اسلامي دینار
- مخ
- خبرې اترې
د سرو زرو دینار یا د سرو زرو نوی دینار (اسلامي دینار) په حقیقت کې د اسلامي سرو زرو دینار یو بل ډول دی.چې هدف یې دوهم ځل لپاره د اسلامي دینار را ژوندي کول دی.کارول یې د عثمانیه خلافت څخه وروسته بند شوی وه. د دوهم ځل لپاره پیل یې د اسلامي عالم شیخ عمر وادیلو په واسطه په کال ۱۹۹۲ میلادی کې چې د اسپانیه اوسیدونکی دی وشو.او نبوي سنت یې یوه پیړۍ وروسته را ژوندی کړ.[۱] [۲][۳] د سرو زرو دینار د بیا احیا پلويان خورا ډیر دی. د مثال په توگه شیخ عبدالقادر الصوفي، شیخ عمر وادیلو، جناب عبدالرحمن مهدی،شیخ عمران نزار حسین،جناب آصف شیراز، دوکتور احمد کامیل احمد محی الدین میرا و احمد تهامسن وغیره.
د محمد ص په وخت کې د ساسانیانو سکې کارول کیدې چې وزن به یې ۴،۴۴ گرام نه تر ۴،۵ گرامو پورې وه.عربانو به تبادله د وزن په اساس کوله. ولې محمد د دینار وزن یو مثقال تعین کړ چې د ۷۲ وربشو سره معادل دی.او د معیار په اساس اوسنی وزن یې ۴،۲۵ دی. د عمر رض په وخت کې تولید یې قطع شو، وزن یې تر یوه مثقال پورې راوستل شو.او محمد ص یو معیار یې تعین کړ چې د اووه دینارو وزن له ۱۰ درهم سره سم وې.نو په دې اساس د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ گرام تقریبا (۳ گرامه) وه.او د عمر (رض) په وخت کې بسم الله پرې ولیکل شوه په لومړي ځل علی بن ابی طالب،عبدالله بن زبیر او معاویه رض خپلې سکې وکارولې.وروسته عبدالملک بن مروان خپلې سکې د مسلمانانو تر منځ اجرا کړې چې وزن یې په ډیر احتیاط سره ۴،۲۵ گرامه تعین شوی وه.[۴]
د سروزرو نوي دینار وزن هم یو مثقال تعین شوی چې وزن یې له ۷۲ وربشو یا ۴،۲۵ گرامو سره برابر دی.د حضرت عمر رض د حکومت د تعین شوی معیار مطابق د ۷ دینارو وزن له ۱۰ درهمو سره یو دی چې د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ گرامه (تقریبا ۳ گرامه) کیږی.د سروزرو دینار عیار باید لږ تر لږه ۲۲ قیرات (۹۱،۷٪) وی.نو ځکه د سرو زرو د سکو تولیدي شرکتونه لکه نړیوال اسلامی ضرب خونه، دینار وکاله، سنت اسعار ضرب خونه او داسې نور د حضرت عمر رض د تعین شوی معیار څخه ملاتړ کوی.[۵]
د سرو زرو اجرا په څو هیوادونو کې شروع شوی.
د لومړي ځل لپاره د سرو زرو دینار په کال ۲۰۱۰ کې د مالزي د کلانتان ولایت کې نشر شو،او دې ته یې د قانونی اسعارو حیثیت چې رینگټ دی ورکړ.او په کال ۲۰۱۱ کې د دې هیواد یو بل ولایت پراک کې هم د سرو زرو دینار کارول پیل شول.او هغې ته یې د رنگټ درجه ورکړه.[۶]
د دې هیواد په څو ولایتونو کې هم د سرو زرو دینار پیل شوی چې عبارت دي له جاکارتا،سولو او آچهي او داسې نور.پاکستان:د سرو زرو نوی دینار په لومړي ځل د پاکستان په راولپندي ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې پیل شو. البته دې ته یې لا تر اوسه د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړی.[۷]
د سرو زرو نوی دینار په لومړي ځل د پاکستان په راولپندي ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې پیل شو. البته دې ته یې لا تر اوسه د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړی.[۸]
د سرو زرو دینار په لومړي ځل په کال ۲۰۱۴ کابل ښارکې پیل شو،او تر اوسه ورته د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړل شوی.
د دې پورته هیوادونو سر بیره سنگاپور،قزاقستان،د امریکا متحده ایالات،سویلي افریقا ،اسپانیا، د عراق[۹] او شام اسلامی دولت او داسې نورو په غیر رسمي توگه د سرو زرو د دینار کارونه پیل کړې.
د سرو زرو دینار ډیره کارونه لري[۱۰]
هغه شرکتونه چې د سرو زرو نوی دینار جوړوی په لاندې ډول دی.