بوروندي

افريقايي هېواد
  
بوروندي
بوروندي
بوروندي
بیرغ
بوروندي
بوروندي
نښان

Location of  بوروندي  (موظی ته ورته) – in افریقا  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت & شین ټکی) – in آفریقایي ټولنه  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت)
Location of  بوروندي  (موظی ته ورته)

– in افریقا  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت & شین ټکی)
– in آفریقایي ټولنه  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت)

Location of  بوروندي  (موظی ته ورته)

– in افریقا  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت & شین ټکی)
– in آفریقایي ټولنه  (شین رنګ کې د بروندي هیواد موقیعت)


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ۳°۴۰′۰۰″سویل ۲۹°۴۹′۰۰″ختیځ / 3.666667°سويل 29.816667°ختيځ / -3.666667; 29.816667   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی27834 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبېروندي ژبه ،  فرانسوي ژبه ،  انګليسي ژبه [۲]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه۱ جولای ۱۹۶۲  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر21 کلن ،  18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه7 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسېد بروندي فرانک   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲ (ساتونکی )[۴]  د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لوریښي لورۍ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډBI  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ+257  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
بروندي (/bəˈrʊndi/) چې په رسمي ډول د بروندي جمهوريت دی، په کېروندي ژبه کې ورته (Repubulika y’Uburundi, [u.βu.ɾǔː.ndi])، سواهيلي کي (Jamuhuri ya Burundi) او فرانسوي ژبه کې (République du Burundi, [buʁundi] or [byʁyndi]) وايي. دا هېواد د ستر چاود دره (Great Rift Valley) کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې د افريقا د سترو جهيلونو سيمه او ختيځه افريقا په کې يو ټکي يا مرکز ته راټولېږي. شمال ته راوانډا، ختيځ او سوېل ختيځ ته تانزانيا او لويديځ ته يې د کانکو ديموکراتيک جمهوريت دی. د “Tanganyika” جهيل د هېواد د سوېل لويديځې پولې په اوږدو کې پروت دی. [۵][۶]

د لږ تر لږه ۵۰۰ کلونو لپاره په کې د Twa, Hutu او Tutsi وګړو ژوند کړی دی. بروندي د يادې مودې له ۲۰۰ څخه د زياتو کلونو لپاره د شلمې پېړۍ تر پيل پورې يوه خپلواکه پاچهي وه؛ دا هغه مهال و، چې المان پر سيمه باندې حکومت وکړ. د لومړۍ نړيوالې جګړې او د المان له ماتې څخه وروسته د ملتونو ټولنې د بروندي سيمه د بلجيم تر واک يا قيموميت لاندې کړه. له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د متحده ايالتونو د باور پر سيمه (United Nations Trust Territory) بدله شوه. بلجيميان او المانيانو دواړو د بروندي او راوينډا پر سيمو باندې د اروپايي مستعمرې په توګه حکومت وکړ، چې د “Ruanda-Urundi” په نوم پېژندل کېږي. پر افريقا باندې د اروپايي بريد تر وخته پورې د بروندي او راويندا سيمې هيڅکله تر عام حکومت لاندې نه وې. [۷][۸]

بروندي په ۱۹۶۲ ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او په لومړيو کې يې شاهي نظام درلود، مګر د وژنو لړيو، کودتا او د سيمې د بې ثباتۍ عمومي اقليم په ۱۹۶۶ ز کال کې د يو جمهوريت او يو ګوندي دولت په رامنځته کېدلو کې لوړې کچې ته ورسېدل. د توکمي سوچه کولو سيالۍ، وروستۍ دوه کورنۍ جګړې او عام وژنې؛ يو ځل په ۱۹۷۰ لسيزه او بل ځل په ۱۹۹۰ لسيزه کې د سلګونه زرو وګړو د مړينې لامل شوې او اقتصاد يې ناپرمختللی او نفوس يې د نړۍ تر ټولو غريبې کچه کې پرېښود. ۲۰۱۵ ز کال د پراخه کچې سياسې نښتې شاهد و؛ ولسمشر “Pierre Nkurunziza” د درېيم وار له لپاره دندې پر مخ وړل غوره کړل، د کودتا يوه هڅه بې پايلې شوه او د هېواد پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د نړيوالې ټولنې د غړو له لورې تر پراخه نيوکې لاندې راغلې. [۹]

د بروندي د خپلواک دولت سياسي نظام د ولسمشريز استازي ديموکراتيک جمهوريت دی، چې د ګڼ ګوندي دولت پر بنسټ دی. د هېواد ولسمشر د دولت او حکومت رئيس دی. اوسمهال په دې بروندي کې ۲۱ ثبت شوي ګوندونه دي. د ۱۹۹۲ مارچ پر ۱۳ د “Tutsi” کودتا مشر “Pierre Buyoya” يو اساسي قانون رامنځته کړ، چې د ګڼ ګوندي سياسي بهير لپاره يې لاره هواره او ګڼ ګوندي سيالي يې راغبرګه (منعکس) کړه. شپږ کالونه وروسته د ۱۹۹۸ ز کال جون پر ۶ ياد اساسي قانون د ملي جرګې د چوکيو په پراخولو او د دوو مرستيال ولسمشرانو لپاره د مقرراتو په برابرولو سره بدل شو. د اروشا سمون يا ملګرتيا “Arusha Accord” له امله بروندي په ۲۰۰۰ کال کې يو لېږدېدونکی (انتقالي) حکومت تصويب کړ. د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې يې ملګري ملتونه له خپلې ارادې څخه خبر کړل، چې غواړي د جنايي نړيوالې محکمې څخه لاس واخلي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ياد هېواد په بنسټيز ډول يوه کليوالي ټولنه ده، چې يوازې ٪۱۳۴ وګړو يې په ۲۰۱۹ ز کال کې په ښاري سيمو کې ژوند کاوه. په يو کېلو متر مربع (۷۵۳ ميل مربع) سيمه کې د نږدې ۳۱۵ تنه وګړو د تراکم له مخې د نيمه صحرايي افريقا دويم ستر هېواد دی. نږدې ٪۸۵ نفوس يې د “Hutu” توکم له نسل څخه دي، ٪۱۵ يې “Tutsi” او له يو سلنې څخه لږ يې ذاتي “Twa” توکمي دي. د هېواد رسمي ژبې کېرونډي “Kirundi”، فرانسوي او انګليسي دي. کېرونډي په رسمي ډول د يوازينۍ ملي ژبې په توګه پېژندل کېږي. [۱۵][۱۶]

بروندي چې د افريقا له کوچنيو هېوادونو څخه دی، ځمکه يې زياتره د پايښت کرنې او څرولو لپاره کارول کېږي، چې د ځنګلونو د له منځه تګ لامل شوې ده. تر ۲۰۰۵ ز کال پورې د هېواد ځنګلونه نږدې بشپړ له منځه تللي وو او يوازې له ٪۶ څخه لږه ځمکه يې په ونو سره پوښل شوې وه، چې نيمايي هغه يې سوداګريزې کښتونه وو. دا هېواد د فقر تر څنګ زياتره له فساد، کمزوري جوړښت، روغتيايي او د زده کړو خدمتونو ته له لږ لاسرسي او لوږې څخه رنځېږي. بروندي ګڼ نفوسه هېواد دی او زيات ځوانان د موکو [د کار] په لټه نورو سيمو ته ځي. د ۲۰۱۸ ز کال د نړۍ د خوښۍ راپور دې هېواد ته د ۱۵۶ ځای په ورکولو سره د نړۍ د تر ټولو لږ خوښ هېواد په توګه ځای کړ. بروندي د افريقايي ټولنې، ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار، ملګرو ملتونو او ناپېيلي خوځښت غړی هېواد دی. ياد هېواد تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د سړي سر تر ټولو ټيټ ناخالص کورنی محصول لري. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

بروندي

معاصر بروندي د بروندي د پاچا (King of Burundi) په نوم نومول شوې ده. نوموړي پر سيمه باندې حکومت وکړ، چې د پيل يې په ۱۶ پېړۍ کې و. ښايي په وروستي ډول خپل نوم د سيمې له “Ha” وګړو څخه تر لاسه کړي، چې د اصليت ځای يې د “Buha” په نوم پېژندل کېده. [۲۱]

تاريخچه

بروندي لکه د بوستوانا، ليسوتو او ايستوانا غوندې هېوادونو له ډلې، له خپل ګاوند راواندا “Rwanda” تر څنګ په افريقا کې يو له څو (په شمېر) هېوادونو څخه دی، چې له استعمار څخه د مخه د افريقايي دولت يو سيده ځمکنی پرله پسې والی (تسلسل) دی. د هېواد پخوانۍ تاريخچه او په ځانګړي ډول د هېواد د درې واکمنو توکمي ډلو (Twa, Hutu او Tutsi) ونډه او طبيعت د پوهانو تر منځ خورا د بحث وړ دی. که څه يادونه کول يې مهم دي، چې د توکميزو ډلو طبيعت او کلتور تل سيال يا بهاند او بدلېدونکی دی. په داسې حال کې چې يادې ډلې ښايي دې سيمې ته په بېلابېلو وختونو کې او په بېل ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو په توګه راغلې وي، مګر اوسني توپيرونه يې د ځينو له لورې ټولنيز-سياسي جوړښتونه ګڼل کېږي. يادو ډلو په لومړيو کې په يو څه سوله کې يو له بله سر ګډ ژوند وکړ. د دوی تر منځ د نښتو يا شخړو نېټه ۱۷ پېړۍ ته ورګرځېدلی شي. په ياده موده کې ځمکه د نفوس د پرله پسې ودې له امله خورا مخ په کمېدو وه.[۲۲]

د بروندي پاچهي

د بروندي دولت د لومړني ثبوت نېټه ۱۶ پېړۍ ته ورګرځي، چې په همدې موده کې پر لويديځې غونډۍ باندې راڅرګند شو. په ځان پورې د کوچنيو ګاونډيو سيمو په نښلولو سره، د راتلونکو پېړيو پر مهال پراخه شو. د سترو جهيلونو سيمه کې د بروندي يا يورندي (Urundi) پاچاهي د دوديز پاچا له لورې اداره کېده، چې تر لاسه لاندې يې بېلابېل شهزاده ګان وو او د پرله پسې والي يا ځايناستي هڅې په کې عامې وې. پاچا چې د “mwami” په نوم يادېده او د واکمن معنا لري، د شهزاده غوندې ټولواکۍ (ganwa) مشري يې وکړه چې د خاورې ډېره برخه يې درلوده او له سيمه يیزو کروندګرو (په اصل کې Hutu) او شپونکيانو (په اصل کې Tutsi) څخه يې باج يا ماليه غوښتله. د بروندي پاچهي د روحانيونو د سلسلې د يو سياسي واک او د باج له مخې د اقتصادي بدلون له مخې وپېژندل شوه. [۲۳][۲۴]

د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د Tutsi سلطنت پر خاوره، توليد او د ubugabire په پرمختګ سره پر وېش باندې واک پياوړی کړ. “ubugabire” د ملاتړي پېرېدونکي يوه اړيکه وه، چې عوامو په کې د باج او د ځمکې د نيونې په بدل کې شاهي خونديتوب تر لاسه کړ. په دې موده کې شاهي محکمه له “Tutsi-Banyaruguru” توکم له وګړو څخه  جوړه شوې وه. دوی د نورو کليوالي وګړو، لکه “Tutsi-Hima” په پرتله لوړ ټولنيز دريځ درلود. د دې ټولنو په ټيټو کچو کې “Hutu” وګړي وو او “Twa” وګړو د هرم په خورا تل کې ځای درلود. که څه هم ياد نظام يو څه نرمښت درلود. ځيني Hutu وګړو په اشرافيت پورې تړلي وو او د همدې له امله يې د دولت په پرمخ وړلو کې هم نظر [ونډه] درلوده. [۲۵]

ایداري وېش

بروندي هیواد ۱۸ ولایتونه او ۱۱۷ ولسوالۍ لري.


ولایتمرکزمساحت
(ک. م مربع)[۲۶]
وګړي
(سرشمیرنه ۲۰۰۸)[۲۷]
ختیځه بوروندي
کانکوزو ولایتکانکوزو۱٬۹۶۴٫۵۴۲۲۸٬۸۷۳
ګیتګا ولایتګیتګا۱٬۹۷۸٫۹۶۷۲۵٬۲۲۳
روتانا ولایتروتانا۱٬۹۵۹٫۴۵۳۳۳٬۵۱۰
روییګي ولایتروییګي۲٬۳۳۸٫۸۸۴۰۰٬۵۳۰
شمالي بوروندي
کاروزي ولایتکاروزي۱٬۴۵۷٫۴۰۴۳۶٬۴۴۳
کایانزا ولایتکایانزا۱٬۲۳۳٫۲۴۵۸۵٬۴۱۲
کیروندو ولایتکیروندو۱٬۷۰۳٫۳۴۶۲۸٬۲۵۶
مویینګا ولایتکویینګا۱٬۸۳۶٫۲۶۶۳۲٬۴۰۹
نګوزي ولایتانګوزي۱٬۴۷۳٫۸۶۶۶۰٬۷۱۷
سویلي بوروندي
بوروري ولایتبوروري۱٬۶۴۴٫۶۸۳۱۳٬۱۰۲
ماکامبا ولایتماکامبا۱٬۹۵۹٫۶۰۴۳۰٬۸۹۹
رومونګه ولایترومونګه۱٬۰۷۹٫۷۲۳۵۲٬۰۲۶
لویدیځه بوروندي
بوبانزا ولایتبوبانزا۱٬۰۸۹٫۰۴۳۳۸٬۰۲۳
بوجومبورا مایري ولایتبوجومبورا۸۶٫۵۲۴۹۷٬۱۶۶
کلیوال بوجومبورایایساله۱٬۰۵۹٫۸۴۴۶۴٬۸۱۸
سیبیتوک ولایتسیبیتوک۱٬۶۳۵٫۵۳۴۶۰٬۴۳۵
مورامویا ولایتمورامویا۶۹۵٫۵۲۲۹۲٬۵۸۹
موارو ولایتموارو۸۳۹٫۶۰۲۷۳٬۱۴۳

کلتور

تاریخ

جغرافیه

tan colour map of Burundi with cities
د بوروندي هیواد نقشه.

اقتصاد