سیاروي کړۍ

سیاروي کړۍ یوه داسې دایره یا کړۍ ده چې د یوه نجومي جسم پر شاوخوا را څرخېږي. دا ډول کړۍ ګرد یا سپوږمکۍ ته له ورته جامدو موادو څخه جوړه وي او د لویو سیارو په شاوخوا کې د سټلایټ سیسیتمونو یوه معموله برخه ده. د یوې سیارې په شاوخوا کې موجوده کړۍ د سیاروي حلقې د سیستم په نامه هم پېژندل کېږي.[۱]

په لمریز نظام کې د سیارو تر ټولو مشهورې کړۍ د زحل په شاوخوا کې دي، خو نورې درې لویې سیارې (مشتري، اورانوس او نېپټون) هم حلقوي سیستمونه لري. وروستي شواهد ښيي چې حلقوي سیستمونه ښايي د نورو نجومي اجسامو په شاوخوا کې هم وموندل شي چې کوچنۍ سیارې، سپوږمۍ، قهوه‌يي سیاره‌ګۍ او د زهرې او عطارد تر منځ سیاروي فضاوې په کې شاملېږي.[۱]

د سیاروي کړیو سیستمونه

مشتري

د مشتري حلقوي سیستم درېیم سیستم و چې کشف شو او دا هغه مهال و چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۹ کال کې دا سیاره د «وایجر ۱» روباتیک څېړونکي په مرسته وکتل شوه او په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د ګالیلیه مدار ګرځېدونکي په مرسته په لا ډېر دقت سره وکتل شوه. د کړیو دا سیستم څلور اصلي برخې لري چې یوه یې کمزورې ډبله راوتلې برخه ده چې د "هالو" په نامه پېژندل کېږي؛ بله برخه یې یوه نازکه او نسبتاً روښانه اصلي کړۍ ده؛ او دوې نورې برخې یې دوې پراخې او کم‌رنګه کړۍ دي. دا سیستم تر ډېره له دوړو څخه جوړ دی.[۲][۳][۴]

زحل

د زحل کړۍ په لمریزه منظومه کې تر بلې هرې سیارې ډېر پراخ حلقوي سیستم لري، له همدې امله یې د اوږدې مودې لپاره موجودیت تشخیص شوی دی. ګالیلیو ګالیله په لومړي ځل دا کړۍ په ۱۶۱۰ کال کې ولیدې، خو په سم ډول د زحل په شاوخوا کې د دایرې په توګه تر هغه مهاله نه وې تشرېح شوې چې په ۱۶۵۵ کال کې «کریسټین هایګینس» دا کار وکړ. لکه څرنګه چې ډېری خلک فکر کوي، دا کړۍ د کوچنیو کړیو لړۍ نه ده، بلکې یوه داسې دایره ده چې بېل کثافت لري. دغه حلقې تر ډېره پورې د اوبو له یخ او څه ناڅه ډبرې څخه جوړې شوې دي او ذرات یې له مایکرومتر څخه تر متر پورې توپیر لري.[۵][۶][۷]

اورانوس

د اورانوس حلقوي سیستم د زحل د پراخ پېچلي سیستم او د مشتري او نېپټون شاوخوا د ساده سیستمونو تر منځ پروت دی. دا حلقوي سیستم په ۱۹۷۷ کال کې د «جیمز اېل ایلیټ»، «اډوارډ ډبلیو ډونم» او «جیسیکا مینک» له‌خوا کشف شو. له هغه وخت راهیسې تر ۲۰۰۵ کال پورې د «وایجر ۲» او «هابل فضايي تلسکوپ» په مرسته کتنې د دې لامل شوې دي چې ټولټال ۱۳ جلا حلقې وپېژندل شي چې ډېری یې مکدرې دي او یوازې یو څو کیلومتره پراخوالی لري. دغه کړۍ تیاره دي او ښايي د اوبو یخ او د وړانګو په مرسته پروسس شوي عضوي مواد ولري.[۸][۹][۱۰]

نېپټون

د نېپټون شاوخوا سیستم له پنځو اصلي کړیو څخه جوړ دی چې د کړیو په کثافت کې د زحل د حلقو له ټیټ کثافت لرونکو برخو سره د پرتلې وړ دی. دا حلقې کمه رڼا او ګرد لري، په جوړښت کې د مشتري کړیو ته ډېرې ورته دي. د دغو حلقو په جوړښت کې ډېر تیاره مواد ښايي هغه ډول عضوي مواد وي چې د وړانګو په مرسته پروسېس شوي وي، لکه د اورانوس په حلقو کې موجود مواد چې د وړانګو په مرسته پروسېس شوي دي. له ۲۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې حلقې فضايي ګردونه دي چې دا یو لوړ نسبت دی. د حلقو نښې په ۱۹۸۹ کال کې د «وایجر ۲» په مرسته د دغو کړیو له قطعي کشف څخه څو لسیزې وړاندې لیدل شوې وې.[۱۱]

د کوچنیو سیارو او سپوږمیو حلقوي سیستمونه

د ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت کې راپورونو څرګنده کړه چې د زحل سپوږمۍ «ریا» ښايي نازک حلقوي سیستم ولري چې دا به یوازنۍ سپوږمۍ وي چې حلقوي سیستم لري. یوه بله څېړنه چې په ۲۰۱۰ کال کې خپره شوه، څرګندوي چې د کاساني په نامه د یوې فضایي بېړۍ په مرسته د ریا اخیستل شوی عکس د حلقو له اټکل شویو خواصو سره تناقض لري او ویل کېږي چې یو بل داسې میکانیزم د مقناطیسي اغېزو لامل دی چې له امله یې حلقوي فرضیه رامنځته شوې ده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ځینو ستور پوهانو دا تیوري مطرح کړې وه چې ښايي پلوتو هم حلقوي سیستم ولري. له دې سره سره، دا احتمال د «نیوهورایزنز» له‌خوا رد شوی چې هغه دا ډول سیستم کشفولی شوای.[۱۶]

سرچينې