د کمپيوټر انجنیري

د کمپیوټر انجنیري د انجنیرۍ یوه څانګه ده چې د هارډویر او سافټویر د پراختیا لپاره د اړین کمپیوټر ساینس او برېښنايي انجنیرۍ ګڼې برخې په کې راځي. د کمپیوټر انجنیران د سافټویر انجنیرۍ یا برېښنايي انجنیرۍ پر ځای معمولاً د الکټرونیک انجنیرۍ، د سافټویر د ډیزاین او د هارډویر او سافټویر د یوځای کولو په برخو کې زده‌کړې کوي. د کمپیوټر انجنیران له مایکرو کنټرولرونو، مایکرو پروسسرونو، شخصي کمپیوټرونو او سوپر کمپیوټرونو نیولې تر سرکټ ډیزاین (circuit design) پورې د هارډویر او سافټویر په ډېرو اړخونو کې ښکېل دي. دغه څانګه نه یوازې دا چې د کمپیوټري سیستمونو د کار پر ډول تمرکز کوي، بلکې په لویه کچه کې یې د ادغام پر ډول هم تمرکز لري.[۱][۲]

هغه معمول کارونه چې د کمپیوټر انجنیران په کې ښکېل دي، د ځای پر ځای شویو مایکرو کنټرولرونو لپاره د سافټویر او عملیاتي سیستم لیکنه، د وي.اېل.اېس.ای چېپونو (VLSI chips) ډیزاین، د انالوګ سېنسرونو ډیزاین، د مختلط سېګنال د سرکټ بورډونو ډیزاین او د عملیاتي سیستم ډیزاین دي. د کمپیوټر انجنیران د روباتیکو څېړنو لپاره هم مناسب دي چې د موتورونو، اړیکو او سېنسرونو په څېر الکتریکي سیستمونو د کنټرول او نظارت لپاره د ډيجیټل سیستمونو پر کارولو تکیه دي.

د لوړو زده‌کړو په ډېریو مؤسسو کې د کمپیوټر د انجنیرۍ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو په لومړي او وروستي کال د ژورو تحصیلي برخو د انتخابولو اجازه ورکول کېږي، ځکه چې د کمپیوټرونو د ډيزاین او کارولو لپاره اړینه پوهه د لېسانس سند تر محدودې لویه ده. نورې مؤسسې ښايي د انجنیرۍ له زده‌کوونکو وغواړي چې د خپل اصلي تخصص په توګه د کمپیوټر تر انجنیرۍ وړاندې یو یا دوه کاله عمومي انجنیري ولولي. [۳][۴][۵][۶]

تاریخچه

د کمپیوټر انجنیري په ۱۹۳۹ کال کې هغه مهال پیل شوه چې «جان وینسنټ اټاناسوف» او «کلیفورډ بري» د فزیک، ریاضیاتو او برېښنايي انجنیرۍ له لارې د نړۍ د لومړني الکترونیکي ډیجیټل کمپیوټر پر جوړولو پیل وکړ. جان وینسنټ اټاناسوف یو وخت په ایووا ایالتي پوهنتون کې د فزیک او ریاضیاتو استاد و او کلیفورډ بري د برېښنايي انجنیرۍ او فزیک له څانګې فارغ و. دوی دواړو د اټاناسوف-بري (Atanasoff-Berry) په نامه کمپیوټر جوړ کړ چې د (ABC) په نامه هم پېژندل کېږي. د دغه کمپيوټر بشپړېدو پنځه کاله وخت ونیو. که څه هم اصلي ABC کمپیوټر په ۱۹۴۰مو کلونو کې له کاره ولوېد او له کارولو څخه یې لاس واخیستل شو، خو مخترعانو ته یې د درناوي لپاره په ۱۹۷۷ کال کې یوه کاپي جوړه شوه چې د څېړونکو او انجنیرانو یوې ډلې کار په کې وکړ او د جوړولو لپاره یې څلور کاله او ۳۵۰۰۰۰ ډالره مصرف شول. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د کمپوټر انجنیرۍ د زده‌کړو تاریخچه

د کمپیوټر انجنیرۍ د سند لومړنی پروګرام په ۱۹۷۱ کال کې په متحدو ایالتونو کې د اوهایو په کلیولنډ کې په «کیس ویسټرن ریزرو» پوهنتون کې پیل شو. له ۲۰۱۵ کال راهیسې په متحدو ایالتونو کې د کمپيوټر د انجنیرۍ ۲۵۰ پروګرامونه موجود دي. د کمپيوټر د انجنیرۍ پوهنځیو ته اعتبار د بېلابېلو هغو مرکزونو له‌خوا ورکول کېږي چې د EQANIE شبکې برخې دي. د هغو انجنیرانو شغلي اړتیاوو ته په کتو سره چې کولای شي په هم‌مهاله ډول هارډویر، سافټویر، عملیاتي سیستم او بېلابېل نور کمپيوټري سیستمونه مدیریت کړای شي، په نړیواله کچه ځینې مؤسسې د لېسانس سند په کچه زده‌کړې وړاندې کوي چې عموماً د کمپيوټر انجنیري بلل کېږي. د کمپیوټر انجنیرۍ او برېښنايي انجنیرۍ دواړو په درسي نصابونو کې د انالوګ او ډیجیټل سرکټونو ډیزاین شامل دی. د انجنیرۍ د نورو څانګو په څېر د کمپیوټر په انجنیرۍ کې هم د ریاضیاتو او ساینس په اړه سمه پوهه لرل اړین دي.[۱۸][۱۹]

زده‌کړې

د کمپيوټر انجنیري په ځینو پوهنتونونو کې د کمپيوټر ساینس او انجنیرۍ په نامه پېژندل کېږي. د کمپیوټر انجنیرۍ د لومړنۍ کچې ډېری دندې لږ تر لږه په کمپیوټر انجنیرۍ (یا کمپيوټر ساینس او انجنیرۍ) کې د لېسانس سند ته اړتیا لري. په معمول ډول باید یو شخص ریاضیات لکه حساب، الجبر او مثلثات او د کمپیوټر ساینس ځينې کلاسونه زده کړي. کله ناکله د دغو دوو څانګو د ډېر ورته‌والي له امله د برېښنايي انجنیرۍ سند هم منل کېږي. دا چې د هارډویر انجنیران معمولاً د کمپيوټر د سافټویر سیستمونو په مرسته کار کوي، نو د کمپيوټر په پروګرامېنګ کې هم باید قوي مخینه ولري. د کمپيوټر انجنیرۍ څانګه برېښنايي انجنیرۍ ته ورته ده، خو د کمپيوټر ساینس ځینې درسونه درسي پروګرام ته ور اضافه شوي دي. ځینې لوی شرکتونه یا تخصصي دندې د ماسټرۍ سند غواړي.[۲۰]

د کمپيوټر انجنیرانو ته دا هم مهمه ده چې د ټکنالوژۍ له چټکو پرمختګونو سره ګام په ګام روان وي. له دې امله ډېری دغه انجنیران د کاري دورې په جریان کې زده‌کړه کوي. دا کار ښايي ګټور وي، په تېره هغه مهال چې خبره د نویو مهارتونو د زده کولو یا د شته مهارتونو د ښه کولو وي. د بېلګې په توګه د سافټویر په پراختیا کې چې د یوې ستونزې د حل لګښت څومره ډېرېږي، کېدای شي د سافټویر تر خپرولو وړاندې د باکیفیته کوډ په جوړولو او ازمېښت سره ډېر لګښتونه سپما شي.[۲۱]

د کار ساحه

د کمپیوټر په انجنیرۍ کې دوې لویې برخې دي: هارډویر او سافټویر.

د کمپيوټر هارډویر انجنیري

د کار د شمېرو ادارې (BLS) له مخې د کمپیوټر د هارډویر انجنیرانو لپاره د دندو په لرلید کې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې لس کلنه وده شاوخوا ۲ سلنه او په ټولیز ډول د کمپیوټر په هارډویر انجنیرۍ کې ۷۱۱۰۰ دندې اټکل شوې دي. دغې ادارې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د کمپیوټر د هارډویر انجنیرۍ وده ۳ سلنه او په ټولیز ډول په دې برخه کې دندې ۷۷۷۰۰ اټکل کړې وې. دغه اټکل له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د شوي اټکل په نسبت ۷ سلنه او له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د شوي اټکل په نسبت ۹ سلنه کموالی لري. دا مهال د کمپیوټر هارډویر برخه له الکتروینک او کمپیوټر انجنیرۍ سره برابره ده او په ډېرو فرعي برخو وېشل کېږي. تر ټولو مهمه برخه یې د ځای پر ځای شوي سیستم ډیزاین دی.[۲۲]

د کمپيوټر سافټویر انجنیري

د متحدو ایالتونو د (BLS) ادارې له مخې "وړاندوېینه کېږي چې د کمپیوټر د اپلیکېشنونو سافټویر انجنیران او د کمپیوټري سیستمونو سافټویر انجنیران به هغه دندې وي چې تر نورو به چټکه وده کوي". په ۲۰۱۴ کال کې د کمپيوټر د سافټویر انجنیرانو لپاره لس کلنه وده ۱۷ سلنه اټکل شوې وه او پر همدغه کال په دې برخه کې په ټولیز ډول ۱۱۱۴۰۰۰ دندې موجودې وې. په دغه شمېر کې د سافټویر جوړوونکو لپاره د (BLS) د ۲۰۱۲-۲۰۲۲ کلونو د اټکل په نسبت ۲۲ سلنه کموالی راغلی او د ۲۰۱۰-۲۰۲۰ کلونو تر اټکل ۳۰ سلنه کم دی. پر دې سربېره، د سایبري امنیت په اړه ډېرېدونکې اندېښنې د دې لامل کېږي چې د کمپیوټر سافټویر انجنیري د نورو برخو په نسبت ډېره وده وکړي. ځینې کارونه هم ښايي په بهرنیو هېوادونو کې ترسره شي، په همدې دلیل به د دغې څانګې وده د تېرې لسیزې په څېر چټکه نه وي، ځکه کومې دندې چې په متحدو ایالتونو کې د کمپیوټر سافټویر انجنیرانو ته رسېدې، د هغوی پر ځای به د هند په څېر د نورو هېوادونو انجنیرانو ته ورسېږي. د (BLS) د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د کمپیوټر د پروګرامرانو د دندو لرلید ۸ سلنه کم شوی. پر دې سربېره، د سافټویر په برخو کې د ښځو ونډه د انجنیرۍ د نورو څانګو په نسبت ډېره کمه شوې ده.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچینې