د افغانستان مشهوره جنگسالار او ټوپکسالار احمد شاه مسعود د پنجشير په دره كي زوكړی دى. احمد شاه مسعود د پلار د دولتي دندي له له امله پدې و نه توانېدی چي سمي زده کړي وکړي، ځکه چې کال به یې په یو ولایت کي وو، نو بل کال به بل ولایت ته د بدلون له له کبله تلی. منځنۍ زده کړي یې د استقلال په لېسه کي ترسره کړې. څرنګه چي یاده لیسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو لخوا اداره کېده، ځکه نو د لومړي ځل لپاره نوموړی د فرانسوي څارگرو په لومه کښي پرېوتی، او د لوړو زده کړو لپاره د کاپل پولې تخنیک د پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي ته ور وپېژندل سو.
د مسعود په اړه د تاريخپوهانو ليكنې
جنرال رحمت الله ساپې د (مسعود پېژنئ) كتاب دده په اړه داسې ليكي
مسعود او قاضي حسين احمد په يوه خوشگوار موډ كې
د روس پر خلاف د افغان جهاد يو نامتو څېرې، جنرال رحمت الله ساپی چې د مسعود له نږدې ملگرو څخه ؤ، دده په اړه په خپل ليكل شوي كتاب (مسعود پېژنئ) كتاب كې داسې ليكي:
په افغانستان کې چه د کمونستانو او شوروی ځواکونو پر ضد جهاد پيل شو ورسره سم د احمدشاه مسعود نوم رااوچت او خپور شو. په پاکستان کې د مسعود رنگين عکسونه پر دوکانونو ، د مهاجرو پر کمپونو ښاری ترانسپورت لکه رکشا ، تکسي موټرو او ښاری بسونو او لاريو باندې وزړول شول. چا (شير پنجشير) او چا هم (عقاب پنجشير) ياداوه.B.B.C تر دي د مسعود لپاره ډنډوري ووهلي چه نړيوالو ته يي داسې وښودله چه د مجاهدينو معني مسعود او د پنجشير معني افغانستان دی . که مسعود نه وي نو جهاد او مجاهدين او که پنجشير نه وي نو افغانستان نشته. ما په همغه مهال لهB.B.C سره په يوه مرکه کې ويلی وو چه زمونږ هندوکش او سپين غر پوځي اکاډمي دي چه د مسعود په شان جنرالان يي روزلي دي . احمدشاه مسعود افغان دی ، زموږ ورور دی خو موږ د مسعود په شان په سلگونو قومندانان لرو او پنجشير هم په لوی افغانستان کې يوه غرنی ولسوالی ده چه د ټول افغانستان معنی نه ورکوی. تاسي ته ښايي چه د مجاهدينو نورو قومندانانو او د افغانستان نورو سيمو ته هم پاملرنه وکړئ. پنجشير د هندوکش سهيل او د پروان په ولايت پوري اړوند دی . د احمدشاه مسعود د أر سيمه د کابل- سالنگ لويه لار او بيا د بگرام هوايي ډگر وو.... مياشتې او کلونه تير شول ، د سالنگ لويه لاره بنده نشوه ، پر بگرام جگړه ونشوه او أن د يوځل لپاره هم مسعود گلبهار ته چه د پنجشير ور دی خپل سر راښکاره نه کړ. نومونه ډير وو، ستايني او تبليغات ډير وو ، خو د بري څرک نه لگيده .د انگريزانو او فرانسويانو مرستي مسعود ته رواني وې.
مسعود او (دويمه سقاوي)
د ځيني شواهدو له مخي احمد شاه مسعود په استقلال ليسه کي د تعليم پر وخت لومړي د فرانسي د استخباراتو سره تړاو وموند ، وروسته هغوي د انگلستان (M 1-6) ته معرفي کړ. دغي شبکي د هغه هيواد د تجارتي ټلويزيون زوړ چلونکي (سنديگال) ته وظيفه ورکړه چه پنجشير ته لاړ شي او هلته يو ځوان قومندان چې دويم ټيټو دي، وويني او پر هغه باندي د ټلويزيون لپاره يو فلم ډک کړي. د همدي (سنډيگال) په مرسته د احمدشاه مسعود ورور احمدولي د انگريزي ژبي زده کړي لپاره لندن ته ليږل کيږي... دغه يو ساعته فلم وروسته (CIA) ته وسپارل شو او له ځينو انگيرنو سره سره ډاگيزه شوي نده چه(سي أی اې )هم پټه معامله ورسره پيل کړه که څنگه؟ د انگلستان له استخباراتو سره د مسعود اړيکي له يوي گډي تاريخي سرچيني څخه الهام اخلي ، هغه داچې انگريزان داسي فکر کوي او حقيقت هم همداسي دی چې دافغان-انگليس په دريو سختو جگړو کې دانگريزانو د ماتې اصلي وجه د پښتنو جگړه ايزه مبارزه وه. انگريزانو ته خپل تير تاريخ داسي معلوم دی لکه د پرون ورځې پيښې ، څرنگه چه د پښتنو سره د مسعود کينه او دښمني هم ټولو ته څرگنده ده نو انگريزان هم له دغه گډ ټکي څخه په استفادې ، غواړي په دي ډول له پښتنو څخه د خپلو تاريخي ماتو دغچ د اخستلو لپاره گټه پورته کړي، ځکه نو انگريزانو هم لکه د روسانو په شان د مسعود د شخصيت په تبارز کې فعاله ونډه واخيسته.
د بي بي سي خپلواكي د مسعود ته په هوا وركولو كې
د مسعود قبر د مسعود قبر
د بي بي سي ديو افغان وياند په وينا چې نه غواړي نوم يي ياد شي دانگلستان د استخباراتو او او مسعود داړيکو په باب داسې څرگندونې کوي:
په هغو شپو ورځو کي چې دافغان ولس او روسانو تر منځ ښه گرمه جگړه روانه وه د( بي بي سي ) راډيو نړيوال سرويس ته د انگلستان دبهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغي چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي. د يادونې وړ ده چې د بي بي سي راډيو دخپلې خپلواکۍ او أزادۍ تر څنگ د بهرنۍ پاليسی په برخه کي د بهرنيو چارو دوزارت د پاليسی تابع ده او دا وزارت بيا په خپل وار دخپل هيواد له استخباراتي سرچينو څخه الهام اخلي. دبهرنيو چارو وزارت په مکتوب کي لارښوونه شوې وه چې په يو نه يو ډول بايد د افغانستان په هر گوټ کې د روسانو پر ضد دجگړې رابطه دمسعود سره وصل شي. او دلارښوونې لپاره يي ان بيلگې هم راوړې وې ، مثلاْ په لغمان کي د روسانو پر ضد سخته جگړه روانه ده، ددې جگړې خبر بايد داسي راوړل شي :نن په لغمان کې دروسانو پر ضد سخته جگړه روانه ده چې په نتيجه کي روسانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده ،په دې جگړه کې دلغمان ولايت گن شمير کلي اوکورونه وران شوي دي، د يادونې وړ ده چې دلغمان ولايت پنجشير ته ورڅيرمه پروت دی، چې د افغانستان دجهاد دنامتو قومندان احمدشاه مسعود مرکز دی،روسانو تراوسه پورې څو ځله پر پنجشير حملې کړي خو دهغه پر نيولو ندي بريلي شوي. يا به هم په کونړکې کې جگړه و،نو دهغه ربط به هم له پنجشير سره تړل کيده. داسې چې : نن دکونړ په ولايت کې د مجاهدينو لخوا دروسانو پر يو قطار بريد وشو او دروسانو زيات ټانکونه او زغروالې واسطې وسوځول شوې ،کونړ له پنجشير نه( څو) کيلو متره لرې پروت دی، کوم چه د افغانستان دجهاد نامتو قوماندان احمدشاه مسعود هلته اوسيږي او تر اوسه يي روسانو ته څو ځله ماته ورکړې ده
د مسعود په اړه دافغانستان د تاريخ حکم
د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي، بې له شکه چې يوه دغسې څېره د احمد شاه مسعود ده.
هغه د شوروي په وړاندې د افغانانو د سپېڅلي مقاومت په جگړو کې ستر خيانت وکړ او د جهاد او مقاومت په هماغو گرمو او اورنيو شېبو کې يې له روسانو سره نه يوازې دا چې د ورورۍ تړون ﻻسليک کړ، د افغان مقاومت د نورو ټولو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې يې هم ورسره د بې درېغه ملاتړ رسمي ژمنه وکړه چې له نېکه مرغه ټول هغه اسناد ان چې خپله روسانو هم خوندي کړي او بيا بيا خپاره کړي دي.
په راوروسته کې د ملگرو ملتونو د سوله ييز پلان د شنډولو لپاره د هغه او يو شمېر کمونيستي او ستمي کړيو توطيئه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شوه چې ټول افغانان يې له نږدې ځخه شاهدان وو او ﻻ دي. د هغه او ملگرو له برکته يې ټول افغانستان په کنډواله بدل شو او يوازې په کابل کې پنځوس زره بې گناه افغانان ووژل شول . نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خائن په توگه پېژني .
دا چې سږ کال هم په کابل کې ځينو ځانگړيو ډلو او حلقو د بېلابېلو موخو او يا د مصلحتونو له مخې د هغه درواغجنې لمانځنې وکړې، زموږ د خلکو کرکه يې د هغه په وړاندې نوره هم زياته کړه . کاشکې د مسعود پېژندنې په داسې غونډو او سيمينارونو کې د وطن ريښتينو بچو او د تاريخ څېړونکو ته هم د څه ويلو موقع ورکړل شوې او د سر د امن تضمين يې شوی وای، بيا به نو زموږ خلکو ته داسې څېرې او کړه وړه يې په ښه توگه بربنډ شوي وای .
زموږ اولس د دومره کمزورې تاريخي حافظې لرونکی نه دی چې خپل ريښتيني اتلان او درواغجن اتلان سره جلا نه کړای شي.که خدای (( ج )) کول ډېر ژر به د داسې ملي خاينانو يادنښې ړنگې او تصويرونه به يې د وطن د اصيلو بچو په ﻻسونو د اور د لمبو خوراک شي ، او دا به د مصلحتونو خبره نه وي ، دا د افغانستان د تاريخ حکم دی .دغسې يو حکم نن په کابل کې د افغانستان د يو گڼ شمېر تاريخ پوهانو په يوه پټه غونډه کې د احمدشاه مسعود په هکله صادر شو او غواړو چې د هېواد په دننه او بهر کې ترې ټول هېوادوال خبر کړو. د تاريخ دغه حکم وايي :مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او غلامان هيڅکله هم نه دي اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم و .
د خاد اسنادو پلورل
په 1371لمریز کال د کابل له نیولو وروسته د پاکستان استخباراتي اداری مشر جنرال حمید گل د نظار شوری له مشر احمد شاه مسعود سره د څارگریزو اسنادو په اړه غږېږي، ددې پېښو جریان د پاکستانۍ ورځپاڼې (فرنټییر) په 1992ز د مۍ په ۲۲مه نیټه راخېستی چې جنرال حمید گل د خاد شبکی استخباراتي اسنادو ترلاسه کولو لپاره کابل ته سفرونه کړي. په اړونده ورځپاڼه کې راغلي چې « گل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي.» دا ورځپاڼه وروسته کاږي چې احمد شاه مسعود اړوند اسناد گل ته وروسپارل.
«د یادولو وړ ده چې احمد شاه مسعود د دفاع وزارت دفتر د کې جي بي او خاد په دفتر کې د همدې موخې لپاره ځای پر ځای کړ.» گل ته خاد اسنادو سپارل.[۳]