د بازار سوسیالیزم

د بازار سوسیالیزم، د اقتصادي سیسټم یوه بڼه ده چې عمومي، کوپراتیف یا د وسایلو د تولید بازاري اقتصاد په چوکاټ کې د مرستندویه یا ټولنیز مالکیت، یا یو سیسټم چې د کارګرانو اړوند، ملي شويو او خصوصي شرکتونو یو ترکیب رانغاړي. اصلي نظر دا دی چې، لکه سرمایه داري، سوداګري د ګټې د پیدا کولو لپاره له یوبل سره سیالي کوي، په داسې حال کې چې هغه به د هغو کسانو له خوا «اخیستل شوي وي یا لږ ترلږه اداره کېږي» چې په کې کار کوي. د بازار سوسیالیزم توپیر له غیربازاري سوسیالیزم سره په دې کې دی چې د بازار میکانیزم د سرمایه اي سامانونو او اوزارو د تولید او تخصیص لپاره کارول کېږي. د بازار سوسیالیزم ځانګړې بڼې پورې تړلې، د ټولنیز مالکیت لرونکو شرکتونو لخوا تولید شوې ګټې (یعنې خالص درآمد چې د شرکت د بیا پراختیا لپاره په پانګه ندي اچول شوي) کېدای شي په بل ډول کارګرانو ته د مستقیمې تادیې لپاره، په ټولنه کې د عمومي مالي سرچینې په توګه وکارول شي، یا د نفوس په منځ کې د ټولنیزې ګټې په توګه ووېشل شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د بازار سوسیالیزم انحصاري نه دی، خو کولی شو، د ګډ اقتصاد له مفهوم څخه هغه جلا کړو، ځکه چې د بازار سوسیالیزم ځینې موډلونه د ګډ اقتصاد په خلاف، بشپړ او خپله تنظیموونکي سیسټمونه دي. د بازار سوسیالیزم په سرمایه دارۍ بازار اقتصادونو کې د سوسیال دیموکراتیکو اعمال شویو سیاستونو سره تضاد لري. په داسې حال کې چې د سوسیالې دیموکراسۍ موخه د سیاستي کړنو لکه مالیات، سبسایډي ګانو او ټولنیزې هوساینې برنامو له لارې د ثبات او لا ډېرې اقتصادي برابرۍ ته لاسرسی ده، د بازار سوسیالیزم موخه د شرکت د مالکیت او مدیریت د نمونو د بدلون له لارې د ورته موخو لاس ته راوړل دي.[۸][۹]

د بازار سوسیالیزم لومړني موډلونه د آدام سمېټ په کار او د کلاسیک اقتصاد په نظریو کې ریښې لري چې د کوپراتیفي شرکتونو لپاره سپارښتنې په کې وې چې د آزاد بازار اقتصاد کې یې فعالیت کاوه. د داسې سپارښتنو موخه وګړو ته د خپل کار د محصول بشپړ ترلاسه کولو اجازې سره د استحصال له منځه وړل وو او په عین حال کې د خصوصي مالکانو کوچنۍ طبقې له لوري د شتمنۍ او مالکیت تمرکز له امله پر بازار د ناوړه اغیزې له منځه وړل وو. د بازار د دا ډول سوسیالیزم د لومړیو مدافعینو په منځ کې، ریکارډي سوسیالیسټ اقتصادپوهان او همیاره فیلسوفان وو، خو د «بازار سوسیالیزم» اصطلاح یوازې په ۱۹۲۰مه ز لسیزه کې د سوسیالیستي محاسباتو بحث کې راښکاره شوه.[۱۰][۱۱]

که څه هم ځینې وختونه د «بازار سوسیالیزم» په توګه بیانېږي، د لانج موډل د بازار د تقلیدي برنامه ریزي شوې بڼه ده چې په کې د مرکزي پلان جوړونې پلاوي پانګه اچونه او پانګه ییز توکي له د عاملي بازار تقلید لپاره تخصیص کېږي، په داسې حال کې چې بازارونه کار او مصرفي توکو ته تخصیص ورکوي. دا سیسټم د سوسیالیسټي اقتصادپوهانو له لوري رامنځته شو چې باور یې درلود سوسیالیستي اقتصاد نشي کولی د طبیعي واحدونو د محاسبې په اساس او نه هم د معادلاتو د یوه سیسټم د حل لارې په یوه وخت کې د اقتصادي همغږي لپاره عمل وکړي.[۱۲][۱۳]

جاکومو کورنیو، د برلین په آزاد پوهنتون کې د عمومي مالیې او ټولنیز سیاست پروفیسور، د «بازار سوسیالیزم د تازه شوې نسخې» څخه ملاتړ کوي چې په هغه کې لوی شرکتونه په عامه ملکیت کې شاملېږي (البته کوم چې له ۵۱سلنې څخه یې سهم ډېر ندی)، کوم کار چې دولت ته اجازه ورکوي ترڅو ټولنیزه ګته وویشي، په داسې حال کې چې نور شرکتونه به په شخصي ملکیت کې شامل شي او د کارګرانو، مصرف کوونکو او چاپېریال د ساتنې مقرراتو کې شامل وي.[۱۴][۱۵]

نظري تاریخ

کلاسیک اقتصاد

د بازار سوسیالیزم لپاره کلیدي نظري بنسټ په نورو تولیدي طریقو کې اساسي مالکیت ته د شته اضافي ارزښت نفي کول دي. هغه سوسیالیستي نظریې چې د بازار پلوي وې ریکارډي سوسیالیستانو او آنارشیسټ اقتصادپوهانو ته ورګرځي چې له عمومي مالکیت سره د آزاد بازار یا د اوزارو د تولید له متقابل مالکیت څخه یې ملاتړ کاوه.

د بازار سوسیالیزم لومړني پلویان عبارت دي له: ریکارډي سوسیالیسټ اقتصادپوهان، کلاسیکه لېبرال فیلسوف جان ستوارت میل او انارشیست فیلسوف پیر جوزف پرودون. د سوسیالیزم دا موډلونه بشپړېدو یا هم د استحصال، خصوصي مالکیت او بې ځایه کار له امله رامنځته شويو انحرافاتو له منځه وړلو له لارې د بازار میکانیزم او آزادې بیې سیسټم پراختیا ته اړتیا لرله.

د بازار سوسیالیزم دې بڼې ته د آزاد بازار سوسیالیزم هم ویل کېږي، ځکه چې په دې کې پلان جوړوونکي شامل نه دي.[۱۶][۱۷]

جان ستوارت میل

د میل لومړنۍ اقتصادي فلسفه یو له آزادو بازارونو څخه وه چې هغه د یوه لا سوسیالیستي خوځښت خوا ته حرکت وکړ او د سوسیالیستي لیدلوري او د سوسیالیستي ځینو موخو په دفاع کې یې، د سیاسي اقتصاد په اصولو کې ځینې څپرکي ورزیات کړل. په دې بیاکتل شوي کار کې، هغه همدارنګه یو رادیکاله سپارښتنه وړاندې کړه چې د معاشاتو ټول سیسټم دې د کوپراتیفي معاش سیسټم په ګټه لغوه شي. سره له دې، د مالیاتو نظر په هکله د هغه ځینې لیدلوري ثابت پاتې شول، که څه هم د سیاسي اقتصاد اصولو په دریمې نسخې کې یې بدلون وموند ترڅو د نه ترلاسه شوي عاید چې د هغه د خوښې وړ وو، او د ترلاسه شوي عاید چې د هغه ترې ملاتړ نه کاوه، ترمنځ د محدودیتونو توپیر وشي.[۱۸][۱۹][۲۰]

د میل اصول چې په لومړي ځل ۱۸۴۸ز کال کې خپاره شول، په هغه دوره کې د اقتصاد یو له پراخه لوستل شوي کتابونو څخه وو. هماغه ډول چې د آدام سمېت د ملتونو شتمنۍ کتاب په مخکنیو دورو کې اغیز درلود، د میل اصولو کتاب هم د اقتصاد په ښوونې باندې تسلط درلود. د آکسفورد پوهنتون په هکله، تر ۱۹۱۹ز کاله پورې دا سټانډارډ لیکنه وه، له هغه وروسته د آلفرډ مارشال اقتصادي اصولو یې ځای ونیوه.[۲۱]

د سیاسي اقتصاد اصولو په وروستیو نسخو کې، میل استدلال کوي چې «ترهغه ځایه چې اقتصادي نظریې پورې تړاو لري، اصولاً په اقتصادي نظریه کې داسې څه شتون نلري چې د سوسیالیستي سیاستونو پر مبنا اقتصادي نظم منع کړي».[۲۲][۲۳]

میل همدارنګه د کوپراتیفي کارګرۍ له خوا د کاپیتالیستي سوداګرۍ ځای نیول تبلیغ کړل او داسې یې ولیکل:

که څه هم د ټولنې دا بڼه چې که بشر په کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي، نو باید تمه ولرو چې په پایله کې غالب کېږي، هغه بڼه نه ده چې وکړی شي یو کاپیتالیست د رئیس په توګه او د کار وګړي پرته له کوم غږه په مدیریت کې ومني، بلکه په خپله د کارګرو ټولنه چې په برابرۍ باور لري او کاپیتالان هم په ګډ ملکیت کې شاملوي ترڅو هغوی خپل عملیاتونه ترسره کړي او د دوی لخوا ټاکل شوو او د لرې کېدو وړ مدیرانو تر څار لاندې کار وکړي.[۲۴]

همیاري

پیره جوزف پروډون د همیارۍ (موچولیزم) په نوم یو نظري سیسټم جوړ کړ چې د شته مالکیت حقونو، سبسایډي ګانو، شرکتونو، بانکدارۍ او کرایې په مشروعیت برید کوي. پروډون د غیرمتمرکزه بازار تصور کاوه چې په هغه کې وګړي له مساوي ځواک سره بازار ته د ننه شي او د معاش غلامي رد کړي. پلویان یې په دې باور دي چې کوپراتیفونه ، کریډیټ اتحادیې او د کارګرۍ د مالکیت نورې بڼې پرته له دې چې د دولت تابع وي، دوام راوړلو توان به پیدا کړي. د بازار سوسیالیزم د فردپلوه آنارشیست د ځینو کارونو بیان لپاره کارول شوی ده چې استدلال کوي آزاد بازار کارګرانو سره مرسته کوي او شتمن یا سرمایه داران کمزوري کوي.[۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې