورانټ د وينا لمخې: نيچه د داروين زوى او د بسمارك ورور ؤ. علامه اقبال د ښوونې لپاره جرمني ته ځي او له دې جرمني فلسفي څخه اغېزمن كېږي، چې دا اغېزمنتيا يې جرمني ته له تگ څخه مخكې او وروسته شاعرۍكې په ښه ډول ښكاري. د مرد مومن تصور يې د نېچه د (فوق البشر) تصور سره ډېر نږدېوالې لري.ليكنېThus Spake Zarathustara

اخځليكونه

  1. اردو وېكيپېډيا www.ur.wikipedia.org
  2. اسلام او فلسفه، ليكوال: ملك كريم بخش، شيخ محمد بشير اېنډ سنز، ناشران و تاجران كتب- چوك اردو بازار- لاهور