بيت المقدس

بیت المقدس (/dʒəˈruːsələm/؛ په عبري کې: יְרוּשָׁלַיִםYerushaláyim؛ په عربي کې: القُدس al-Quds) په لوېدیځه آسیا کې یو ښار دی. د یهودا غرونو په سیمه کې د مدیترانې او یهودا سیندونو په منځ کې واقع دی، دا ښار د نړۍ یو له لرغونو ښارونو څخه دی، د درې اصلي ابراهیمي دینونو: یهودیت، مسیحیت او اسلام لپاره سپېڅلی ګڼل کېږي. دا ښار د اسراییلو او لوېدیځ بانک تر منځ لرغونه کرښه پټوي؛ هم اسراییلیان او هم فلسطینیان ادعا لري چې بیت المقدس د هغوی پلازمېنه ده. اسراییل ټول ښار کنټرولوي او خپل اصلي دولتي بنسټونه یې هلته ساتلي دي، په داسې حال کې چې د فلسطین ملي اداره او د فلسطین آزادي غوښتونکی سازمان په نهایت کې هغه د فلسطین دولت د واک اصلي مرکز په توګه وړاندیز کوي. دې اوږدمهاله اختلاف ته په کتو سره، له دې دوه اړخونو څخه هیڅ یو یې هم‌ په نړیواله کچه په رسمیت ندي پېژندل شوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بيت المقدس
ירושלים (عبراني)
القدس (عربي

)
أورشليم (عربي

)
ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نامه د
Shalim (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پلازمېنه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۹۳۶٬۴۲۵[۱] — ۸۶۵٬۷۲۱[۲] — ۷۱۸٬۹۰۰ — ۶۵۷٬۵۰۰ — ۶۱۷٬۰۴۲ — ۵۲۴٬۴۰۰ — ۴۵۷٬۷۰۰ — ۴۰۷٬۱۰۰ — ۳۴۵٬۶۰۰ — ۲۶۲٬۶۰۹ — ۱۶۴٬۴۴۰ — ۲۰۵٬۱۰۰ — ۹۰٬۴۵۱ — ۶۲٬۰۵۳ — ۵۳٬۴۱۰ — ۷۵٬۲۰۰ — ۶۰٬۰۰۰ — ۴۵٬۴۳۰ — ۲۵٬۰۳۰ — ۱۵٬۵۱۰ — ۱۱٬۰۰۰ — ۸٬۷۵۰ — ۱۲٬۶۵۰ — ۱۲٬۳۸۴ — ۷٬۹۰۰ — ۴٬۷۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د سيمې اصلي ژبې
د حکومت مشر
وګړنوم
HiérosolymitainירושלמיمقدسيJeruzalemmer[۳]ירושלמיתJerusalemiteJerosolimitanoHierosolimitanoJerusalemanojerozolimczyk[۴]jerozolimka[۵]jerozolimczycy[۵]jerozolimkiGerosolimitani ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
اداري سیمه
يروشلم ولسوالۍ (۱۹۶۷ – )Quds Governorate (en) ژباړل (۱۹۹۳ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

 اسرائيل[۸]
 د برېتانيا تر چارسمبالښت لاندې فلسطين
 اردن
کينډۍ:د هېواد مالومات ايوبي کورنۍ
کينډۍ:د هېواد مالومات د بيت المقدس پاچاهي
کينډۍ:د هېواد مالومات د بيت المقدس پاچاهي
کينډۍ:د هېواد مالومات ايوبي کورنۍ
{{د هېواد مالومات Occupied Enemy Territory Administration (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|بيرغ/پوښ|name=Occupied Enemy Territory Administration (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|variant=10px|size=}}
 عثماني سترواکي
کينډۍ:د هېواد مالومات د بیزانس سترواکي
{{د هېواد مالومات early Islamic period in Palestine (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|بيرغ/پوښ|name=early Islamic period in Palestine (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|variant=10px|size=}}
{{د هېواد مالومات Judah (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|بيرغ/پوښ|name=Judah (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|variant=10px|size=}}
{{د هېواد مالومات Mamluk Sultanate (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|بيرغ/پوښ|name=Mamluk Sultanate (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|variant=10px|size=}}
کينډۍ:د هېواد مالومات د حشمونيانو لړۍ
{{د هېواد مالومات Roman Palestine (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|بيرغ/پوښ|name=Roman Palestine (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|variant=10px|size=

}} ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين معلومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۲۵٫۴۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
وېب‌پاڼه
پوسټ‌کوډ
91000–91999[۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۱°۴۶′۴۴″شمال ۳۵°۱۳′۳۲″ختیځ / 31.7789°شمال 35.2256°ختيځ / 31.7789; 35.2256 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

بیت المقدس په خپل اوږد تاریخ کې لږ ترلږه دوه ځله ویجاړ شوی، ۲۳ ځله محاصره شوی، ۴۴ ځله اشغال او بېرته خپلواک شوی او ۵۲ ځله ورباندې برید شوی دی. د دې لرغوني ښار کیندل شوې برخه له میلاد څخه مخکې څلور زرم کال کې د مېشت کېدو نښې ښکاروي چې هغه د کوچیانو شپانو مېشت ځای وو. د کنعانیانو په دوره کې (له میلاد څخه مخکې څوارلسمه پېړۍ)، بیت المقدس د مصر په لرغونو لیکنو کې د یوروسالم په نوم یاد شوی چې په لوړ ګومان کنعاني خدای، شالیم، ته اشاره لري. د اسراییلیانو دورې په اوږدو کې، له میلاد څخه مخکې نهمه پېړۍ (د اوسپنې دوهم عصر) کې په ټول ښار کې د پام وړ ودانیز فعالیتونه پیل شول او له میلاد څخه مخکې اتمې پېړۍ پورې، بیت المقدس د یهواد سلطنت په مذهبي او اداري مرکز بدل شو. له میلاده وروسته ۷۰یم کال کې، د رومیانو په وړاندې د یهودانو ناکامه بغاوت د ښار او دوهم معبد د ړنګېدو لامل شو. له میلاده وروسته په ۱۵۳۸م کال کې، د عثماني امپراتورۍ لوی سلیمان شاه په وخت کې د ښار د شاوخوا دېوالونه بیا ورغول شو. نن ورځ، دا دېوالونه د پخواني ښار ښکارندویي کوي چې د نولسمې پېړۍ له لومړیو څخه په بېلابېل ډول (د ساعت عقربې په بڼه له سوېل ختیځ خوا څخه حرکت کوي)، په دودیز ډول څلورو برخو باندې وېشل شوی: د یهودیانو څلورمه برخه، د ارمنیانو څلورمه برخه، د مسیحیانو څلورمه برخه او د مسلمانانو څلورمه برخه. دا لرغونی ښار په ۱۹۸۱م کال کې په نړیوال میراث بدل شو او له ۱۹۸۲م کال څخه د نړیوال میراث په لړلیک کې له ګواښ سره مخ دی. له ۱۸۶۰م کال څخه، بیت المقدس د پخواني ښار له پولو څخه ډېر هاخوا وده کړې ده. په ۲۰۱۵م کال کې، بیت المقدس کابو ۸۵۰۰۰۰ نفوس درلود چې په هغه کې کابو ۲۰۰۰۰۰ اسرائیلي سیکولار یهودان، ۳۵۰۰۰۰ حریدي یهودان او ۳۰۰۰۰۰ عرب فلسطینیان شامل وو. په ۲۰۱۶م کال کې د ښار نفوس ۸۸۲۷۰۰ کسه وو چې ۵۳۶۶۰۰ کسه یهودیان (۶۱٪)، ۳۱۹۸۰۰ کسه مسلمانان (۳۶٪)، ۱۵۸۰۰ کسه مسیحیان (۲٪) او ۱۰۳۰۰ کسان چې نه وو طبقه بندي شوي (۱٪) شامل وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د عبري سپېڅلي کتاب په اساس، دا ښار د اسرایيلي پاچا داوود لخوا له یبوسایټ څخه فتحه شو او هغه دا ښار د اسراییل متحده سلطنت پلازمېنې په توګه تاسیس کړ. د داوود زوی او ځای ناستي، سلیمان، وروسته په ښار کې د لومړي معبد د جوړولو سپارښتنه وکړه. مډرن څېړونکي استدلال کوي چې یهودیانو د الیهوه تر محوریت لاندې د یوه مونولاټروس – وروسته بیا مونوټیسټیک – دین ودې ورکولو له لارې د کنعانیانو له قوم او کلتور څخه ځان جلا کړ. دا بنسټیزې پېښې چې له میلاد څخه مخکې لومړیو زرو کلونو کې یې قرار درلود، د یهودانو لپاره یې د مرکزي سمبول ارزښت ځانګړی کړ. د «سپېڅلي ښار» (עיר הקודש، 'Ir ha-Qodesh) عبادت په لوړ ګومان د جلاوطنۍ وروسته بیت المقدس پورې تړل شوی دی. په مسیحیت کې د بیت المقدس سپېڅلتیا، چې د عبري سپېڅلي کتاب په یوناني ژباړه کې چې د مسیحیانو لخوا د زوړ وصیت په توګه منل شوی، ساتل شوې ده، په نوي وصیت کې د عیسی صلیب او وروسته بیا له همدې ځایه د هغه بیا ژوندي کېدو سره دا سپېڅلتیا لا پیاوړې شوه. په سني اسلام کې، بیت المقدس په اوسني سعودي عربستان کې له مکې او مدینې وروسته دریم سپېڅلی ښار دی. د دې لامل دا دی چې دا ښار له مکې څخه مخکې د لومړۍ قبلې په توګه (د مسلمانانو د لمونځ سټانډارډ سمت) پېژندل کېده. په اسلامي سنت کې، د اسلام پیغمبر حضرت محمد له میلاد څخه وروسته په ۶۲۱م کال کې بیت المقدس ته سفر وکړ او له هغه ځایه آسمان ته پورته شو او د قران وینا له مخې یې، له خدای سره خبرې وکړې. د دې ټولو پېښو په پایله کې، سربېره پر دې چې یوازې ۰.۹ کیلومټر مربع (38  مایل مربع) مساحت لري، دا لرغونی ښار د ډېرو با ارزښته مذهبي ځایونو کور دی؛ چې له هغې جملې څخه کولی شو له ډبرین ګنبد سره د معبد غره (چې همدارنګه د الاقصی او حرم الشریف په توګه هم پېژندل کېږي)، د قبلې جومات او لوېدیځ دیوال او همدارنګه د سپېڅلي قبر کلیسا نومونه واخلو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

نن ورځ، د بیت المقدس حالت د اسراییل او فلسطین د جګړې او همدارنګه د هغوی د سولې پروسې یو له اصلي موضوعاتو څخه پاتې ده. په ۱۹۴۸م کال کې د عربانو او اسرائیل جګړې په اوږدو کې، لوېدیځ بیت المقدس د هغو سیمو له جملې څخه وو چې د اسراییلو لخو ونیول شو او وروسته بیا ضمیمه شو په داسې حال کې چې ختیځ بیت المقدس، د زوړ ښار په شمول، د اردن لخوا ونیول شو او بیا هغه سره ضمیمه شو. په هرحال د ۱۹۶۷م کال شپږ ورځنۍ جګړې په اوږدو کې، ختیځ بیت المقدس د اسراییلو لخوا له اردن څخه ونیول شو، پس له هغه په عملي بڼه ضمیمه شو او د ښار نورو برخو او د هغه شاوخوا سیمو ته چې د اسراییل تر کنټرول لاندې وو، ورزیات شو. د اسراییلو یو له اساسي قوانینو څخه، د ۱۹۸۰م کال د بیت المقدس قانون دی، چې «بشپړ او نه وېشل شوی» بیت المقدس د دې هېواد د پلازمېنې په توګه یادوي. د اسرایيل دولت ټول نهادونه د بیت المقدس په منځ کې قرار لري، له هغې جملې څخه کنیسټ، د لومړي وزیر (بیت اغیون) او ولسمشر (بیت هاناسي) مېشت ځایونه او ستره محکمه یادولی شو. په داسې حال کې چې په لوېدیځ بیت المقدس باندې د اسراییلو حاکمیت په پراخه کچه د نړیوالې ټولنې لخوا منل شوې ده، پر ختیځ بیت المقدس باندې د اسراییلو حاکمیت غیرقانوني ګڼل کېږي او په پایله کې ختیځ بیت المقدس د ملګرو ملتونو لخوا د فلسطیني ځمکې په توګه چې د اسراییلو لخوا اشغال شوې، په رسمیت پېژندل کېږي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

نومونه: تاریخ او ریښه پېژنونه

لرغونې مصري سرچینې

د مصر منځني سلطنت په اعدامي لیکنو کې (له میلاد څخه کابو ۱۹ پېړۍ مخکې) د روشالیم په نوم یو ښار په پراخه توګه، خو نه په نړیواله توګه، د بیت المقدس په توګه پېژندل شوی دی. بیت المقدس د عبدي هبه (له میلاده مخکې ۱۳۳۰م کال) په آمارنا لیکنو کې د یوروشالیم په توګه نومول شوی دی.[۴۵][۴۶][۴۷]

ریښه پېژنونه

د «یوروشالیم» نوم په بېلابېلو بڼو کې د شالم خدای د «بنسټ (سامي yry «د بنسټ ډبرې کېښودل، پیدا کوکل») په معنا ده. له همدې کبله د شالم خدای د برونز دورې کې د ښار اصلي سرپرست خدای وو.[۴۸][۴۹][۵۰]

شالیم یا شالم په کنعاني دین کې د غرمې خدای نوم وو چې د هغه نوم هم د S-L-M ورته ریښې په اساس دی چې د «سولې» عبري کلمه له هغه څخه اخیستل شوې (شالوم په عبري کې، د عربي سلام همغږی دی). له همدې کبله، دې نوم ځان د ځینو مسیحي لیکوالانو هغو ریښه پېژنونو ته ځان رسولی لکه «د سولې ښار»، «د سولې ځای»، «د سولې استوګنځی» («په امنیت کې جوړ شوی»)، یا «د سولې لیدلوري».[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

سرچينې