جولیان هاکسلی

جولیان سورل هاکسلی (زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د جون ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د فبروري ۱۴ مه) انګلستان ته اړوند تکاملي بیولوژي پوه، اصلاح پالونکی او نړیوال توب پالونکی و. هغه د طبیعي انتخاب ملاتړی او همدارنګه په شلمه پېړۍ کې د معاصر سنتز په برخه کې له مخکښو څېرو څخه و. نوموړی د لندن د ځناور پوهنې د ټولنې (Zoological Society of London) منشي (۱۹۳۵- ۱۹۴۲ زکال)، د یونسکو لومړی مشر، د نړیوال ځنګلي ژوند د صندوق (World Wildlife Fund) بنسټ اېښودونکی غړی، د بریتانوي اصلاح غوښتونکې ټولنې (British Eugenics Society) مشر (۱۹۵۹- ۱۹۶۲ زکال) او د انسان پالونکې بریتانوۍ ټولنې (British Humanist Association) لومړنی مشر و. [۲۵]

جولیان هاکسلی
جولیان هاکسلی
جولیان هاکسلی

د شخص معلومات
پيدايښت۲۲ جون ۱۸۸۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
لندن [۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه14 فبروري 1975 (88 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۵][۱۷][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۲۰]

د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عملي ژوند
کار/مسلکليکوال [۳][۲۱]،  فیلسوف ،  بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انګليسي ژبه [۲۲][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهژونپوهنه ،  ټرانس هومانیزم (ټرانس بشرپالنه) ،  تکاملي بيولوژي [۲۴]،  فلسفه [۲۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریکاتيزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخهد برتانيا فوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقامدويم بريدمن   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېلومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هاکسلي په کتابونو او مقالاتو او همدارنګه په راډیو او ټلویزیون کې د علمي مواردو په وړاندې کولو سره په پام وړ کچه شهرت موندلی و. نوموړي د ځنګلي ژوند اړوند د اوسکار جایزې ګټونکي یوه فلم ډایرکټري وکړه. هغه د علم د خپراوي له امله په ۱۹۵۳ زکال کې د یونسکو کالینګا جایزه، په ۱۹۵۶ زکال کې یې د سلطنتي ټولنې څخه د داروین مډال او په ۱۹۵۸ زکال کې یې د لینه این ټولنې (Linnaean Society) د داروین – والس مډال ترلاسه کړ. نوموړی همدغه کال (۱۹۵۸ زکال) شوالیه (ښاغلی) شو؛ سل کاله وروسته له هغه چې چارلز داروین او الفرد راسل والس د طبیعي انتخاب پر بنسټ د تکامل نظریه وړاندې کړه. په ۱۹۵۹ زکال کې نوموړي د نړیوالو نفوسو - د والدینو په کټګوري کې د لاسکر بنسټ ځانګړې جایزه ترلاسه کړه. [۲۵]

ځانګړې چارې

تکامل

هاکسلي او بیولوژېست اګوست وایزمن په طبیعي انتخاب باندې د تکامل د لومړني عامل په توګه ټینګار درلود. هاکسلي د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د معاصر تکاملي سنتز په برخه کې له اصلي مخکښانو څخه و. نوموړی د عامو وګړو ترمنځ د ژوند پوهنې د علم ترویج کوونکی و چې په ځانګړې توګه یې په دریو مواردو تمرکز درلود.

شخصي نفوذ

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې نوموړی له ډېر کم شمېر ژوند پوهانو څه و چې باور یې درلود طبیعي انتخاب د تکامل اصلي تحریک کوونکې قوه ده او تکامل د کوچنیو ګامونو پر مټ رامنځته کېږي نه د لویو ګامونو (خېزونو) پرمټ. دغه نظریات اوس مهال معیاري نظریات ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې د یو علمي څېرې په توګه د هغه وخت لنډ و خو هغه په ۱۹۲۰مه لسیزه کې په اکسفورډ پوهنتون کې د تکاملي ژوند پوهانو په تدریس او هڅونه لاس پورې کړ. له دغو څخه چارلز الټون د چاپېریال پوهنې، السټر هارډي د سمندري ژوند پوهنې او جان بېکر د حجروي ژوند پوهنې په برخو کې پیاوړي بریالي کسان شول چې بېکر بیا په سلطنتي ټولنه کې د هغه خاطرات ولیکل.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د دوی ترمنځ تر ټولو مخکښ اډموند بریسکو فورډ و چې د اکولوژیکي ژنټیک په نامه څېړنیزه برخه یې تاسیس کړه او په تکاملي سنتز کې یې ونډه لرله. بل مهم زده کوونکی یې ګاوین ډی بیر و چې د تکامل او پراختیا اړوند یې لیکنې وکړې او بیا د طبیعي تاریخ د موزیم مدیر شو. دواړو دغو څېړونکو د ژنټیک، تجربي ځناور پوهنې (د جنین پوهنې په ګډون) او اخلاق پوهنې اړوند د هاکسلي په لکچرونو کې ونډه اخیسته. هغوی وروسته د هاکسلي همکاران شول او بیا ورپسې په خپلو علمي برخو کې رهبران شول.

هغه مهال چې پوهانو د نن ورځې په کچه زیات سفر نه کاوه، هاکسلي په پراخه کچه اروپا، افریقا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل. له همدې امله هغه وکولای شول له نورو ساینس پوهانو، طبیعت پوهانو او مدیرانو څخه ډېر څه زده کړي او پر هغو اغېز هم وکړي. په متحده ایالاتو کې نوموړي وکولای شول د طبیعي انتخاب د بیاځلي ارزیابۍ په حساس مهال کې له نورو تکامل پالونکو سره وګوري. په افریقا کې نوموړي وکولای شول په استعماري مدیرانو باندې د وحشي حیواناتو اړوند د پوهې او د هغو د ساتنې په برخه کې اغېز وکړي. په اروپا کې نوموړي د یونسکو سازمان له لارې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دغو علومو د بېرته راژوندي کولو په مرکز کې موقعیت درلود. خو په روسیه کې د نوموړي تجربیاتو توپیر درلود. د هغه لومړي پام وړ لیدلوري د ستالین د جنایتکارانه ځپلو او د لیسنکو د پېښې په اړه د مخ پر زیاتوالي درک له امله بدلون وموند. ډېر کم شواهد شتون لري چې ښيي هغه دې په شوروي اتحاد باندې کوم اغېز لرلی وي، هغه چاره چې د نورو لویدیځو پوهانو اړوند هم صدق کوي. «مارکسېزم – لینینېزم په یو متعصب مذهب اوښتی و... او د نورو ټولو متعصبو مذاهبو په څېر یې د اصلاحاتو پر ځای آزار او ځورونې ته مخه کړې وه». [۳۰][۳۱]

تکاملي سنتز

هاکسلی د معاصر تکاملي سنتز یو له اصلي معمارانو څخه و چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رامنځته شو. د جنټیکي او جمعیتي نظریاتو ترکیب د داسې توافق د رامنځته کېدو لامل وګرځېد چې له شاوخوا ۱۹۴۰ زکال څخه د ژوند پوهنې په برخه کې حاکم و او اوس هم په پراخه کچه اثبات وړ دی. «د تکاملي ژوند پوهنې په تاریخ کې تر ټولو لار ښوونکی پړاو د نوي داروینېزم د سنتز رامنځته کېدل و». په ۱۹۸۰ زکال کې د ارنست مایر په خبره دغه سنتز په داسې توګه رامنځته شو چې «یوازې د یوه اړخ نظر سم وبولي او د نورو لیدلوري ناسم وګڼي، بلکې د پخوانیو سیالو څېړنیزو ستراتیژیو د تر ټولو اغېزمنو مولفو د تبادلې پر بنسټ و». [۳۲][۳۳]

د معاصر تکاملي سنتز اړوند د هاکسلي سره د اصلي مرسته کوونکو په نوملړ کې ارنست مایر، تئودوسیوس دوبژانسکي، جورج ګیلورد سیمپسون، برنهارد رنچ، لډیارډ سټیبنز او جمعیتي ژنټیک پوهان جان هالډین، رونالډ فیشر او سېوال رایټ شاملېږي. په داسې حال کې چې دغې موضوع ته اړوند د هاکسلي د کتاب د خپرېدو پر مهال د هغو څو تنو یې په دغه مورد کې لا هم خپله جلا ونډه نه لرله. په ډاډمنه توګه ویلای شو چې د هاکسلي لپاره اې.بي. فورډ او د هغه همکار چاپېریالي ژنټیک پوهان حد اقل په هماغه کچه مهم و؛ همدارنګه د کروموزومونو متخصص سیریل ډارلینګټون ورته د حقایقو او نظریاتو پام وړ منبع وه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

هاکسلي د نوي سنتز او تکاملي سنتز اصطلاحات رامنځته کړل؛ همدارنګه یې په ۱۹۳۸ زکال کې د کلاین اصطلاح اختراع کړه څو هغو نوعو ته اشاره وکړي چې غړي یې د فرعي انواعو په لرلو په یوه جغرافیي سیمه کې د شخصیت له دوامداره بدلون سره مخ کېږي. د کلاین لرغونې نمونه د شمالي قطب په چاپېر کې د لاروس هیلۍ فرعي ډولونه و. کلاین د حلقوي نوعو څرګندونکې بېلګه وه. [۴۱][۴۲][۴۳]

د تکاملي سنتز په برخه کې د هاکسلي وروستۍ هڅې چاپېریالي یا ایکولوژیکي ژنټیک ته اړوندې وې. هغه څرګنده کړه چې په طبیعت کې څو ډوله شکل لرل (پولي مورفېزم) په څومره پراخه کچه شتون لري چې په یو شمېر هغو کې څرګند مورفېزم یې تر ټولو دود ډول دی. [۴۴][۴۵][۴۶]

تکاملي وده

په داسې حال کې چې هاکسلي باور درلود چې د ټولیز تفکر له مخې تکامل په یوه سازمان کې د پرمختګ لامل ګرځي او په دې سره یې د ارسطو لرغونې پای پوهنه یا تیلولوژي رد کړه: «معمولي انسان، یا حد اقل یو معمولي شاعر، فیلسوف او الهیات پوه تل د تکامل د بهیر د موخې موندنې سره لیوالتیا لرلې. زه باور لرم چې دغه استدلال په بشپړه توګه ناسم دی». هاکسلي په دغه برخه کې له موخې پرته د ودې (Progress without a goal ) عبارت ابداع کړ څو د تکامل د معاصر سنتز په برخه کې خپلې چارې د هغو پر مټ را لنډې/خلاصه کړي او وښيي چې تکاملي وده «د بیولوژیکي موثریت د سطحې لوړوالی دی چې په چاپېریال باندې د زیاتېدونکی کنټرول او له هغو څخه د خپلواکۍ په توګه تعریف کېږي». نوموړي په عمل کې د تکامل (Evolution in action) تر عنوان لاندې اثر کې لیکلي: [۴۷][۴۸]

«طبیعي انتخاب د وخت په اضافه کولو سره د بیولوژیکي پرمختګ لامل ګرځي... پرمختګ تر اوسه پورې په ژوند پوهنه کې په رسمیت پېژندل شوې تخنیکي اصطلاح نه ده ... له دې سره، ژوندي موجودات د تکامل پر مهال پرمختګ کوي... داروین په ټولیزه توګه د طبیعي انتخاب د پایلو لپاره د دغې کلمې له کارولو وېره نه لرله... زه باور لرم چې پرمختګ کېدای شي په تکاملي ژوند پوهنه کې په کلیدي مفهوم باندې واوړي. [۴۹]آیا کولای شو هغه له علمي پلوه تعریف کړو؟ په بیولوژیکي ماشینرۍ کې پرمختګ ... د څرېدونکو آسونو غړي او غاښونه... د مغز د وړتیا زیاتوالی... د اوبو د ستنې (یو ډول الوتونکی دی) سترګې، چې [په] هر لوري کې خپل ټول چاپېر لیدلی شي، دا د ژوندانه په لومړنیو ډولونو کې د هغو په سترګو کې د مایکروسکوپي داغونو په نسبت پرمختګ دی. د ټولې تکاملي دورې [په اوږدو کې] موږ د ټولیز پرمختګ شاهد یو – د ژوندانه په اصلي ځانګړنو له دې ډلې د هغو په عامه سازماندهۍ کې د پرمختګ. له همدې امله پرمختګ د ژوندانه په عمومي ځانګړنو کې د اوږد مهالې ودې لپاره ګټمنه اصطلاح ده. [خو] دغه پرمختګ نړیوال نه دی. ضعیف اشکال لار برابروي څو د لوړو هغو په خوا کې ژوندي پاتې شي». [۵۰]

سرچينې