حافظ الاسد

حافظ الاسد د سوریې یو سیاستوال، نظامي افسر او انقلابي شخصیت وو چي له 1971 څخه بیا تر 2000 کال پوري یې د سوریې د 18 ولسمشر په توګه دنده ترسره کړل. نوموړی له دې مخکي له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۷۱ کال پوري د سوریې د صدراعظم په توګه او همدارنګه د عرب سوسیالست بعث ګوند د سوریې د سیمه ایزې څانګې د سکرتر او له ۱۹۷۰ څخه بیا تر ۲۰۰۰ پوري د بعث ګوند د ملي کمانډ د سکرتر جنرال په توګه دنده ترسره کړې وه. حافظ الاسد د ۱۹۶۳ کال د سوریې په کودتا کې کلیدي ګډون کوونکی وو، او د سوریې سیمه ییزه څانګه (عربي سوسیالیست بعث ګوند) یې واک ته ورساوه.

حافظ الاسد
حافظ الأسد (عربي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Qardaha (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۶ اکتوبر ۱۹۳۰[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۱۰ جون ۲۰۰۰[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د مړينې ځای
د مړينې لامل
د ښخولو ځای
Qardaha (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې
دین
Alawites (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی
اړين معلومات
جګړه
جوړښت
جایزې

نوي مشرتابه تر کودتا وروسته حافظ الاسد د سوریې د هوايي ځواک د قومندان په توګه وټاکه. د 1966 په فبروري کې حافظ په دویمه کودتا کي برخه واخیستل او د بعث ګوند مهم مشران یې وپرځول. تر یاد بریالیتوب وروسته حافظ د نوي حکومت له خوا د دفاع وزیر وټاکل سو. څلور کاله وروسته حافظ دریم کودتا پیل کړه او داځل یې اصلي واکمن صلاح جدید له واکه لیري او ځان یې د سوریې د مشر په توګه اعلان کړ. حافظ د واک د تر لاسه کولو پر مهال د بعثیانو په حکومت کي بېلابېل بدلونونه راوستل. همدا راز یې له هغو هېوادونو سره د سوریې د بهرنیو اړیکو د ټینګولو له لاري چې د ده مخکني مخالفین بلل سوي وه، د سوسیالیستي انقلاب د صادرولو بیانیه هم پرېښوده. حافظ د سړې جګړې پر مهال د اسرایلو پر وړاندې د شوروي اتحاد او ختیځ بلاک ملاتړ وکړ او د عربي نړۍ د یووالي لپاره یې د عربي نړۍ مفکوره پریښوده، هغه هڅه وکړه چي سوریه د فلسطین د مدافع په توګه نړۍ ته وښیي.

د حافظ د حکومت پر مهال د سوریې حکومت د یو ګوندي نظام په توګه راڅرګند او په یو قوي ولسمشریز رژیم سره د ګوندي دیکتاتورۍ غوندي سو. د دې نظام د ساتلو لپاره، د ولسمشر او د بعث ګوند لخوا د حافظ او د هغه په کورنۍ کې د شخصیتونو یوه فرقه جوړه شوه. حافظ په ۱۹۷۶ کال کي په لبنان کې د مداخلې امر وکړ چي په پایله کي یې لبنان د سوریې په لاس اشغال سو. حافظ ددې ترڅنګ د خپلي واکمنۍ پر مهال د سوریې د اخوان المسلمین د یاغیانو په مشرۍ یو اسلامپاله پاڅون د یو لړ کړکیچونو له لاري چي د حما په ډله ییزه وژنه کي پای ته ورسېد مات کړ.

هغه د سوریې پر حکومت د خپل شخصي واک له ټینګولو وروسته د خپل ځای ناستي په لټه کې سو. د نوموړي لومړی انتخاب خپل ورور رفعت و، مګر رفعت په 1983-1984 کي د حافظ د ناروغۍ پر مهال ترشک لاندي راغلی، او ترهغه وروسته جلاوطن سو کله چي د حافظ روغتیا ښه سول. د حافظ بل ځای ناستی د هغه مشر زوی باسیل و . خو باسیل هم په 1994 کي د موټر په حادثه کې مړ سو او حافظ خپل دریم انتخاب ته مخه کړه چي د هغه کوچني زوی بشار الاسد وو. حافظ په دې توګه په ۲۰۰۰ کال کي مړ او بشار د هغه رسمي ځای ناستی سو.