سپکې سپورې

سپکې سپورې په ټولنیزه توګه د ژبې ناوړه کارول دي، چې کېدای شي لعنت، ښکنځل، ښېراوې یا فحش، کرغېړنې یا ناسزا ویل وي. له دې امله، سپکې سپورې د ژبې داسې کارولو ته ویل کېږي چې ځینې وختونه بې ادبه، سپین سترګې، بې شرمه، یا له کلتوري پلوه، سپکاوی ګڼل کېږي یا په ځینو دینونو کې ګناه وګڼل شي. داسې ژبه ښایي د یو چا یا یو څه ټیټوالی وښیې، یا د یو څه په وړاندې د زیات احساس څرګندونه وګڼل شي. ځینې ​​کلمې ښایي د ټینګارکوونکو په توګه هم وکارول شي. [۱][۲]

د په خپل زاړه، ډېر لفظي معنی کې، "بې حرمتي" د هغه شیانو لپاره د درناوي نشتوالي ته اشاره کوي چې سپیڅلي ګڼل کېږي، کوم چې د الهام وړ یا د درناوي وړ هر څه معنی لري، او همدارنګه هغه چلند چې ورته بې احترامي ښکاره کوي یا د دیني جرم لامل کېږي. [۳]

ریښه

د profane اصطلاح د کلاسیکې لاتین ژبې له profanus څخه ریښه اخلي، چې لفظي معنی یې "د معبد په مخکې (یا بهر)"،ده. په دې کې د pro معنی "بهر" او د fanum معنی "معبد" یا "سپېڅلی ځای" دی. د ۱۴۵۰ لسیزې په پیل کې د profane اصطلاح یا "مقدساتو ته سپکاوی" یا "د سیکولر موخې" مفهوم درلوده. سپکې سپورې دین یا دیني څېرو ته د سیکولري توهین په معنی وې، په داسې حال کې چې کفر ویل په دین او دیني څېرو ډېر شدید برید و، چې ګناه ګڼل کېده او په زیاتره مسیحي لوېدیځه نړۍ کې د خدای د لسو حکمونو څخه مستقیمه سرغړونه وه. همدارنګه، د انجیل ډېری آیتونه فحش ویل منع کوي. په ځینو هېوادونو کې، ډېری وختونه د سپکو سپورو یا سپکاوي کلمات کفري ریښې لري چې د عیسویانو له نفوذ وروسته د خدایانو او معبودانو له نومونو څخه بدعت ته واوښتې او داسې کارول کېږي لکه د فنلنډي ژبې مشهوره کلمه perkele (پلید روح) چې انګېرل کېږي د تندر د خدای یوکو (Ukko) اصلي نوم دی، چې د فنلنډي معبد د کافري دین ستر خدای دی. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

سپکې سپورې، د کفري سپکاوي په اصله معنی کې، د طنز د لرغوني دیني دود یوه برخه وه چې په خدای یا معبودانو یې خندل او هغوی یې مسخره کول: د دې یوه بېلګه، د خدایانو تر منځ خبرې، د لوسیان طنزي اثر دی. [۱۱]

انګلیسي ژبه

په انګلیسي ژبه کې، فحش کلمې او د لعنت کلمې لکه shit، همدارنګه په ډیر احتمال fuck جرمن ریښه لري، خو damn او piss له زړې فرانسوي او بالآخره لاتیني ریښې څخه راځي. ډېر تخنیکي او مؤدبه بدیلونه لاتیني ریښه لري، لکه د shit لپاره د defecate یا excrete  کلمات او د fuck لپاره د fornicate یا copulate کلمات. د انګلیسي ژبې د سپکو سپورو د دودیزې بڼې له امله چې تر ډېره حده جرمن ده، سپکې سپورې زیاتره په عامیانه ډول انګلو- ساکسون ګڼل کېږي چې د انګلیسي ژبې تر ټولو پخوانۍ بڼه ده. خو دا تل داسې نه ده. د "wanker" کلمه په بریتانیا کې سپکه ګڼل کېږي، خو د دې تاریخ یوازې د شلمې پیړۍ تر نیمایي پورې دی.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخچه

هغه کلمې چې اوس مهال سپکې سپورې ګنل کېږي په منځني پیړیو کې په انګلیسي ژبه کې معمول خبرې اترې وې. د الیزابیت په دوره کې، ځینې ننداره لیکونکي، لکه شکسپیر، په لویه کچه د دې کلمو د مستقیم کارولو څخه ډډه کوله، مګر نورو، لکه بېن جانسن، په خپلو ډرامو کې کارولې دي. ښایي د fuck کلمه په لومړي ځل په ۱۵مه پیړۍ کې په انګلیسي کې وکارول (پور) شوه، خو په د shit استفاده په انګلیسي کې خورا پخوانۍ ده، چې د پروتو-جرمن کلمې skit څخه ریښه لري، بیا په منځنۍ انګلیسي کې د schitte کلمې بدله شوه، چې د مدفوع په معنی ده او shiten فعل بڼه ده چې معنې مدفوع کول دي. یوه بله سپکه damn ده، چې ريښه یې په لاتیني ژبه کې ده او معنی خرابول ضرر روسول یا زیان رسول دي.  [۱۷][۱۸][۱۹]

څېړنه

د مستند شوو خبرو اترو شننه ښیي چې په منځنۍ کچه نږدې ۸۰ – ۹۰ کلمې چې یو کس په ورځني ډول کاروي - د ټولو کلمو ۰.۵٪ څخه تر ۰.۷ ٪ د لعنت کلمې دي، چې کارول یې له صفر٪ څخه تر ۳.۴٪ توپیر لري. د دې په پرتله، لومړي جمع متکم ضمیرونه (موږ، موږ ته، زموږ) د تکلمي کلمو ۱٪ جوړوي.[۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې د انګس ریډ عامه نظر (Angus Reid Public Opinion) له خوا په دریو هېوادونو کې ترسره شوې نظرپوښتنې وموندله چې کاناډایان د ملګرو سره د خبرو په وخت کې د امریکایانو او بریتانویانو په پرتله ډېر فحش کاروي، پداسې حال کې چې د کاناډایانو او امریکایانو په پرتله، ښایي بریتانویان د خبرو اترو په جریان کې نا آشنا فحش واوري. [۲۲]

فحش ځینې رواني دندې ترسره کوي، او ځانګړي ژبني او عصبي میکانیزمونه کاروي؛ دا ټول د څېړنې برخې دي. د نیویارک ټایمز لیکواله ناتالي انګیر وایي چې له وظیفوي اړخه ورته چلند په شامپانزیو کې لیدل کېدای شي، او کېدای شي زموږ په پوهېدو کې مرسته وکړي. انګیر دا هم وایي چې فحش ویل د غوسې د مدیریت لوی تخنیک دی، خو ښایي له نظر نه غورځویل شوی وي، چې "نارینه د ښځو په پرتله عموماً ډېر فحش وایي، مګر دا چې چې ښځې په خورلڼتوب کې وي، او د پوهنتون استادان د کتابتونونو یا د پوهنتون د ورځنۍ پاملرنې د کارمندانو په پرتله ډېر فحش وایي." [۲۳]

د کیلي پوهنتون څېړونکو ستیفنز، اټکینز او کینګستان وموندله چې فحش ویل د فزیکي درد اغېزې کموي. سټیفنز وویل "زه خلکو ته مشوره وکو چې کله ځان خوږ کړي، نو فحش د ووایي." خو فحش کلمو له حد زیات کارول دا اغېز ورکوي. د کیلي ټیم په ۲۰۱۰ کال کې خپلې څېړنې لپاره د اېګ نوبل (نه نوبل) د سولې جایزه وګټله. [۲۴][۲۵]

د الزایمر ناروغۍ د څېړنې په برخه کې د UCLA Easton مرکز کې د نیورولوژیستانو او ارواپوهانو یوې ډلې وړاندیز وکړ چې فحش ویل ښایي مرسته وکړي چې د الزایمر ناروغۍ څخه د مخکیني تندي د عقلي زوال (frontotemporal dementia) ناروغي توپیر کړو. [۲۶]

نیورولوژیست انتونیو داماسیو وایي چې د دماغ د ژبې برخو ته د زیان له امله د ژبې د له لاسه ورکولو تر څنګ، زیاتره ناروغانو لاهم د فحش ویلو توان درلود.[۲۷]

د رایټ ایالتي پوهنتون د څېړونکو یوې ډلې څېړنه کړې چې په آنلاین نړۍ کې ولې ځینې کسان په ټویټر کې د ټویټونو د راټولولو لپاره فحش وایي. دوی وموندل چې ښکنځل د منفي احساساتو، لکه خپګان (۲۱.۸۳٪) او غوسه (۱۶.۷۹٪) سره تړاو لري، په دې توګه په آنلاین نړۍ کې خلک اساساً د نورو په وړاندې د خپل خپګان او غوسه څرګندولو لپاره د فحش کلمات کاروي.[۲۸][۲۹]

د وارسا پوهنتون د څېړونکو یوې کثیرالرشتوي ډلې د دوه ژبو متکلمو د فحش ویلو په اړه، او دا چې څنګه په بهرنۍ ژبه کې فحش ویل اسانه دي، څېړنه کړې او دا یې وموندله چې دوه ژبو د سپکو سپورو شدیت هغه زیاتیږي چې دوی دوهمې ژبې ته واوړي، خو کله چې دوی لومړۍ ژبې ته اوړې نو نرم وي. دا دواړه له احصایوي اړخه په پراخه کچه یوازې د دودیز ننګ له امله را منځ ته کېدل، چې ساینس پوهان یې دې پایلې ته ورسول چې دوهمې ژبې ته اوښتل دوی له ټولنیزو نورمونو او محدودیتونو (که هغه د دوی خپل وي یا په ټولنیز ډول تحمیل شوي) لکه سیاسي سموالي، څخه مستثنی کوي، او دوی د فحش ویلو او سپکاوي لپاره ډېر لېواله کوي.[۳۰]

ډولونه

د سټیفن پنکر په وینا، د فحش ویلو پنځه ممکنه دندې شتون لري: [۳۱]

  • توهین کوونکي فحش، د ځورولو، ډارولو یا بل ډول احساساتي یا رواني زیان رسولو په موخه دي
  • نرم کوونکي فحش، د درد یا بدمرغۍ په ځواب کې کارول کېږي
  • مغایر فحش، د دې لپاره کارول کېږي چې وینا کوونکی د موضوع په اړه منفي فکر کوي او اوریدونکي مجبوروي چې ورته فکر وکړي.
  • تاکیدي فحش، د هغه څه په اړه د زیاتې پاملرنې د جذب لپاره کارول کېږي چې د ډېرې پاملرنې وړ انګېرل کېږي
  • عامیانه فحش، چې د کومې ځانګړې موخې لپاره نه کارول کېږي، خو دا په ګوته کوي چې د وینا کونکي او اوریدونکي ترمنځ خبرې او اړیکه غیر رسمي دي.

بده خوله، چې کله ناکله د تیک اختلالاتو ځانګړتیا ده، غیر ارادي ښکنځل یا د فحش کلمو غیر ارادي وینا یا په ټولنیز ډول ناوړه او سپکوونکې څرګندونې دي. په دې کې هغه کلمې او جملې راځي چې له دودیز اړخه تابو یا منع دي یا د ټولنیزې کارونې لپاره عموماً د منلو یا مناسبې ندي. دا اصطلاح د شرایطو سره سم د فحش ویلو لپاره نه کارول کېږي. په خپله خوښه له سپکو سپورو څخه، دا د ځینې ځانګړتیاو له مخې توپیر کېږي، لکه د خبرو اترو بهیر کې مداخله، د نورمال غږ په پرتله په آواز او غږ کې توپیر، بل ډول فریکونسۍ چې د اضطراب په حالت کې پورته کېږي، او د دماغ د اختلالاتو اړوند ستونزې. دا معمولا د ټولنیز یا احساساتي چاپېریال څخه بهر څرګندېږي، او ښایي د عادي خبرو اترو په پرتله په لوړ غږ یا بل ډول غږ یا زیر او بم څرګند شي. کېدای شي یوه کلمه وي، یا پیچلې عبارات وي.  [۳۲][۳۳]

سرچينې