د وینزویلا اقتصاد

د ونزویلا اقتصاد تر ډېره پورې په نفتو ولاړ دی چې له امله یې دغه هېواد په نړۍ کې د نفتو ۲۵م تولیدونکی هېواد او د اوپک سازمان اتم لوی غړی دی. ونزویلا همدارنګه درانه صنعتي تولیدات لکه فولاد، المونیم او سېمټ تولید او صادروي. په نورو پام وړ تولیداتو کې یې برېښنايي وسایل او موټر همدارنګه څښاک توکي او خوراکي مواد شاملېږي. د کرنې سکتور یې د ناخالصو داخلي تولیداتو نږدې ۴.۷٪ برخه جوړوي چې ۷.۳٪ بشري قوه په کې په کار بوخته ده او د ټولې ونزویلا د مساحت یو پر څلورمه برخه په کې شاملېږي. ونزویلا وریجې، جوار، کبان، استوایي مېوې، قهوه، د خوګانو او غویانو غوښه نورو هېوادونو ته صادروي. ونزویلا د ۱۴.۳ تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي منابع لري او د کرهڼې په برخه کې په ځان بسیا نه دی. د دغه هېواد صادرات د ناخالصو داخلي تولیداتو ۱۶.۷ سلنه برخه جوړوي چې ۹۵ سلنه صادرات یې د نفتو په برخه کې دي. [۱][۲][۳]

له ۱۹۲۰مې لسیزې راهیسې ونزویلا د ملي عوایدو د پوره کولو له مخې د کرایې پر بنسټ چلېدونکی هېواد دی چې نفت یې د صادراتو اصلي برخه جوړوي. له ۱۹۵۰مې لسیزې څخه د ۱۹۸۰مې لسیزې تر لومړیو پورې ونزویلا ثابته اقتصادي وده لرلې او له همدې امله یې ګڼ شمېر بهرني کډوال ځانته جلب کړي؛ ورته مهال یاد هېواد په لاتین امریکا کې تر ټولو لوړ د ژوندانه معیارونه لري. [۴]

له دې سره هه مهال چې په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د نفتو بیې را ولوېدې دغه حالت معکوسه بڼه ومونده. د بولیویار له انقلاب وروسته د نفتو په برخه کې تر ټولو مخکښ شرکت PDVSA په ۲۰۰۲ زکال کې د خپلو ۲۰ زره پیاوړو حرفوي کارکوونکو له ویستلو وروسته په ۲۰۰۳ زکال کې د پانګې د تېښتې څخه د مخنیوي په موخه نیمه منحل شو چې له امله یې د نفتو په تولید او صادراتو کې کمښت رامنځته شو او د دغه هېواد د پولي واحد ارزښت هم راکم شو. [۵][۶]

له دې سربېره د دولت له خوا د بیو کنټرول، د کرنیزو ځمکو او مختلفو صنایعو د مالکیت سلب او همدارنګه نور بحث پارونکي سیاستونه له دې ډلې بهرنیو اسعارو ته د معقولې «رسمي» بیې له مخې لاسرسی د دې لامل وګرځېد چې په دغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو کچه په شدیده توګه را کمه شي او د یو شمېر رایجو توکو لکه د خوراکي توکو، اوبو، کورنیو وسایلو، پرزه جاتو او نورو وسایلو بیې لوړې شي چې دغه چاره لامل وګرځېده د یو شمېر صنایعو تولیدات راکم یا آن بیخي له منځه لاړ شي؛ همدا و چې یو شمېر شرکتونه له هېواده ووتل هغه ډول چې د ټکنالوژۍ او موټرو جوړولو له شرکتونو سره وشول. [۷][۸]

له ۲۰۱۳ زکال راهیسې د وینزویلا اقتصاد له بشپړ پاشل کېدو سره مخ دی. په ۲۰۱۵ زکال کې وینزویلا له ۱۰۰٪ څخه زیات انفلاسیون درلود –چې دا په نړۍ او تر دغه مهاله د دغه هېواد په تاریخ کې د انفلاسیون تر ټولو لوړه کچه ده. د خپلواکو سرچینو د راپورونو پر بنسټ دغه کچه په د ۲۰۱۸ زکال تر وروستیو پورې ۸۰۰۰۰٪ ته ورسېدله او له امله یې وینزویلا په مارپیچي انفلاسیون کې ښکېل او په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۹۰ سلنه ته پورته شوه. د ۲۰۱۷ زکال د نومبر په ۱۴ مه کریدت سنجوونکو بنسټونو اعلان وکړ چې وینزویلا د خپلو پورونو د ورکړې توان نه لري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له دې سره چې وینزویلا له متحده ایالاتو سره ترینګلې دیپلماتیکې اړیکې لري، خو بیا هم د دغه هېواد تر ټولو مهم سوداګریز شریک دی. وینزویلا ته د متحده ایالاتو په صادراتو کې ماشین آلات، کرنیز محصولات، طبي وسیال او موټر شاملېږي. بل پلو وینزویلا بیا متحده ایالاتو ته د نفتو له څلورو اصلي صادرونکو هېوادونو څخه یو دی. نږدې ۵۰۰ امریکايي کمپنۍ په ونزویلا کې استازولۍ لري. [۱۶]

د وینزویلا د مرکزي بانک د راپور له مخې دغه هېواد له ۱۹۹۸ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د نفتو د تولید او صادراتو څخه ۳۲۵ میلیارده ډالر عواید ترلاسه کړي. د انرژۍ د نړیوال اژانس د راپور له مخې (د ۲۰۱۵ زکال د اګست تر میاشتې) په ورځنۍ کچه د دغه هېواد د نفتو له ۲.۴ میلیون بېرلو تولید څخه ۵۰۰ زره یې متحده ایالاتو ته صادرېږي.

د وینزویلا د روڼتیا بنسټ د راپور له مخې چې په ۲۰۲۲ زکال کې خپور شو ناقانونه چارې د دغه هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو ۲۱٪ برخه جوړوي. [۱۷]

سکتورونه

د هوګو چاوېز او د هغه د ځای ناستي نیکولاس مادرو د واکمنیو پر مهال ګڼ شمېر سوداګرۍ په دغه هېواد کې تړل شوې دي. په ۱۹۹۹ زکال کې ۱۳۰۰۰ کمپنیو په دغه هېواد کې شتون درلود چې تر ۲۰۱۶ زکال پورې د دغه شمېر نږدې یو په دریمه برخه پاتې شوې دي چې شمېر یې یوازې ۴۰۰۰ کمپنیو ته رسېږي. [۱۸]

نفت او نور زېرمې

وینزویلا په نړۍ کې د نفتو د لویو زیرمو لرونکو هېوادونو څخه یو دی چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه یې ۳۰۲.۸۱ میلیارده بېرل تېل ویستلي. دغه هېواد د نفتي توکو یو له لویو تولید کوونکو هېوادونو څخه دی چې د وینزویلا د اقتصاد لویه برخه جوړوي. د انرژۍ نړیوال سازمان څرګنده کړې چې د تېرو کلونو په پرتله په وینزویلا کې د نفتو تولید کم شوی چې اوس مهال یې ورځنی تولید ۲ میلیون او ۳۰۰ زره بېرلو ته رسېږي په داسې حال کې چې په ۱۹۹۸ زکال کې دغه کچه ۳.۵ میلیونه بېرله وه. ورته مهال د دغه هېواد د پولي واحد د ارزښت د راټېټ کېدو له امله یې د نفتي عوایدو ارزښت د خپل پولي واحد له مخې دوه چنده شوی. وینزویلا د انرژۍ په برخه کې لویې سبسایډۍ لري. په ۲۰۱۵ زکال کې د پټرولو بیه د ګیلن پر سر ۰.۰۶ امریکايي ډالر وه چې دولت په کې یوازې ۲۳٪ ونډه لرله. د ۲۰۱۶ زکال په فبروري میاشت کې دولت پرېکړه وکړه څو د تیلو بیې لوړې کړي، خو د لیتر پر حساب یې یوازې ۶ بولیواره (د اسعارو د تبادلي د رسمي بیې پر بنسټ ۶۰ سنټه کېږي) او په ټیټ کیفیت لرونو پټرولو کې یې بیا دغه کچه یو بولیوار (۱۰ سنټه) لوړه کړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د وینزویلا په نورو طبیعي منابعو کې وسپنه، د ډبرو سکاره، طلا، نکل او الماس شاملېږي چې د پراختیا او تولید په مختلفو پړاونو کې قرار لري. د ۲۰۰۰ زکال په اپرېل میاشت کې د ونزویلا ولسمشر د کانونو نوی قانون صادر کړ او د کانونو په کنستو کې یې د خصوصي سکتور د هڅولو لپاره یو شمېر مقررات اعلان کړل. د وینزویلا د اقتصادي کړکېچ پر مهال د ۲۰۱۳ زکال له فبروري میاشتې څخه د ۲۰۱۴ زکال تر فبروري میاشتې پورې د ویستل کېدونې طلا کچه ۶۴.۱٪ او د اوسپنې تولید ۴۹.۸ سلنه ته راکم شو. د طلا د تولید په برخه کې دغه هېواد تر ۲۰۰۹ زکال پورې په کلنۍ کچه له ۱۱ څخه تر ۱۲ ټنو پورې د طلا تولید درلود. له دغه مهال را وروسته د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله د کانونو ویستل په پام وړ توګه راکم شول او په ۲۰۱۷ زکال کې دغه هېواد یوازې ۰.۴۸ ټنه د طلا استخراج درلود. [۲۴][۲۵]

وینزویلا د خپلو ملي صنایعو لپاره برېښنا تر ډېره د اوبو پر مټ تولید کوي چې تر ۲۰۱۶ زکال پورې د اوبو پر مټ برېښنا د دغه هېواد د ټولې برېښنا د لګښت ۵۷٪ برخه برابروله. ورته مهال دوامدارې وچکالۍ د اوبو پر مټ د برېښنا د تولید کچه راکښته کړې. [۲۶][۲۷]

تولیدات

په ۲۰۱۴ زکال کې د دغه هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو ۱۲ سلنه برخه د صنعتي تولیداتو پر مټ وه. د تولید برخه د پانګې د کموالي او ناسم مدیریت د تورونو له امله تل له شدیدو ستونزو سره مخ ده. ونزویلا فولاد، المونیم، ترانسپورټي وسایل، منسوجات، جامې او خوراکي توکي تولید کوي. همدارنګه د کورنيو او بهرنیو بازارونو لپاره سمنټ، ټایرونه، کاغذ او کرنیز وسایل برابروي او همدارنګه موټر هم تړي. [۲۸][۲۹][۳۰]

په ۲۰۱۴ زکال کې د وینزویلا جنرال موټورز کمپنۍ له ۶۵ کاله فعالیت وروسته خپلې چارې د منابعو د کمښت له امله ودرولې په داسې حال کې چې د وینزویلا مرکزي بانک اعلان وکړ چې د نویو موټرو د کمښت کچه ۱۰۰ سلنه ده. د ۲۰۱۶ زکال تر لومړۍ نیمايي پورې په وینزویلا کې د ورځې یوازې ۱۰ موټر تولید کېدل او په دې سره د تولید کچه ۸۶٪ ته راولوېده. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

په ۲۰۱۷ زکال کې اټکلونو ښوولې چې د وینزویلا صنعتي تولیدات ۲ سلنه کچې ته رالوېدلي دي.

کرنه

د وینزویلا د داخلي ناخالصو تولیداتو نږدې ۳٪ برخه کرنه جوړوي چې د بشري قوې ۱۰٪ برخه په کې بوخته ده او د ټول هېواد نږدې یو پر څلورمه برخه ځمکه په کې شاملېږي. وینزویلا وریجې، جوار، کبان، استوايي مېوې، قهوه، د خوګانو او غویانو غوښه صادروي. دغه هېواد د کرنې په ډېری برخو کې پر ځان بسیا نه دی او له همدې امله د هېواد د اړتیا وړ خوراکي توکو دوه پر درې برخه له بهر څخه واردوي. په ۲۰۰۲ زکال کې امریکايي شرکتونو د ۳۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز توکي چې په کې غنم، جوار، سویا، د سویا کونجاړه، پنبه، حیواني غوړي او نباتي غوړي شاملېدل دغه هېواد ته صادر کړل څو وکولای شي په سویلي امریکا کې دغه هېواد له دوه لویو امریکايي بازارونو څخه په یوه واړوي. د امریکا متحده ایالات د وینزویلا د وارداتي خوراکي توکو یو په دریمه برخه برابروي. په دغه هېواد کې وروستي دولتي سیاستونه د خوراکي توکو د کمښت لامل ګرځېدلي. [۳۵][۳۶]

سرچينې