ادراکي نقشه
ادراکي نقشه (په ناسمه توګه دې، «ذهني نقشه» یا «ذهني موډل» ونهانګېرل شي) د ذهني تمثیل یوه بڼه ده چې یوه وګړي ته، د هغه په ورځني یا استعاري مکاني چاپېریال کې د یوې ښکارندې د نسبي موقعیتونو او ځانګړنو په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو، کوډاېښودلو، زېرمه کولو، بیااخېستلو او کوډپرانېستلو په برخه کې مرسته کوي. دغه مفهوم په ۱۹۴۸ ز کې د ادوارد تولمن لهخوا څرګند شو. دا مفهوم د لومړي ځل لپاره د موږکانو د چلند بیانولو په موخه وکارول شو چې د یوې کږې وږې لارې مکاني جوړښت او مسیر یې زده کاوه، وروسته د انسانانو په شمول د نورو ژویو لپاره هم پلي کړل شو. وروسته بیا، نوموړې ګړنه د ځینو څېړنکو لهلورې، په ځانګړې توګه د عملیاتي څېړنو په برخه کې تعمیم وموند او داسې یوې معنایي شبکې ته ویل کېده چې د یوه وګړي شخصي پوهې یا شېماګانې یې ښودلې.[۱][۲][۳][۴][۵]
ټولیزه کتنه
ادراکي نقشې په بېلابېلو څانګو کې مطالعه شوې دي، لکه: ساپوهنه، ښوونه او روزنه، لرغونپوهنه، پلانجوړونه، جغرافیه، کارتوګرافي، مهندسي، د طبیعيمنظر مهندسي، ښاري پلانجوړونه، مدیریت او تاریخ. له هغه ځایه چې ادراکي نقشې په پراخه توګه کارول کېږي، کابو د هر ذهني تمثیل یا موډل په اړه د ورځچلندژبې یوه ګړنه ګرځېدلې ده. په پایله کې، دغه ذهني موډلونه ډېري وخت، په بېلابېله توګه، د ادراکي نقشو، ذهني نقشو، لمېسنو (سکرېپټ)، شېماګانو او د مرجعو چوکاټونو په توګه پېژندل کېږي.[۶]
ادراکي نقشې د مکاني پوهې په جوړښت او راغونډېدنه کې کارول کېږي، او د «ذهن سترګې (انګېرنې)» ته مجال ورکوي ترڅو د معلوماتو د ادراکي بار راکمولو او په ښه توګه د هغو د بیااخېستلو او زده کولو په موخه، انځورونه مجسم کړي. د مکاني تفکر دغه ډول کېدای شي د غیرمکاني دندو لپاره هم د یوې استعارې په توګه وکارول شي، چېرې چې وګړي د مکاني پوهې په کارولو سره د دندې پرمخ بیولو په موخه، د حافظې او انځور اخېستنې په ګډون، غیرفضایي دندې ترسره کوي.[۷][۸][۹]
عصبپوهنیز بنسټ
باور پر دې دی چې ادراکي نقشهجوړونه، تر ډېره بریده، د هېپوکمپوس (د ماغزو آسګی) یوه کارکړنه ده. هېپوکمپوس د ماغزو له نورو برخو سره داسې تړل شوی دی چې هم د مکاني او غیرمکاني معلوماتو د یوځای کولو لپاره «اېډیال» دی. د دماغ شاتني قشر او منځني دنني قشر پیوستونونه هېپوکمپوس ته مکاني معلومات چمتو کوي. د دماغ مخکني قشر او اړخي دنني قشر پیوستونونه غیرمکاني معلومات راغونډوي. په هېپوکمپوس کې د دغو معلوماتو یوځای کېدلو په پایله کې، هېپوکمپوس د ادراکي نقشېجوړونې لپاره یو عملي ډګر ګرځي، چې په اړینه توګه، د یوه څیز د موقعیت او نورو ځانګړونو په هکله ترکیب شوي معلومات په کې شامل دي.[۱۰]
اوکیف او نادل لومړني کسان وو چې د هېپوکمپوس او ادراکي نقشېجوړونې ترمنځ اړیکه یې واُوډله. ګڼشمېر نورو مطالعاتو لا زیات شواهد وښودل، چې دغه پایله یې لا پياوړې کوله. په ځانګړې توګه، هرمډوله حجرې (مکاني حجرې، پولهییزې حجرې او شبکهیی حجرې)، په هېپوکمپوسي سیسټم کې، د ادراکي نقشو لپاره د یوه عصبي بنسټ په توګه ښودل شوی دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ادراکي نقشو پنځَونه
ادراکي نقشې له یوشمېر سرچینو څخه، هم له باصرې سیسټم او هم له نورو سیسټمونو څخه پنځول کېږي. ډېری ادراکي نقشې د خپل-پنځېدلو حرکتي نښو لهلارې رامنځته کېږي. د لیدیز، ژوریز، شامه (بوی) او سامعه (اورېدا) حسونو لهلارې واړه راغونډ شوي معلومات، په یوه چاپېریال کې د خوځېدو پر مهال د یوه وګړي د موقعیت نومېرلو لپاره کارول کېږي. په دې توګه، د لارو او یونونو اړوند د معلوماتو یوځای کولو ته دا مجال ورکول کېږي ترڅو د یوه چاپېریال دننه د یوه وګړي د موقعیت او لوري وړاندې کوونکی وکتور (په ځانګړې توګه، د یوې مخکېنۍ نسبي ټکي سره په پرتله کولو کې) رامنځته کړي. دغه ترلاسه شوی وکتور، هېپوکمپوسي مکاني حجرو ته لېږدېدلای شي، چېرې چې د ادراکي نقشو په محتوا کې د وګړي د چاپېریال او موقعیت په هکله د لا زیاتو معلوماتو چمتو کولو په موخه، نوموړی وکتور شنل کېږي.[۱۵]
د لوري نښې او د موقعیت نښانې هم د ادراکي نقشو په پنځولو کې کارول کېږي. د لوري اړوند نښو کې، هم څرګنده نښې (لکه، د قطبنما پر مخ نښه کول) او هم ځوَړُونه (لکه، سیوري یا مقناطیسي ساحې)، د ادراکي نقشو د رامنځته کولو لپاره، د لومړنیو ورکړل شویو معلوماتو په توګه کارول کېږي. لوري ته اړوند نښې کېدای شي هم په ولاړه توګه (کله چې یو وګړی د نښو د ژباړلو پر مهال په خپل چاپېریال کې نهخوځېږي) او هم په خوځنده توګه (کله چې د یوه ځوَړ په اوږدو کې له حرکت څخه، د شاوخوا چاپېریال د ماهیت په هکله د معلوماتو چمتو کولو په موخه ګټه اخېستل کېږي) وکارول شي. د موقعیت نښانې، د ځانګړو څیزونو د نسبي موقعیتونو د پرته کولو لهلارې، د چاپېریال په هکله معلومات چمتو کوي، په داسې حال کې چې د لوري نښې، د خپله چاپېریال د شکل په هکله معلومات وړاندې کوي. دغه نښې، نښانې یوځای په هېپوکمپوس کې پروسس کېږي ترڅو د نسبي موقعیتونو لهمخې، د چاپېریال یو ګراف وپنځول شي.[۱۵]
تاریخ
د ادراکي نقشو مفکوره د لومړي ځل لپاره د ادوارد چېس تولمن لهخوا وپنځېدله. تولمن، د لومړنیو ادراکي ساپوهانو له ډلې څخه دی او دغه مفکوره یې د موږکانو او کږو وږو لارو د ازمایښت په ترڅ کې وړاندې کړه. د تولمن په ازمایښت کې، یو موږک پر یوه چلیپا ډوله کوږ وږ یون باندې خوشې شو ترڅو خپله لاره ومومي. وروسته له دغې لومړنۍ پلټنې څخه، موږک د چلیپا ډوله شکل پر یوه اړم او خوراکي توکی ښي خوا نږدې اړم باندې کېښودل شو. په دغه توګه، موږک اړ اېستل شو ترڅو د خوراکي توکي ترلاسه کولو لپاره، د چلیپا په تقاطع کې ښي خوا ته وګرځي. له هغه ځایه چې موږک د دغه چلیپا ډوله یون لومړنۍ ادراکي نقشه ځان ته جوړه کړې وه، نو کله چې موږک د چلیپا پر بېلابېلو اړمونو باندې خوشې کېده، د خوراکي توکي د لاسته راوړلو لپاره به یې پر سم لوري باندې تګ کاوه. د موږک لپاره یې فرق نهکاوه چې د کږې وږې لارې کوم ټکي کې خوشې کېږي، هرې خواته چې به خوشې کېده، دا وړتیا یې موندلې وه چې د خوراکي توکي ترلاسه کولو لپاره سمه لاره ومومي.[۱۶]
له بدهمرغه، د هغه وخت د ساپوهنې په څانګه کې د چلندپالونکو الواکونو له امله، په دغه هکله لا زیاتې څېړنې ترسره نهشوې. کلونه وروسته، اوکیف او نادِل د تولمن څېړنه هېپوکمپوس ته اړوند وګڼله او څرګنده یې کړه چې دغه [هېپوکمپوس]، له چاپېریال څخه د موږک د ذهني تمثیل راز ؤ. د دغو مشاهدو له کبله، په نوموړې برخه کې څېړنې لا زیاتې شوې او په پایله کې د هېپوکمپوس ډېري فعالیتونه د ادراکي نقشو جوړَونې لهلارې بیانېدل.[۱۷][۱۸][۱۹]
د ذهني او ادراکي نقشو ترمنځ توپیر
ادراکي نقشه د هغې بهرنۍ نړۍ مکاني تمثیل دی چې په ذهن ساتل کېږي، تر هغو چې له دغه نومېرل شوې پوهې څخه یو واقعي څرَکِنده بېلګه (په ټولیز ډول، یوه نقاشي)، یعنې یوه ذهني نقشه وپنځول شي. ادراکي نقشه د یوه بهیر اړخیزه برخه او ذهني نقشه د ورته بهیر څرګنده برخه ده. په ډېري حالتونو کې، یوه ادراکي نقشه له ذهني نقشې څخه په خپلواکه توګه راڅرګندېږي؛ یوه لیکنه چې یوازې ادراکي نقشې رانغاړي، تیوریکي کتنو ته به محدوده وي.
ذهني نقشهجوړونه ډېري وخت له نښانو، موقعیتونو او جغرافیې سره په ملتیا کې ښودل کېږي. د ذهني نقشو رامنځته کېدنه، وګړو او د هغو نومېرنو پورې تړاو لري چې ایا د رسنیو، رښتیني ژوند یا نورو سرچینو لهلورې اغېزمنېدلای شي او که نه. د هغوی د واقعي زېرمې له امله، ذهني نقشې د لوري او موقعیت موندلو پر مهال ګټورې تمامېږي. څرنګه چې مخکې وویل شول، کله چې [ادراکي او ذهني نقشو ته] کابو یوشان تعریف وړاندې شي، نو پېژندل یې ستونزمن برېښي، خو سره لهدې بیا هم یو توپیر شتون لري.[۲۰][۲۱][۲۲]
په ځینو کارَونو کې، ذهني نقشې د هغې کړنې په توګه پېژندل کېږي چې د ښاري تیوريپوهانو لهلورې ترسره کېږي او د هغې په ترڅ کې د ښار له استوګنو وګړو څخه غوښتل کېږي ترڅو د خپل اوسېدو ځای یا ښار نقشه وکاږي. په دې سره، تیوريپوه دا مجال مومي ترڅو پوه شي چې د ښار یا استوګنځي کومې برخې د اټکل یا تصور وړ دي. دغه کړنه، په خپل وار سره، د ښاري پلانجوړونې د پلي کولو څرنګوالي په هکله یوه پرېکړهییزه مفکوره رامنځته کوي.[۲۳]