د استعمار له منځه وړنه

د امريکايي او اکسفورډ قاموس له مخې: « د استعمار له منځه وړنه يا Decolonization» ( د نورو بریتانوي انګليسيو او ګډو ګټو انګليسي Commonwealth له مخې هم: «decolonisation» د استعمار سياست له منځه وړل دي، چې وروستی (decolonisation) يې هغه پړاو دی چې يو ملت په کې د خپلو باندينيو سيمو واک تر لاسه کوي او ساتي، يادې سيمې زياتره وخت له هېواده د باندې وي. ذکر شوی مفهوم په ځانګړي ډول د ۲۰ پېړۍ د دويمې نيمايي پر مهال، له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه مخکې په ټوله نړۍ کې د رامنځته شويو استعماري سترواکيو د ويجاړولو برخه کې پلې کېږي. د استعمار د له منځه وړنې ځينې پوهان په ځانګړي ډول، په مستعمرو کې پر هغو خوځښتونو باندې تمرکز کوي، چې د خپلواکۍ غوښتنه کوي. لکه: Creole ملتپالنه، چې د ګډو نژاد لرونکو وګړو ته وايي او هغه فرانسويان او هسپانويان په ګوته کوي، چې امريکا په ليوزيانا کې اوسېږي، مګر خپل ملي دود او دستور يې ساتلی دی. [۱][۲][۳]

د استعمار د بريالۍ له منځه وړنې وروستۍ پايله ښايي د ذاتي خيال پلوۍ له يوې بڼې سره مساوي شي. د استعمار سياست، نوي استعمار او کلتوري استعمار د پراخ: طبيعت په نظر کې نيولو سره، د استعمار د بشپړې له منځه وړنې موخه ښايي غولوونکې يا افسانوي ښکاره شي. طبيعي يا ذاتي پوهان څرګندوي چې: د استعمار د له منځه وړنې يو مهم اړخ، د لوېديځې نړۍ د نظرياتو اوسنۍ نيوکه او د ذاتي يا طبيعې پوهې لوړول دي. [۴][۵][۶]

د خپلواکۍ

د خپلواکۍ بنسټيز حق د ملګرو ملتونو له لورې د استعمار له منځه وړنې د هستې په توګه مشخص شوی دی، چې خپلواکۍ او د استعمار د له منځه وړنې نورو لارو چارو ته اجازه ورکوي. د استعمار د له منځه وړنې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې کمېټه (UN Special Committee on Decolonization) څرګنده کړې ده، چې د استعمار د له منځه وړنې په پړاو کې د استعمارچي لپاره بل هيڅ بديل نه شته، مګر دا چې د خپل برخليک ټاکنې د حق (خپلواکۍ) يو پړاو ته اجازه ورکړي. په خپلواکو دولتونو کې د خپلواکۍ ادعا دوام لري، چې لکه د بومي يا ذاتي ولسونو غوندي؛ له استعماره د وتنې غوښتنه کوي. [۷][۸][۹]

د استعمار له منځه وړنه ښايي له تاوتريخوالي پرته اوښتون يا د خپلواکۍ پلويو ډلو له لورې د ملي خپلواکۍ جګړې راونغاړي. د له منځه وړنې چاره کېدای شي، نړيواله وي يا دا چې د هغو نړيوالو قدرتونو منځګړيتوب يا لاسوهنه راونغاړي، چې په انفرادي ډول يا لکه د ملګرو ملتونو د نړيوالو سټو [بنسټونو] له لارې عمل کوي. که څه هم د استعمار د له منځه وړنې بېلګې د توسيديد (Thusydides) ليکنې په پيل کې موندل کېدلی شي، مګر په معاصرو وختونو کې يې هم بېلابېلې؛ په ځانګړي ډول فعالې دورې شته. يادې بېلګې په ۱۹ پېړۍ کې هسپانوي سترواکۍ ماتول، له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته د جرمني، اطريش او هنګري، عثماني او روسي سترواکيو ړنګول، له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د بریتانيې، فرانسې، هالنډ، پرتګال، بلجيم، ايټاليا او د جاپان د استعماري سترواکيو له منځه وړل او د سړې جګړې په پای کې د شوروي اتحاد ړنګېدل دي. [۱۰]

د Decolonization اصطلاح د هغو استعمارچيانو له نظريو څخه فکري خلاصون لپاره کارول شوې ده، چې استعمار شوي وګړي يې بې ارزښته ګڼلو ته اړ کړل. د استعمار د له منځه وړنې مسئلې په معاصر ډول ټينګار کوي او راپورته کېږي. په لاتيني امریکا او سويلي افريقا کې دا ډول مسئلې په زياتېدونکي ډول تر decoloniality اصطلاح لاندې بحث کېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مېتود او شرایط

هغه وخت چې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته نړيوال نظرد مستعمرو لپاره د خپلواکۍ لېوال شو، د ملتونو ټولنې (League of Nations) له لارې د استعمار له منځه وړنې پر لور يوې بنسټيزې ډله یيزې هڅې شتون درلود. د ملګروملتونو ټولنې د Convenant [منشور] د ۲۲ مادې له مخې: يو شمېر قيموميتونه رامنځته شول. څرګنده اراده خپل حکومت لرلو ته د دې هېوادونو چمتو کول وه، مګر ياد قيموميتونه زياتره وخت يوازې په ځانګړي ډول د جرمني او عثماني سترواکيو پر پخوانيو مستعمرو باندې د ماتو شويو قدرتونو د واک د بيا وېش په معنا وژباړل شوه. د بيا ټاکنې دې کار د ملګرو ملتونو له لورې د باور سيمو (trust territories) په يو روته نظام سره دوام وکړ، چې پر پخوانيو مستعمرو او تر قيموميت لاندې سيمو دواړو باندې د واک د برابرولو په موخه جوړ شوی دی. [۱۶]

د «مستعمره هېوادونو او خلکو ته د خپلواکۍ وربخښلو اعلاميه» تر سرليک لاندې د ملګرو ملتونو د د ۱۹۶۰ ز کال اعلاميه، د استعمار په له منځه وړنه کې يوه پرېکنده نښه وه. [۱۷]

د استعمار د له منځه وړنې پينځه پړاوونه

د استعمار د له منځه وړنې پينځه پړاوونه وړاندې شوي دي. دا په Hawaii (له ۱۹۵۹ څخه وروسته) سره د استعمار د له منځه وړلو تر ټولو عام موندل شوي پړاوونه دي، چې د دې پړاوونو د ځان ښکاره کولو د څرنګوالي لومړنۍ بېلګه ده. [۱۸]

  1. لومړنی پړاو د بيا موندنې يا بيا رغولو دی، چې يوه مستعمره يا پخوا مستعمره شوې سيمه په کې د خپل کلتور، تاريخ او د خپلې سيمې د دودونو د لوړوالي د بيا ادعا کولو په موخه؛ خپلې رېښې په فعال ډول بيا مومي. دا پړاو د بېلګې په ډول د Hawaii په پيل يعنې نږدې ۱۹۵۶۰ ز کلونو کې په Hawaiian موسيقي او ادبياتو کې نویو خوځښتونو ته کتل شوی دی. [۱۹]
  2. دويم پړاو د خواشينۍ پړاو په توګه په نښه شوی دی، چې د يوې ټولنې په توګه په کې خلک هر هغه قرباني کېدنه تېروي او پرې پوهېږي، چې ښايي مستعمرې ازمايلې وي. دا پړاو زياتره د نا اهیلۍ يا محروميت او لاريون په بڼه څرګندېږي.
  3. د استعمار د له منځه وړنې درېيم پړاو، چې ډېری وخت د تر ټولو پرېکنده پړاو په توګه په نښه کېږي، د وړانديز شوې خپلواکې مستعمرې د راتلونکي جوړولو پړاو دی. ياد پړاو په عمومي ډول د مناظرې يا سلامشورې له لارې پېښېږي، چې بحث په کې د مستعمرې راتلونکی، د حکومت کولو تګلارې او جسم او د کلتور بيا رغونه رانغاړي.
  4. څلورم پړاو د درېيم بريالي پړاو په پايله کې رامنځته کېږي، چې څلورم پړاو د مستعمرې لپاره يو پرېکړه شوي لامل يا لارښوونې ته د ژمنتيا په اړه دی. دا پړاو د ټولو خلکو د غږونو يوه ټولګه ده، چې په يو لوري کې دومره روښانه او(متحد) شوي دي، چې مستعمره يې په واسطه وروستي پړاو ته تللی شي.
  5. د استعمار له منځه وړنې پينځم او تر ټولو عام او وروستی پړاو د ذکر شوې متحد (يو شوې) موخې پر لور هغه عمل دی، چې په بېلابېلو لارو چارو کې ځان څرګندولی شي. د بېلګې په ډول: د تاوتريخوالي يا هغه څه په بيا غوښتلو سره چې يو ځل مستعمره وه. د مخکينيو څلورو پړاوونو د عمل څرنګوالی ځيني وختونه چې تر يو ستر ګواښ لاندې وي، يوې مستعمرې سره نه شي برابرېدلی، چې په دې حالت کې پينځم پړاو په چټکۍ سره د ځان ښکاره کولو هڅه کوي. که څه هم د مخنيوي وړ نه دی، مګر دا د شونو مسئلو لامل کېدلی شي. لکه: د مستعمرې د لا راتلونکي په يووالي کې کمښت.

د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته، بریتانوي عوامو له ۱۹۴۵ز کال څخه د وروسته سترواکۍ په پرتله نور لومړيتوبونه لرل. د مالي چارو لپاره د هوساينې په يو نوي دولت سره، دوی د دوی د ارادې خلاف له هېواده د باندې سيمو د نيولو په موخه له نظامي کړنې سره لږه لېوالتيا درلوده. [۲۰]

په نظرپوښتنو کې ځينو ناخپلواکو سيمو، لکه :Gibraltar او French Guiana؛ د خپل ناخپلواک دريځ ساتل غوره کړي دي. ان لکه دفاکلنډ Falklands جګړې غوندې ځيني بېلګې شته، چې دې ډول [ناخپلواک] اوسېدلو ته د دوام په موخه د يوې ناخپلواکې سيمې د حق ساتنې په موخه په کې يو جيوپوليټيکي قدرت جګړه پر مخ وړې. مستعمراتي ځواکونو کله ناکله د مالي، نظامي او نورو پېټو د له منځه وړلو په موخه د استعمار له منځه وړنه هڅولې ده، چې په هغو مستعمرو کې د ودې کولو ميلان لری، چې استعماري حکومتونه په کې زيات خواخوږي شوي دي.

د استعمار د له منځه وړلو وروستی پړاو ښايي باندينيو اړيکو او امنيت ته د ځواب وينې له لېږد سره اړيکه ولري او د نوي حاکميت لپاره د تلپاتې يا رسمي پېژندني غوښتنه وکړي. که څه هم ان د دولت د دريځ له رسميت پېژندنې څخه وروسته د اوسنيو برابرو حکومتونو تر منځ د دوه اړخيزو تړونونو له لارې د دوام يوې کچې ته پاملرنه کېدلی شي، لکه د پوځي روزنې، د دوه اړخيز خونديتوب تړونونه يا ان يو لښکر کوټ يا د نظامي تم ځايونو ګټورتوبونه يا عملي والی رانغاړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې