د افغانستان ملي شورا (په انګریزي ژبه: Mili Shura؛ په دري ژبه: شورای ملی) چې د افغانستان د پارلمان او په لنډه بڼه د افغان پارلمان په نوم هم پېژندل کېږي له ۱۹۳۱ زکال څخه تر ۲۰۲۱ زکال پورې د افغانستان د سلطنتي، جمهوري، کمونېستي او دیموکراتیک نظامونو پر مهال د افغانستان مقننه قوه وه چې دوه جرګې یې لرلې:
د افغانستان د ۲۰۰۴ زکال د اساسي قانون د پنځم فصل پر بنسټ، «د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورا د ستر تقنیني ارګان په توګه د خلکو د ارادې ښکارندویه ده او د ټول ملت نمایندګي کوي. د شورا هر غړی د رایې د ورکړې په وخت کې د افغانستان د ټولو خلکو عمومي مصلحتونه او سترې ګټې د خپل قضاومت محور ټاکي».[۱]
د افغانستان ملي شورا له ۱۹۹۲ زکال څخه تر ۲۰۰۵ زکال پورې په دغه هېواد کې د روانو جګړو له امله وتړل شوه، چې بیاځلي د طالبانو د لومړني رژیم له سقوط وروسته په ۲۰۰۵ زکال کې جوړه شوه. د ۲۰۲۱ زکال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه هغه مهال چې طالبانو د هېواد واګې یوځل بیا خپلې کړې، ملي شورا یې منحل کړه او د قانون جوړونې واکونه یې خپلې رهبرۍ شورا ته وسپارل. طالبانو د ۲۰۲۲ زکال په مۍ میاشت کې د خپل حکومت لپاره په لومړنۍ ملي بودیجه کې د ملي شورا په ګډون د افغانستان د پخواني جمهوري دولت یو شمېر نورو بنسټونو ته بودیجه ځانګړې نه کړه. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز سرپرست انعام الله سمنګاني وویل چې د مالي ستونزو له امله یې یوازې فعالو ادارو ته په بودیجه کې برخه ورکړې او له بودیجې څخه ویستل شوې نور ادارې منحل دي، خو زیاته یې کړه چې که چېرې «اړتیا رامنځته شي» هغه به بېرته فعالې کړي. [۲][۳]
د قوانینو او تقنیني فرمانونو تصویب، تعدیل یا لغو کول؛ د ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او ټکنالوژیکي پراختیايي پروګرامونو تصویب؛ د دولتي بودیجې تصویب او د پور اخیستو یا ورکولو اجازه؛ د اداري واحدونو جوړول، تعدیل او یا لغو کول؛ د دولتونو ترمنځ د هوکړو او بین المللي میثاقونو تصدیق او یا له هغو څخه د افغانستان بېلول او د افغانستان په اساسي قانون کې نور مندرج واکونه.
د افغانستان ولسي جرګې ۲۵۰ څوکۍ لرلې چې ټول غړي یې د خلکو په مستقیمه رایه ټاکل کېدل. په دغه جرګه کې د ښځو لپاره ۶۸ څوکۍ ځانګړې شوې وې، په داسې حال کې چې ۱۷ یې وتوانېدې د بریا لپاره په کافي کچه رایې ترلاسه کړي. هر ولایت د خپلو وګړو د شمېر په تناسب په ولسي جرګه کې استازي لرل. ورته مهال د ولسي جرګې غړي د آزادو او مستقیمو رایو پر بنسټ د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېدل.
د قانون له مخې د ولسي جرګې لپاره نوماند باید لاندې شرایط رعایت کړي:
سربېره پر دې هېڅ یو نوماند باید په بشريت ضد جرایمو تورن نه وي.
مشرانو جرګه د انتصابي او انتخابي غړو له ترکیب څخه جوړېږي چې په ټولیز ډول یې د غړو شمېر ۱۰۲ تنه کېږي. ۶۸ غړي یې له ۳۴ ولایتي شورا ګانو غوره کېږي او ۳۴ تنه نور یې ولسمشر ټاکي.
هره ولایتي شورا په جرګه کې د خدمت په موخه یو غړی (۳۴ غړي) او د هر ولایت د ولسوالیو شورا هم یو غړی (۳۴ غړي) مشرانو جرګې ته ټاکي. په دغه جرګه کې د ولایتي شورا ګانو استازي د څلور کلنې او د ولسوالیو د شورا ګانو استازي د درې کلنې دورې په ترڅ کې خدمت کوي.
د قانون له مخې د مشرانو جرګې لپاره نوماند باید لاندې شرایط رعایت کړي:
سربېره پر دې هېڅ یو نوماند باید په بشريت ضد جرایمو تورن نه وي. [۴]
د ملي شورا ودانۍ د دارلمان مشهورې ماڼۍ ته څېرمه د کابل په سویل لویدیځې برخې دارالامان کې موقعیت لري، چېرې چې ګڼ شمېر نورې مهمې دولتي ادارې هم شتون لري. د ملي شورا دغه ودانۍ د افغانستان په بیارغونه کې د هند د همکاریو د برخې په توګه د هند له خوا جوړه شوه چې په ۲۰۱۵ زکال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي افتتاح کړه. په ۲۰۲۱ زکال کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د افغانستان د وروستۍ ملي شورا غړو د ۲۰۱۹ زکال د اپرېل په ۲۶مه د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې لوړه وکړه. [۵][۶][۷][۸][۹]
د ملي شورا د دغې نوې ودانۍ د بنسټ ډبره په ۲۰۰۵ زکال کې د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه له خوا د ولسمشر حامد کرزي او د هند د لومړي وزیر منموهن سنګ په حضور کې کېښودل شوه. د دغې پروژې د اجرا مسئولیت د هند ټولګټو وزارت پر غاړه اخیستی و او د هغو د ودانیزو چارو قرارداد یې په ۲۰۰۸ زکال کې یوه هندي ودانیز شرکت ته وسپاره. د دغې ودانۍ ودانیزې چارې د درالامان سیمې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې پیل شوې چې ورته څېرمه دوه نورو تاریخي ودانیو؛ د دارالامان ماڼۍ او تاج بېک ماڼۍ موقعیت درلود. [۱۰][۱۱][۱۲]
په پام کې وه چې د ۲۲۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د دغې ودانۍ ودانیزې چارې د ۳۶ میاشتو په ترڅ کې تر ۲۰۱۲ زکال پورې بشپړې شي، خو د ستونزمنو کاري شرایطو، د باتجربه کاري قوې د کمښت او امنیتي ستونزو له امله وځنډېدې. په دغه ودانۍ کې له ۵۰۰ څخه زیاتو کارکوونکو کار کاوه چې ډېری یې هندي وګړي و. د دغې ودانۍ اصلي جاذبه د دغې ودانۍ برنزي ګنبزي ده چې ۳۲ متره سور او ۱۷.۵ متره لوړوالی لري او د آسیا تر ټولو لویه ګنبزي ګڼل کېږي. لویه ګنبزي یې د غونډو عمومي سالون پوښي په داسې حال کې چې کوچنۍ یې بیا دخولي سالون ته اړوند ده. د ودانۍ مخې ته د نهو فوراو لرونکی د اوبو حوض شتون لري. د ودانۍ دننه هم یوه ۲۰ فوټي فواره شتون لري چې د هند له اودایپور ښار څخه د واردو شوو شنو مرمر ډبرو څخه جوړه شوې ده. [۱۳]
دغه ودانۍ د ۲۰۱۵ زکال د ډسمبر په ۲۵ مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له خوا چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و؛ افتتاح شوه. ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ولیکل: «کابل ته د لومړي وزیر مودي د راتګ هرکلی کوم. له دې امله چې موږ په زرګونو غوټو له یو بل سره تړلي یو، هند او افغانستان کومې معرفي ته اړتیا نلري... موږ تل په ښو او بدو وختونو کې د یو بل په خوا کې درېدلي یو. [۱۴][۱۵]