رابرټ پ. جورج

رابرټ پیتر جورج (په انګلیسي: Robert Peter George؛ پيدایښت: ۱۰-جولای-۱۹۵۵ز) یو امریکایي حقوقي عالم، سیاسي فیلسوف او عامه روښاندی دی چې په پرنسټن پوهنتون کې د فقې شپږم مک‌کورمیک پروفیسور او د امریکایي ارزښتونو او بنسټونو د جېمز مَډیسن پروګرام مدیر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د اساسي قانون د ژباړې/تفسیر، مدني ازادۍ، د قانون فلسفې او سیاسي فلسفې په هکله ویناوې کوي. جورج په مذهب کاتولیک دی او د متحده ایالاتو له مخکښو محافظه‌کارو روښاندو څخه ګڼل کېږي.[۳]

رابرټ پ. جورج
رابرټ پ. جورج
رابرټ پ. جورج

د شخص معلومات
پيدايښت۱۰ جولای ۱۹۵۵
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)

ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عملي ژوند
کار/مسلکفیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انګليسي ژبه [۱][۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په پرېنستون کې پر استادۍ سربېره، په ویترسپون انسټیتوت کې د «هربرت ډبلیو وان» ډېر ښه همکار او په پېپرډاین پوهنتون کې د عامه سیاست په برخه کې د «رونالد ریګن» او په حقوقو کې د «نوتبار» ممتاز لارښود او استاد ؤ. ډېري وخت د هاروارد په حقوقو پوهنځي کې د مېلمه استاد په توګه ونډه اخېستله.[۴]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړه

جورج په خټه سوریایي او ایټالیایي او په ۱۰-جولای-۱۹۵۵ز کې زېږېدلی دی. د سکرو ډبرو د کان د کډوالو لمسی او د لوېدیځې وېرجینیا په مورګان‌ټاون کې لوی شوی دی.[۵][۶][۷]

خپل لېسانس یې په سوارت‌مور کالج، د حقوقو ډوکتورا یې د هاروارد په حقوقو پوهنځي، MTS (د الهیاتو ماسټري) یې د هاروارد په الهیاتو پوهنځي، او DPhil (د فلسفې ډوکتورا) یې د آکسفورډ په نیوکالج کې ترلاسه کړې ده. په آکسفورډ کې د ډوکتورا محصل په توګه، د جان فینیس تر نظر لاندې یې د حقوقو فلسفه ولوستله او د فقې استاد په توګه یې په نیوکالج کې خدمت ترسره کړی دی. د فلسفې ډوکتورا په سرته رسولو سره یې له آکسفورډ پوهنتون څخه دوه مافوق ډوکتورا سندونه ترلاسه کړل، یو DCL او یو DLitt. [۸][۹][۱۰][۱۱]

اکاډمیک ژوند

جورج په ۱۹۸۵ز کې په پرېنستون پوهنتون کې د استاد په توګه وګومارل شو او په راتلونکي کال کې د یوې ازمایښتې دورې په لړ کې د پروفیسور اسیستانت شو. له ۱۹۸۸ تر ۱۹۸۹ز پورې یې رخصتي واخېسته او په آکسفورډ پوهنتون کې د مېلمه استاد په توګه یې حقوق تدریس کړل او د «د وګړو اخلاق‌جوړونه: مدني ازادۍ او عامه اخلاق» تر سرلیک لاندې کتاب باندې یې کار وکړ. جورج په ۱۹۹۴ز کې، په پرېنستون کې د دایمې استاد په ډول، د پوهنوالۍ معادلې رتبې ته او په ۱۹۹۹ز کې یې پوهاندۍ ته ترفېع وکړه او د مک‌کورمیک حقوقي څوکۍ یې خپل کړه چې په دغه بست کې پخوا وودرو وېلسن، اِدوارد س. کوروین، ویلیام ف. ویلوبي، او والټر ف. مورفي کار کړی ؤ. جورج په ۲۰۰۰ز کې، په پرېنستون کې د «په امریکایي زده‌کړو موسسو کې جېمز مدیسن پروګرام» رامنځ‌ته کړ او دم‌مهال تر ۲۰۲۱ز پورې د نوموړي پروګرام د مدیر په توګه فعالیت کوي. په داسې حال کې چې جورج دغه پروګرام محافظه‌کاره نه‌بولي، په رسنیو کې خپرې شوې مقالې دغه پروګرام د محافظه‌کارو مفکورو ملاتړ کوونکي په توګه ښیي.[۱۲][۱۳][۱۴]

کورنېل وېست

جورج او کورنېل وېست – یو کیڼ‌اړخه مخکښ روښاند – سره نږدې ملګري وو او په وار، وار سره یې سره بحثونه درلودل. دغه دوه په بېلابېلو پوهنتونونو او کالجونو کې په ګډه راڅرګند شوي دي او د اکاډمیکو موسسو د حقیقت‌موندنې پلاوي په توګه، د مدني سکالوګانو او د بیان ازادۍ د پراخ مفهوم په هکله یې ډېرو بحثونو کې ګډون کړی دی. په مېدل‌بري کالج کې د یوه رابلل شوي ویناوال له‌خوا د نارو په ځواب کې، جورج او کورنېل د ۲۰۱۷ز کال په مارچ میاشت کې د «حقیقت‌موندنه، دېموکراسي او د بیان او فکر ازادي» لیکنه خپره کړه؛ د ملي رسنۍ له‌خوا د دغې لیکنې بیا خپرېدو ته اجازه ورنه‌کړل شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سیاسي فعالیت

جورج دوه ځلي د لوېدیځې ویرجینیا د دېمواکرت ځوانانو د کنفرانس مشر په توګه خدمت وکړ او په ۱۹۷۶ز کې یې د بلونج استازي په توګه، په دېموکراتیک ملي کنوانسیون کې ګډون کړی دی. هغه د جنین قانوني سقط او د هغه عمومي مالي تامین په تړاو، دېموکراتیک ګوند د یوه غښتلي ملاتړ کوونکي په توګه پېژانده او سره له‌دې، په اپالاشیا او نورو ټیټو عوایدو لرونکو کلیو او ښاري سیمو کې یې د دولتي ټولنیزې رفاهي پروژو اغېزمنتیا ته یې د شک په سترګه کتل، همدا راز د جنین د سقط په هکله یې ځانګړي لیدلوري درلودل؛  همدا لاملونه وو چې دېمواکراتیک ګوند یې پرېښود او ښي‌اړخی شو.[۲۱]

جورج په ۲۰۰۹ز کې د «امریکایي اصولو پروژې» بنسټ کېښود چې موخه یې د خپلو مفکورو په هکله د خلکو د یو غورځنګ رامنځ‌ته کول وو. هغه د «ودونو لپاره ملي سازمان» د مشر، د همجنس‌پالو د مخالفې ډلې مدافع، او تجدیدي ټولنې د بنسټ اېښودونکي پلاوي په توګه پاتې شوی دی؛ نوموړې ټولنه، له جنسي قاچاق او ښځو او ماشومانو څخه له سوداګرۍ زبېښاک سره د مبارزې په موخه رامنځ‌ته شوې ده.[۲۲]

افتخاري لاس‌ته راوړنې

د ۲۰۰۸ز کال د ډسمبر پر اتمه، جورج د سپینې ماڼې په ځانګړي دفتر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له‌خوا د ولسمشرۍ اتباعو مډال ترلاسه کړ. له نورو لاس‌ته راوړونو څخه یې کېدای شي د پولنډ جمهوریت د بشري حقونو د دفاع لپاره افتخاري مډال، د مذهبي ازادۍ لپاره د بکِت صندوق کانتربري مډال، د امریکا د امناوو او اکاډمیکو فارغانو لپاره د فیلیپ مېریل جایزه، د امریکا د تشبُث انسټیتوت لپاره د اېروېنګ کرېستوال جایزه، د پوهانو د ملي ټولنې لپاره د سېدني هوک جایزه، د حقوقو او عامه پالیسۍ فدرالې ټولنې لپاره د پاول باتور جایزه او د ممتاز تدریس لپاره د پرېنستون پوهنتون مشر جایزې ته اشاره وشي. د هغه د افتخاري رتبو شمېر نولسو ته رسېږي، له هغې جملې څخه یوه یې هم افتخاري ډوکتورا ده چې په ۲۰۱۷ز کې د سپانیا د بارسلونا ښار د «ابات اولیبا CEU پوهنتون» له‌خوا ورته ډالۍ شوه. همدا راز په ۲۰۱۷ز کې، بېلور پوهنتون «په ایمان، اخلاقو او عامه پالیسي کې د رابرټ پ. جورج نوښت» په واشنګټن ډي‌سي کې د بېلور د پروګرام یوې برخې په توګه په لاره واچوله. په ۲۰۲۰ز کې دغه نوښت د دالاس پوهنتون او د امریکا د تشبُث انسټیتوت ګډې پروژې ته واوښت.[۲۳][۲۴][۲۵]

آثار

کتابونه

  • د طبیعي قانون تیوري: نومهالې مقالې؛ ۱۹۹۲ز.
  • د خلکو اخلاق‌جوړونه؛ ۱۹۹۵ز.
  • طبیعي قانون او اخلاقي څېړنه: د جرمېن ګریسېز په اثر کې اخلاق، مېتافزیک او سیاست؛ ۱۹۹۸ز.
  • د طبیعي قانون په دفاع کې؛ ۱۹۹۹ز.
  • د قانون خپلواکمني: د قانوني اثبات‌پالنې په اړه مقالې؛ ۱۹۹۹ز.
  • طبیعي قانون او عامه عقل؛ ۲۰۰۰ز.
  • په اساسي حقوقو کې سترې لانجې؛ ۲۰۰۰ز.
  • د ارتودوکسانو اختلاف؛ ۲۰۰۱ز.
  • طبیعي قانون، لېبرالیزم او اخلاق؛ ۲۰۰۰ز.
  • د اساسي قانون سیاست: د اساسي قانون په تسوید، تعدیل او بدلون په هکله مقالې؛ ۲۰۰۱ز.
  • د واده معنی: کورنۍ، دولت، بازار او اخلاقیات؛ ۲۰۰۶ز.
  • په نومهالو اخلاقو او سیاست کې د وجود ځاني دوه‌ګونواله؛ ۲۰۰۷ز.
  • جنین: د انسان له ژوندون څخه یوه دفاعیه؛ ۲۰۰۸ز.
  • ټولیز اخلاق: روان بحثونه؛ ۲۰۰۹ز.
  • واده څه دی؟ ښځه او نارینه: یوه دفاعیه؛ ۲۰۱۲ز.
  • وجدان او د هغه دښمنان: د لېبرال سیکولریزم جزمیاتو سره مقابله؛ ۲۰۱۳ز.
  • ذهن، زړه او اروا: روښاندي او روم ته لار (له ر. ژ. سنېل سره)، ۲۰۱۸ز.

سرچينې