انګلوسفېر

Anglosphere د انګلیسي ژبو هېوادونو هغه ډله ده، چې له انګلستان سره تاریخي او کلتوري اړیکې لري او نن ورځ نږدې سیاسي، ډیپلوماتیکې او پوځي همکارۍ هم لري. دغه راز انګلوسفېر کې ټول هغه هېوادونه نه دي شامل چیرې چې انګلیسي په کې رسمي ژبه ده، نو ځکه انګلوسفېرد انګلیسي خبرې کولو مترادف نه دی، که څه هم معمولا Anglosphere کې شامل ټول هېوادونه یو وخت د برتانوي سترواکۍ برخه وه. [۱][۲][۳][۴]

چې د پرمختللو هېوادونو په ډله کې کې معمولا استرالیا، کاناډا، نیوزیلینډ، انګلستان او متحده ایالات د اصلي انګلوسفېر په نوم یادیږي. دغه راز دغه اصطلاح کې ایرلینډ او تر یوې اندازې پورې مالټا او د کارابین دولت مشترک المنافع هېوادونو   لکه انټیګوا او باربودا، بهاماس، بارباډوس، بیلیز، ډومینیکا، ګریناډا، ګیانا، جمیکا، سینټ کیټس او نیویس، سینټ لوشیا، سینټ وینسنټ، ګریناډینز او ټرینیډاډ او ټوباګو هم شامل دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د عامه افکارو څېړنو ښودلې چې په نړۍ کې د انګلوسفېر په پنځو اصلي هېوادونو کې خلک په دوامداره توګه خپل هیوادودنه د مهمو متحدین په توګه درجه بندي کوي. دغه راز د انګلوسفېرهېوادونو ترمنځ اړیکې په دودیز ډول ګرمې دي. همدارنګه د استرالیا او نیوزیلینډ؛ متحده ایالاتو او کاناډا؛ او د متحده ایالاتو او انګلستان ترمنځ دوه اړخیزې ملګرتیاوي په نړۍ کې ترټولو بریالي ملګرتیاوې بلل کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

کلتور او اقتصاد

د انګلوسفېرهېوادونه د خپلو تاریخي اړیکو له امله ډېری کلتوري ځانګړتیاوې لري. د انګلوسفېرډیری هیوادونه د مدني قانون پر ځای د عام قانون له لارې د قانون حاکمیت تعقیبوي او د نورو سیاسي نظامونو په پرتله له مقننه خونو سره د ډیموکراسۍ ملاتړی کوي او دغه راز شخصي ملکیت د اساسي قانون له خوا خوندي کېږي.[۲۴][۲۵]

د انګلوسفېر په پنځو اصلي هېوادونو کې د بازار ازادۍ خورا ډېره ده، ځکه چې ټول پنځه هېوادونه د انګلو-سیکسون اقتصادي ماډل کې سره شریک دي، چې ازاد بازار هغه سرمایه دارۍ نظام دی چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د شیکاګو د اقتصاد ښوونځي پر بنسټ په ۱۸مه پېړۍ کې له انګلستان نه سرچینه اخیستې وه. همدارنګه د نیویارک، لندن، لاس انجلس، سیډني او ټورنټو په څېر ښارونه کې، نړیوال کېدو ته لیوالتیا په مالي بازارونو او نړیوال اقتصاد باندې د پام وړ اغېزې درلودې. دغه راز نړیوال کلتور د متحده ایالاتو او انګلستان له خوا خورا ډېر اغېزمن شوی دی. [۲۶][۲۷][۲۸]

تعریف

د انګلوسفېراصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۹۵ز کال کې د علمي افسانې لیکوالو نیل سټیفنسن له خوا د خپل کتاب The Diamond Age کې رامنځته شوې، خو په روښانه ډول تعریف شوی نه و. وروسته  جان لویډ دا اصطلاح په ۲۰۰۰ز کال کې تصویب کړه او دا یې د انګلیسي ژبې هېوادونو لکه انګلستان، متحده ایالات، کاناډا، استرالیا، نیوزیلنډ، ایرلنډ، سویلي افریقا او ویسټ انډیز په توګه تعریف کړه. د Merriam-Webster قاموس انګلوسفېرد « نړۍ هغه هېوادونو لپاره کاروي چې انګلیسي ژبه او کلتوري ارزښتونه په کې غالب وي».[۲۹][۱۶]

اصلي انګلوسفېر

په انګلوسفېرکې پنځه اصلي هېوادونه (اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلینډ، انګلستان او متحده ایالات) چې ټول پرمختللي هېوادونه دي او له یو بل سره نږدې کلتوري، ډیپلوماټیکي او پوځي اړیکې لري.دغه راز دا هېوادونه ټول د لاندې پروګرامونو غړیتوب لري لکه: [۳۰][۱۶][۳۱][۳۲]

  • د  ABCANZ پوځونه
  • د هوا او فضا د مداخلې شورا (هوايي ځواکونه)
  • AUSCANNZUKUS (سمندري بیړۍ)
  • پنځم سرحد
  • د الکترونیکي مخابراتو ګډ بورډ (برقی ارتباطات)
  • د پنځو هېوادونو کنفرانس
  • د پنځو هېوادونو پاسپورت ګروپ
  • د تخنیکي همکارۍ پروګرام (ټیکنالوژي او ساینس)
  • د UKUSA تړون (د سیګنال معلومات).

د سیاسي سیسټمونو له اړخه کاناډا، اسټرالیا، نیوزیلینډ او انګلستان دویمه الیزابت د حکومت د مشرې په توګه ګڼل شوی او د ویسټ منسټر پارلماني سیسټم کاروي. ډېری لوی هېوادونه د لومړي او وروستني ټاکنیز سیسټمونه لري، که څه هم استرالیا او نیوزیلینډ خپل سیسټمونه تعدیل کړي او د انګلستان په ځینو ټاکنو کې نور سیسټمونه هم کارول کېږي. دغه راز د انګلوسفېرډېری لوی هېوادونه د دوو لویو ګوندونو تر واک لاندې سیاست لري.

نظر پوښتنې

د YouGov له خوا د ۲۰۲۰ز کال یوې نظرپوښتنې څرګنده کړه چې د انګلوسفېر نور څلور هېوادونه د امریکایانو له خوا د ۱۰ ترټولو مثبت لیدل شوي هیوادونو نه وو، په ټولپوښتنه کې یوازې د متحده ایالاتو نه وروسته استرالیا او کاناډا درجه بندي کوي. دغه راز د YouGov له خوا د ۲۰۲۰ز کال یوې بلې نظرپوښتنې وموندله چې نیوزیلینډ، کاناډا او اسټرالیا د برتانیا له خوا خورا مثبت هېوادونه په توګه ګڼل شوي دي.[۳۳][۳۴] 

د Lowy انسټیټیوټ له خوا د ۲۰۱۸ز کال نظرپوښتنې په ورته ډول وموندله چې نیوزیلینډ، کاناډا او انګلستان هغه درې هېوادونه وو چې اسټرالیا  په وړاندې یې خورا مثبت نظر درلود. همدارنګه په ۲۰۲۰ز کال کې د دوی د سروې په پایله کې  بیا کاناډا او انګلستان په لومړي سر کې ځای پر ځای شوی و. دغه راز د مکډونالډ-لاوریر انسټیټیوټ له خوا د ۲۰۲۰ز کال نظرپوښتنې وموندله چې اسټرالیا په وراندې کاناډایانو مثبت نظر درلود. همدارنګه په ۲۰۱۹ز کال کې د Pew څیړنیز مرکز سروې ښیې، چې لوی شمېر کاناډایان او اسټرالیایان متحده ایالات د خپل هېواد ترټولو نږدې متحد په توګه ګڼلی.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

CANZUK

د انګلوسفېر یوه  فرعي برخه چې د CANZUK (له کاناډا، استرالیا، نیوزیلینډ او انګلستان نه جوړه شوې ده) په نوم پیژندل کیږي د هېوادونو تر منځ د خوښې درجه خورا مثبته ده، چې د CANZUK غړي د ملګروملتونو د مشترک المنافع برخه او دویمه الیزابت د خپلو دولتونو د مشرې په توګه ګڼي. دغه راز په ۲۰۱۶ز کال کې د ترسره شوي ټولپوښتنې په پایله کې له اروپایی ټولنې (بریکسیت) نه د بریتانیا د وتلو پریکړه وروسته د CANZUK هېوادونو ترمنځ د ازاد سفر او ګډ بازار رامنځته کولو لپاره سیاسي او عامه ملاتړ زیات شو.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې