د جرمنيانو اجباري کوچ او ایستنه (۱۹۴۴-۱۹۵۰ز کال)

د دویمې نړیوالې جګړې د وروستیو پړاوونو او له جګړې راوروسته دورې په بهیر کې، جرمنیان اوولکسدوېچه (Volksdeutsche) وګړي د چکسلواکیا په ګډون د ختیځې او مرکزي اروپا له مختلفو هیوادونو، او د جرمني د پخوانیو ولایتونو څخه لکه سلیسیا، پومیرانیا او ختیځې پروشیا چې شوروي اتحاد او پولنډ ته یې له لاسه ورکړي وو، وتښتېدل او په زور سره وایستل شول.

په ۱۹۵۷ز کال کې والټرشیلسینګر د دغو اقداماتو د لاملونو په اړه څېړنه وکړه، کومو چې ختیځ لور ته یې د جرمني د استعمار او پراخېدو اغېزې معکوسې کړې: هغه دې پایلې ته ورسېد چې، "دا د ختیځ په اړه د ملي سوسیالېست ګوند (نازي ګوند) د دولس کلنۍ پالیسۍ ویجاړونکې پایله وه." له نیول شوو سیمو څخه د جرمنيانو د ایستلو نظریه، په لندن کې ان له ۱۹۴۲ز کال نه را په دې خوا د وینسټن چرچېل له لوري د پولنډ او چکسلواکیا له جلاوطنو حکومتونو سره یو ځای وړاندیز شوې وه. د ۱۹۴۴ز کال په وروستیو کې د چکسلواک جلاوطن حکومت له متحدینو په کلکه وغوښتل چې د جرمن توکمه وګړو د لېږد له اصولو سره موافقه وکړي. بل خوا د پولنډ لومړي وزیر توماس ارکیزووسکي له سنډې ټایمز ورځپاڼې سره د ۱۹۴۴ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په یوه مرکه کې، د وارمیا-مسوریا، د اوپول نایب السلطنه یا برې سیلیسلیا، د کوزې سیلیسلیا شمال-ختیځو برخو (تر اوډور کرښې پورې)، او د پومیرانیا د ځینو برخو (له سچچین پرته) له ضمیمه کولو څخه ملاتړ وکړ، حال دا چې نوموړي د ایستنې له نظریې سره مخالفت وښود. هغه غوښتل چې جرمنیان د پولنډي وګړو په توګه ومني او د پولنډ له وګړو سره یې مدغم کړي. [۱][۲][۳][۴]

جوزف ستالین، له نورو کمونېستو مشرانو سره په ګډه، داسې طرحه جوړه کړه چې له مخې یې ټول جرمن توکمه وګړي د اوډور کرښې له ختیځ څخه او له هغو سیمو چې د ۱۹۴۵ز کال په مې میاشت کې د شوروي اتحاد د نیواک تر زون لاندې رغلې، وباسي. د ده حکومت لا د مخه جرمنیان له کریمیا ټاپو څخه منځنۍ آسیا ته لېږدولي وو.[۵]

د ۱۹۴۴ او ۱۹۴۸ز کلونو ترمنځ، د جرمن توکمه وګړو (Volksdeutsche) او د جرمني تابعیت لرونکو (Reichsdeutsche) په ګډون، میلیونونه خلک،  په دایمي یا لنډمهاله توګه له منځنۍ او ختیځې اروپا څخه بې ځایه شول. په ۱۹۵۰ز کال کې، په ټولیز ډول شاوخوا ۱۲ میلیونه جرمنيان له ختیځې او مرکزي اروپا څخه د متحدینو له لوري نیول شوي جرمني او اتریش ته تښتیدلي یا په زور ایستل شوي وو. د لوېدیځ جرمني حکومت دا شمېر د یو میلیون هغو جرمن توکمه وګړو چې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د نازي جرمني له لوري په فتحه شویو سیمو کې میشت وو، له ۱۹۵۰ز کال وروسته جرمني ته د جرمن توکمه مهاجرینو، او له شړل شویو والدینو څخه د زیږېدلو ماشومانو په ګډون په مجموعي ډول ۶.۱۴ میلیونه وښود. له نوموړو څخه تر ټولو لوی شمېر یې د جرمني له پخوانیو ختیځو هغو سیمو څخه چې د پولنډ جمهوریت او شوروي اتحاد ته یې له لاسه ورکړې وې (شاوخوا ۷ میلیونه)، او همداراز له چکسلواکیا نه (شاوخوا ۳ میلیونه)، راغلي وو[۶][۷][۸][۹]

په اغېزمنو شوو سیمو کې د جرمني پخوانۍ هغه ختیځې سیمې شاملې وې، چې له جګړې وروسته یې پولنډ او شوروي اتحاد ته له لاسه ورکړې وې(بیا ترلاسه شوې سیمې وګورئ)، همدارنګه هغه جرمنيان اغېزمن شوي وو چې د جګړې څخه مخکې د پولنډ له دویم جمهوریت، چکسلواکیا، هنګري، رومانیا، یوګوسلاویا او بالتیک هیوادونو سره  په پولو کې اوسېدل. نازیانو داسې پلانونه جوړ کړي وو- د نازیانو له ماتې مخکې یې یو څه برخه بشپړه کړې وه چې له ختیځې اروپا څخه زیات شمېر سلاویک او یهودي وګړي وباسي او سیمه د جرمنيیانو (په مېشتولو) سره تثبیت کړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د کوچ او ایستنې سره په تړاو د مړو شمېر په اټکلیزه توګه د ۵۰۰۰۰۰-۶۰۰۰۰۰ او ان له ۲ څخه تر ۲.۵ میلیونه پورې محدوده کې تر بحث لاندې دی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نوموړی حذف/اجباري کوچ په دریو پرله پسې پړاوونو کې تر سره شو، چې لومړی هغه یې د ۱۹۴۴ز کال له نیمایي نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې په جګړه کې پرمختګ کوونکو سرو لښکرو مقابلې ته، د نازي حکومت له خوا  د جرمن توکمه وګړو منظمه تخلیه یا ورایستل وو. دویم پړاو بیا د ویرماچټ له ماتې وروسته سمدلاسه د جرمن توکمه وګړو غیر منظمه تېښته وه. دریم پړاو د متحدینو د مشرانو ترمنځ د پوټسډام تړون څخه راوروسته یوه ډېره منظمه ایستنه وه، نوموړي تړون د مرکزي اروپا پولې له سره بیا تعریف کړې او د جرمني د پخوانیو سیمو څخه یې چې پولنډ، روسیې او چکسلواکیا ته یې له لاسه ورکړې وې، د جرمن توکمه وګړو ایستنه تصویب کړه. زیات شمېر جرمني ملکیان د اسیرانو او کارګرانو کمپونو ته واستول شول چې له هغوی څخه هلته د ختیځې اروپا هیوادونو ته د جرمني له لوري د جبرانِ خسارې د یوې برخې په توګه کار اخیستل کېده. په لویه کچه اجباري ایستنې په ۱۹۵۰ز کال کې تکمیل شوې. د جرمني توکم د ټولو هغو وګړو شمېر چې لا یې هم په ۱۹۵۰ز کال کې په مرکزي او ختیځه اروپا کې ژوند کاوه له ۷۰۰۰۰۰ څخه تر ۲.۷ میلیونو پورې اټکل شوی دی.[۱۹][۲۰][۲۱]

شالید

دا هم وګورئ:  په مرکزي او ختیځه اروپا کې د جرمنيانو د مېشته کېدو تاریخ ، دویمه نړیواله جګړه ، او د پوټسډام تړون

له دویمې نړیوالې جګړې څخه مخکې، ختیځې او منځنۍ اروپا په عمومي توګه داسې سیمې نه لرلې چې په روښانه بڼه یو ځانګړی توکم پکې مېشت وي. ځینې د توکمیز اکثریت سیمې شته وې، خو په مختلط ډول مېشتې سیمې او د بېلابېلو توکمونو لرې پرتې کوچینۍ مجموعې هم ډېرې وې. د تنوع په دغو سیمو کې چې د ختیځې او مرکزي اروپا لوی ښارونه پکې شامل وو، د پېړیو لپاره په ورځنۍ بڼه د بېلابېلو توکمیزو ګروپونو تر منځ متقابله اغېزه او تعامل موجود و، حال دا چې په پرله پسې ډول په هره ټولنیزه او اقتصادي کچه همغږي نه وه.[۲۲]

په نولسمه پېړۍ کې د ملت پالنې په خورېدو سره، د وګړو توکم د سیمه ییزو حق غوښتنو او د دولتونو د ځان پېژندنې/هویت او د توکمیز تفوق په ادعاوو کې د یوې مسئلې په توګه رابرسېره شو. د جرمني سترواکۍ له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره په خپلو هلو ځلو کې د توکم پر بنسټ د مېشته کولو نظریه (ethnicity-based settlement) معرفي کړه. یاد هېواد همدارنګه لومړنی هغه عصري اروپایي هېواد و چې د "مليت اړوندو شخړو" ته د حل لارې موندلو لپاره یې د نفوس د لېږد وړاندیز وکړ، چې کره موخه یې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د کښل شوې "پولنډ سرحدي تراړې" څخه د پولنډیانو او یهودیانو ایسته کول او د عیسوي جرمن توکم وګړو بیا مېشت کول وو. [۲۲][۲۳]

د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته، د اتریش-هنګري، روسي سترواکۍ، او د جرمني د سترواکۍ په ړنګېدو پسې ژر وروسته، د ورسایلیز تړون رسماً په منځنۍ او ختیځه اروپا کې په هغو قلمروونو کې چې مخکې د دغو سترواکو طاقتونو تر واکمنۍ لاندې وو د څو خپلواکو دولتونو د جوړېدو اعلان وکړ. له دغو نویو دولتونو څخه یو یې هم له توکمیز پلوه متجانس یا یو شان نه وو. له ۱۹۱۹ز کال وروسته زیات شمېر جرمن توکمه وګړو د پخوانۍ سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې ځمکو څخه د ویمار جمهوریت او د اتریش لومړني جمهوریت ته مهاجرت وکړ، دا مهاجرت هغه وخت رامنځته شو چې دوی په دغو بهرنیو ځمکو کې چېرې یې چې خپلې زیاترې ټولنې ساتلې وې خپل امتیازات له لاسره ورکړل. [۲۴]

په ۱۹۱۹ز کال کې جرمن توکمه وګړي په پولنډ، چکسلواکیا، هنګري، یوګوسلاویا، او رومانیا کې ملی اقلیتونه وګڼل شول. په راتلونکو کلونو کې، د نازي ګوند اېډیولوژۍ نوموړي اقلیتونه دې ته وهڅول چې د سیمه ییزې خپلواکۍ غوښتنه وکړي. د ۱۹۳۰مې لسیزې په بهیر کې په جرمني کې، د نازیانو پروپاګند مدعي شو چې جرمنیان په نورو ځایونو کې تر ځورونې لاندې دي. د نازي ګوند ملاتړي د ختيځې اروپا په ټولو برخو (د چکسلواکیا په کونراډ هینلین، د پولنډ په دوتسچر وولکسوربند او جنګدوچېپارتي، دهنګري د اونګارن په ولکسبند دېر دوتسچین کې) د سیمه ییزو نازي سیاسي ګوندونو په بڼه راظاهر شول چې مالي ملاتړ یې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له لوري کېده، یعنې د ولكسدوېچه متلشتله ادارې (Hauptamt Volksdeutsche Mittelstelle) له لوري یې ملاتړ کېده. په هر حال، په ۱۹۳۹ز کال کې  له نیمایي څخه زیاتو پولنډي جرمنيانو د مخ پر ودې اقتصادي فرصتونو له کبله په پولنډ کې له پخوانیو جرمني سیمو څخه د باندې اوسېدل.[۲۵]

جرمن توکمه نفوس: د لوېدیځ جرمني د ۱۹۵۸ز کال له اټکلونو سره د جګړې څخه د مخکې (۱۹۳۰/۳۱ز کلونو) ملي سرشمېرنې د ارقامو پرتله 

تفصیلد ۱۹۳۹ز کال لپاره د لوېدیځ جرمني اټکلد ۱۹۳۱-۱۹۳۰ز کلونو تر منځ د ملي سرشمیرنې معلوماتتوپیر
د پولنډ(لهستان) د ۱۹۳۹ز کال پولې[۲۶]۱۳۷۱۰۰۰[۲۷]۷۴۱۰۰۰۶۳۰۰۰۰
چکسلواکیا[۲۶]۳۴۷۷۰۰۰[۲۸]۳۲۳۲۰۰۰۲۴۵۰۰۰
یوګوسلاویا[۲۶]۵۳۶۸۰۰[۲۹]۵۰۰۰۰۰۳۶۸۰۰
هنګري[۲۶]۶۲۳۰۰۰[۳۰]۴۷۸۰۰۰۱۴۵۰۰۰
رومانیا[۲۶]۷۸۶۰۰۰[۳۱]۷۴۵۰۰۰۴۱۰۰

سرچينې