رابرټ اې. هاینلاین

رابرټ انسن هاینلاین (/ˈhaɪnlaɪn/؛ زوکړه د ۱۹۰۷ز کال د جولای ۷ مه—مړینه د ۱۹۸۸ز کال د مې ۸ مه) یو امریکایي علمي تخیلي لیکوال، د هوا-فضا انجنیر او سمندري افسر و. نوموړی چې کله-کله "د علمي تخیلي لیکوالانو مشر" بلل کېږي، هغه په خپلو تخیلي کیسو کې په علمي دقت د ټینګار کوونکو سرلاری او په دې بنسټ د سخت علمي تخیلي فرعي-ژانر سرخېل و. د هغه خپاره شوي اثار دواړه هم تخیلي او هم غیر-تخیلي د وړتیا د تحسین څرګندونه کوي او د انتقادي فکر په ارزښت ټینګار کوي. د نوموړي طرحو ډېری پاروونکي حالتونه مطرح کړل چې دودیز ټولنیز عنعنات یې وننګول. د هغه اثارو همدارنګه علمي تخیلي ژانر او په عمومي توګه معاصر کلتور اغېزمن کړ.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲] 

رابرټ اې. هاینلاین
رابرټ اې. هاینلاین
رابرټ اې. هاینلاین

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۷ جولای ۱۹۰۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه8 مې 1988 (81 کاله)[۲][۶][۴][۵][۳][۷][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملزړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکليکوال [۱۳][۱۴]،  سکرين ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهانګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انګليسي ژبه [۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهادبيات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رابرټ اې. هاینلاین
رابرټ اې. هاینلاین

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هاینلاین یو له هغو لومړنیو امریکایي علمي تخیلي لیکوالانو څخه و چې، د ۱۹۴۰ز لسیزې په ورستیو کې یې د دي ساترډې ایوینیګ پوسټ غوندې مشهورو مجلو ته لاره ومونده. هغه د څو لسیزو لپاره د ډېر-پلور لرونکو ناول لیکونو په نوملړ کې شامل و او هغه، اسحاق اسیمو او ارتر سي. کلېرک اکثره د انګلیسي ژبې د علمي تخیلي "درې ستر" لیکوالان بلل کېږي. سټرینجر این اې سټرینج لنډ (Stranger in a Strange Landسټارشیپ ټروپرس (Starship Troopers) (چې میکا (mecha ) او سپېس مېرین (space marine) دواړو علمي تخیلي ژانر ته په بڼه ورکولو کې یې مرسته وکړه) او سپوږمۍ یوه سخت زړې معشوقه ده (The Moon Is a Harsh Mistress) د هغه مشهور اثار دي. د هغه اثار کله-کله لانجمن اړخونه لري، لکه په سپوږمۍ یوه سخت زړې معشوقه ده اثر کې، په یو وخت د څو ښځو یا مېړونو سره واده (ډېرودون)، په سټارشیپ ټروپرس کې جنګي سیاست او په تکنالوژیکه توګه د ښځو فني کریکټرونه چې هیبت ناکه وو، خو بیا یې هم اکثرو ښځینه کلیشه درلوده—لکه فرایډې.     [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هاینلاین چې د علمي تخیلي لنډو کیسو لیکوال هم و، په اسټانډینګ ساینس فیکشن مجله کې د جان ډبلیو. کامپبیل د خپرونو ادارې (۱۹۳۷ز—۱۹۷۱ز) د لیکوالانو په ډله کې یې شهرت ترلاسه کړ، که څه هم چې هاینلاین د کامپبیل په واسطه د خپلو لیکنو د اغېزمنېدل رد کړي دي.

هاینلاین خپل علمي تخیلي ژانر د پاروونکو ټولنیزو او سیاسي افکارو د راسپړلو د لارې په توګه او د دې اټکل کولو لپاره چې د ساینس او انجینري په برخه کې پرمختګ به د سیاست، نژاد، دین او جنسیت راتلونکي ته کومه بڼه ورکړي، کاراوه. هاینلاین د خپلو علمي تخیلي کیسو په چوکاټ کې، بیا-بیا ځینې ټولنیز موضوعات مخاطب کړي دي: د فردي ازادۍ او په ځان په باور اهمیت، د جنسي اړیکو ماهیت، د افرادو ټولنیز مکلفیت، په کلتور او حکومت د منظمو دینونو اغېز او د بې دینۍ افکارو د ځپلو لپاره د ټولنې تمایل. هغه د انسان په دود و دستور د فضایي سفر د اغېزو په اړه هم اټکل کړی دی.  [۲۹]

په ۱۹۷۴ز کال کې، هاینلاین لومړنی شخص دی چې د علمي تخیلي لیکوالانو د استاد لقب او جایزه ورکړل شوه [دا جایزه هر کال یوه ژوندي لیکوال ته، نورو هغه په نسبت د غوره لیکنو په پار ورکول کېږي چې پیل یې په ۱۹۷۴ز کال کې وشو.]. د نوموړي څلورو ناولونو د هوګو جایزه وګټله. سربېره پر دې، له خپرېدو پنځوس کاله وروسته، د هغه اووه اثارو د "ریټرو هوګو" جایزه وګټله—یادې جایزې د هګو جایزې له منځته راتګ مخکې د هغه د خپرو شوو اثارو لپاره نوموړي ته ورکړل شوې. هاینلاین په خپلو تخیلي اثارو کې نوي اصطلاحات وکارول چې وروسته د انګلیسي ژبې برخه وګرځېدله، لکه؛ ګروک (grok)، والډو (waldo ) او سپیکولېټیو فیکشن (speculative fiction) او همدارنګه یې موجودې اصطلاحګانې لکه "ټانسټافل (TANSTAAFL)"،"پې ایټ فارورډ (pay it forward)" او "فضایي بېړۍ (space marine)" عامې کړې. نوموړي همدارنګه د "ډرافټینګ ډان (Drafting Dan)" سره د کمپیوټر-په-مرسته ډیزاین (computer-aided design) وړاندوینه کړې وه او په خپل ناول له  دې افق ورهاخوا (Beyond This Horizon) کې یې د اوبو-تخت (waterbed ) یوه نوې بڼه توضیح کړې وه. نوموړي د فضا پوځي محصل (Space Cadet ) ناول په لومړي فصل کې ۳۵ کاله وړاندې د موټرولا شرکت له اختراع څخه د ګرځنده ټېلیفون وړاندوینه کړې وه. د هاینلاین د ډېرو اثارو په منځپانګه فلمونه او تلویزوني پروګرامونه جوړ شول. [۳۰]

ژوند

پیدایښت، ماشومتوب او لومړنۍ زده کړې

هاینلاین چې د ۱۹۰۷ز کال د جولای په ۷ مه نېټه، د میسوري په بټلر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ریکس آیوار هاینلاین (چې یو محاسب و) او بام لایل هاینلاین په اووه اولادونو کې درېیم و. نوموړی د الماني الاصله-امریکایانو له شپږم نسل څخه و؛ د کورنۍ د دود په توګه هاینلاینیانو د امریکا په هره جګړه کې برخه اخیستې وه، چې لومړۍ هغه یې د خپلواکۍ جګړه وه.[۳۱]

نوموړي خپل ماشومتوب د میسوري په کانزاس ښار کې تېر کړ. د یاد ځای او وخت منظرې او ارزښتونو (د هغه په خپلو لفظونو، "بایبیل بیلټ") د هغه په تخیل خورا اغېز وکړ، په ځانګړې توګه د نوموړي په ورستیو اثارو کې، لکه څرنګه چې هغه په خپلو اثارو لکه د مینې لپاره کافي وخت (Time Enough for Love) او له لمر لوېده څخه ورهاخوا بېړۍ چلونه (To Sail Beyond the Sunset) کې د چاپېریال او کلتوري اتموسفیر د منعکس کولو لپاره له خپل ماشومتوبه ډېره ګټه اخیستې وه. په ۱۹۱۰ز کال کې د هالي لکۍ لرونکي ستوري ظهور د هاینلاین چې په هغه وخت کې ماشوم و، د ستور پوهنې سره عمري علاقه پیدا کړه.    [۳۲][۳۳]

کورنۍ  یې کالج ته د هاینلاین د لېږلو مالي توان نه درلود، نو ځکه هغه په نظامي اکاډمۍ کې د داخلې اخیستلو په لټه کې شو. کله چې هاینلاین په ۱۹۲۴ز کال کې له مرکزي عالي لېسې څخه فارغ شو، هغه ته د متحده ایالاتو د سمندریز پوځ اکاډمۍ کې داخله ور نه کړل شوه، ځکه چې مشر ورور یې ریکس په یاده اکاډمۍ کې زده کوونکی و او د یادې اکاډمۍ قانون داسې و چې په هممهاله توګه له یوې کورنۍ څخه څو غړو په کې زده کړې نه شوې کولای. هغه د یادې اکاډمۍ په ځای د کانزاس ښار په کمیونیټي کالج کې داخله واخیسته او د میسوري د سناتور جېمز اې. ریډ څخه یې د سمندري ځواک په اکاډمۍ کې په کلکه د داخلې غوښتنه وکړله. تر یوه حده د پینډرګاسټ ماشین د اغېز له امله، د ۱۹۲۵ز کال به جون کې د سمندري ځواک اکاډمۍ هغه ته داخله ورکړه؛ هاینلاین وروسته وویل چې ریډ هغه ته ویلي وو چې، هغه ۱۰۰ سپارښتنلیکونه درلودل، ۵۰ د نورو نوماندانو د نوماندۍ لپاره او ۵۰ د هاینلاین لپاره.   [۳۴][۳۵]

سمندري ځواک

د متحده ایالاتو په سمندریز ځواک کې د هاینلاین تجربې د هغه په کریکټر یا شخصیت او لیکنو قوې اغېز وکړ. نوموړی په ۱۹۲۹ز کال کې د سمندریز ځواک له اکاډمۍ څخه د هنرونو په برخه کې د انجینرۍ د شاوخوا لیسانس معادل سند سره فارغ شو (یادې اکاډمۍ په هغه وخت کې سند نه ورکاوه). هغه په علمي توګه په خپل ټولګي کې پنځم نمره و، خو د نظم د نه مراعت کولو له امله یې د ۲۴۳ زده کوونکو ترمنځ ۲۰ مه درجه خپله کړه. د متحده ایالاتو سمندري ځواک له فراغت لږ وروسته هغه د بیرغ وړونکي په توګه په دنده وګوماره. نوموړي په یو ایس ایس لکسینګټون الوتکه لږېدونکې بېړۍ کې د دندې پر مهال چې په راډیو یي مخابراتي اړیکو کې یې کار کاوه—د هم هغه وخت یو ډول تکنالوژي وه چې اوس هم په ابتدایي پړاو کې ده، د دویم بریدمن پیل-کاره مامور رتبې ته ترفیع وکړه. د یادې بېړۍ کپتان ایرنیسټ جې. کینګ د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د سمندریزو عملیاتو مشر او د متحده ایالاتو د جنګي بېړیو د ډلې سر قوماندان شو. پوځي تاریخ لیکونکو د هاینلاین سره د هغه په ورستیو کلونو کې په کراتو مرکې وکړې او له هغه څخه یې د کپتان کینګ په اړه او د متحده ایالاتو د لومړۍ عصري الوتکه لېږدوونکې بېړۍ د قوماندان په توګه د هغه د چوپړتیاوو په اړه پوښتنې وکړې. هاینلاین همدارنګه په ۱۹۳۳ز کال او ۱۹۴۳ز کال کې په یو ایس ایس راپر ویجاړوونکې بېړۍ کې د سمندریزې توپخونې د افسر په توګه خدمت وکړ چې د دویم بریدمن رتبې ته یې ترفیع وکړه. د هغه ورور لاورینس هاینلاین د متحده ایالاتو په پوځ، د متحده ایالاتو په هوایي ځواک او د میسوري په ملي ګارډ کې دندې ترسره کړې او په ملي ګارډ کې د ستر جنرال تر رتبې ورسېده.    [۳۶][۳۷]

ودونه

هاینلاین په ۱۹۲۹ز کال کې د کانزاس ښار سره تړاو لرونکې ایلینور کوري سره واده وکړ، خو یاد واده یو کال دوام وکړ. په ۱۹۳۲ز کال د لیسلاین مکډونلډ (زوکړه ۱۹۰۴ز کال—مړینه ۱۹۸۱ز کال) سره د هغه دویم واده ۱۵ کاله دوام وکړ. د هاینلاین د ملګري مرستیال امیرالبحر کال لېنینګ په وینا مکډونلډ "په حیرانوونکي ډول ځیرکه، ډېره لوستې او په بې ساري ډول لیبراله وه، له دې سره-سره ثبت شوې جمهوري غوښتونکې وه"، په داسې حال کې چې اسحاق اسیمو وروسته هاینلاین، هغه وخت، "سخت لیبرال" بللی و. (دا برخه وګورئ: د رابرټ هاینلاین سیاستونه. په انګلیسي: Politics of Robert Heinlein.) [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې