سايره

Carduelis carduelis
سايره
مملکهژوی
عمومي بڼېChordata
ځانتياوي بڼېشمزۍ لرونکي ژوي
طبقهمرغان
لاندي طبقهالوتونکی مرغان
طایفهمرغۍ
کورنۍFringillidae (توت خوره)
جنسCarduelis ( سايره)

سايره یا اروپایي سايره، معمولي سايره (علمي نوم: Carduelis carduelis) د کوچنيو مرغانو څخه دي چې د Fringillidae په کورنۍ او د Carduelis په جنس پورې اړه لري. نوموړي مرغۍ په اروپا (برته له سکاندیناوی نه)، آسیا او شمالي افريقا کې ژوند کوي. اوږدوالي یې ۱۲ سانتيمتره او وزن يې ۱۶ گرامه دي. اروپایي سايره قوي گلابي مښوکه اوږدي وزرونه او نسواري پښې لري. بدن یې رنگي دي. سايرې د مې څخه تر اگسټ پورې په ځنگلونو کې ځاله کوي. ښځينه هر کال ۳ - ۶ هگۍ لري. ښځينه او نارينه ۱۱ - ۱۴ ورځه پر خپلو هگو باندي کښېنی. بجې ۱۳ - ۱۵ ورځه تر زیږیدلو وروسته ځاله پرېښودي.

د اروپایي سايرې ډولونه

  • C. c. balcanica - (سهيلي اروپا)
  • C. c. brevirostris - (کريما، قفقاز)
  • C. c. britannica - (بریتانیا)
  • C. c. carduelis - (اروپا)
  • C. c. loudoni - (قفقاز، ايران)
  • C. c. majora - (سیبریا)
  • C. c. niediecki - (آسیا، افريقا)
  • C. c. parva - (اټاليا)
  • C. c. tschusi - (کورسیکا، سردينيا)