ليبيا رسمي نوم يې د ليبيا دولت (دولة ليبيا) د شمالي افريقا په مغرب سيمه کې پروت هېوادی، چې شمال لور ته يې د مديترانې سمندر، ختيځ ته يې مصر، سويل ختيځ ته يې سوډان، سويل ته يې چاد، سويل لويديځ ته يې نيجر، لويديځ ته يې الجزاير، شمال لويديځ ته يې تونس پراته دي، له مالټا او ترکيې سره سمندري پوله لري. دا خپلواک هېواد له درې تاريخي سيمو جوړ شوی دی: طرابلس، فزان او برقة. د ۷۰۰۰۰۰ ميل مربع (یو اعشاريه اته ميليونه کيلو متره) سیمې په لرلو سره، ليبيا په افريقا کې څلورم ستر هېوا دی، له الجزاير وروسته په عربي نړۍ او عرب اتحاديې کې څلورم ستر هېواد او په نړۍ کې شپاړسم ستر هېواد دی. ليبيا په ټوله نړۍ کې په لسمه شمېره د تیلو ثابتې زېرمې لري. ددغه هېواد، ستر ښار او پلازمېنه طرابلس دی، دا ښار د ليبيا په لويديځ کې موقعيت لري، د ليبيا د اووه ميليونه خلکو له ډلې، له درې ميليونو نه زيات يې په دې ښار کې ژوند کوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په ليبيا کې بربريان د ژېړو له پړاو نه ژوند کوي، دوی د Iberomaurusian ا و Capsian د کلتورونو زوزات دی. په لرغوني پړاو کې فنیقيانو د ليبيا په لويديځ کې ښاري دولتونه او سوداګريز مرکزونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې په ډېرو وروستيو وختونو کې عثمانيانو د ليبيا شمالي ساحلي ليکې په خپل واک کې لرلې. مخکې تر دې چې دا ټوله سيمه د عثماني طرابلس برخه شي، د ليبيا پر يو شمېر سيمو په بېلا بېلو وختونو کې د کارتاژنيانو، پارسيانو، مصريانو او مقدونيانو له خوا حکومت شوی. ليبيا د مسيحيت لومړی مرکز و. د لويديځې رومي سترواکۍ تر ړنګېدو وروسته، تر اوومې پېړۍ پورې، کله چې يرغلونو دې سيمې ته اسلام راوړ، ليبيا تر ډېره بريده د ونډاليانو له خوا نيول شوې وه. په شپاړسمه پېړۍ کې هسپانوي سترواکۍ او سينټ جان طرابلس ونيو، تر دې چې په ۱۵۵۱ز کال کې عثماني واکمني پيل شوه. ليبيا د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په بربري جګړو کې ښکېل هېواد و. په دې سيمه کې عثماني واکمنۍ تر هغه وخته دوام پيدا کړ، تر څو د ايټاليې او ترکانو جګړه پيل شوه، چې په پايله کې يې ايټاليې ليبيا ونيوله او دوه مستعمرې يې رامنځ ته کړې، ايټالوي طرابلس او ايټالوي سرنايکا (۱۹۱۱-۱۹۳۴ز)، وروسته همدا سيمې، بيا د متحدې ايټالوي ليبيا د مستعمرې په توګه راڅرګندې شوې (۱۹۳۴-۱۹۴۷ز).[۱۲]
د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې، ليبيا د شمالي افريقا په جګړو کې د جنګ ډګر و. له دې وروسته ايټالوي حضور کم شو. په ۱۹۵۱ز کال کې ليبيا د پاچهي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د معمرالقذافي په مشرۍ يو ائتلاف په ۱۹۶۹ز کال کې يوه سپينه کودتا تر سره کړه، پاچا ادريس لومړی يې له واکه لرې کړ او جمهوريت یې رامنځ ته کړ. ناقدينو قذافي ته د ديکتاتور په سترګه کتل، نوموړي په داسې حال کې چې د شاهي کورنۍ غړی نه و، بيا يې هم په نړيواله کچه تر ټولو زياته واکمني وکړه، د دوه څلوېښتو کلونو لپاره واکمن و. هغه په ۲۰۱۱ز کال کې د ليبيا د کورنۍ جګړې پر مهال له واکه وغورځول شو او ووژل شو او د ليبیا واک عمومي ملي کانګرس ته ولېږدول شو. په ۲۰۱۴ز کال کې، دوو سيالو مقاماتو، د ليبيا د واکمنۍ ادعا وکړه، هېواد يې بې ثباته کړ او دویمه کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه، ليبيا د دوو دولتونو تر منځ ووېشل شوه، چې يو يې طبرق او بل يې په طرابلس کې مېشت دی، خو په ورته وخت کې ګڼې قومي او اسلامي ملېشې هم شته. په جګړه کې ښکېلو دوو اړخونو، د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په دروېشتمه نېټه د دایمي جنګ بندۍ تړون لاسلیک کړ او یو ائتلافي حکومت واک په لاس کې واخيست.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ليبيا د ملګرو ملتونو (له ۱۹۵۵ز) نه، د بې پری خوځښت، عربي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او اوپیک غړی دی. د دې هېواد رسمي دين اسلام دی، د ليبيا شپږ نوي اعشاريه شپږ ميليونه وګړي سني مسلمانان دي.
رېښه
د «ليبيا» نوم، په لومړي ځل د دويم رعمسيس په ډبرليک کې څرګند شوی، په هيروغلف ليک د «rbw» په بڼه ليکل شوی. دا نوم د ختيځې ليبيا د بربريانو، افريقايي خلکو او هغو قبيلو د يووالي عامې شوې پېژندګلو نه اخیستل شوی، چې د سيرنايکا «Cyrenaica» او مارماريکا «Marmarica» د اوبو لرونکو سيمو په شا اوخوا کې اوسېدلې. د ۴۰۰۰۰ نارينه وو يو پوځ او د قبايلو یو اتحاد چې «د ليبو ستر مشران» په نوم پېژندل کېده، مشري يې پاچا ميريايا کوله او په پنځم (له زېږد مخکې ۱۲۰۸) کې يې د ميرنيپت فرعون پر ضد جګړه وکړه. دې جګړې ته د هغه د پړاو په پنځم او شپږم کال کې، په لويديځه ډلټا کې په ستر کارنات ډبرليک کې اشاره شوې، په دې جګړه کې ميريايا ماتې خوړلې وه. د ستر کارنات ډبرليک تر مخې، دا پوځي ائتلاف له ميرشميش، لوکا او «سمندر د خلکو» نه جوړ شوی و، چې د ايکويش، ټيريش، شيکليش او شيرډن په نوم پېژندل کېدل.[۲۰]
په ستر کانارک ډبرليک ليکلي:
«...درېيم پړاو وايي: د ليبيا بدمرغه غورځېدلی مشر، ميريايا د ډيډ زوی، له خپلو قوماندانانو شيردن، شيکلين، ايکويش، لوکا، تريش په ملتيا د تهنو پر هېواد راپرېوت. د خپل هېواد هر غوره جنګيالی او هر غوره سړی يې له ځانه سره اخستي وو. هغه خپله مېرمن او بچيان هم راوړي وو؛ د مرکز مشران او هغه د پيري په ميدانونو کې لويديځې پولې ته ورسېده».
د ليبيا اوسنی نوم د « Libu» يا « Libúē» د نوم اوښتې بڼه ده (له يوناني نه چې په Libyē بڼه لېکل کېږي)، په عمومي توګه د سايرينيکا او مارماريکا سيمې خلک هم په کې رانغښتل کېږي. داسې برېښي چې د « Libu» يا « Libúē» نوم په کلاسيکه نړۍ کې د شمالي افريقا د سيمې د اصلي اوسېدونکو لپاره کارول کېده. په ۱۹۳۴ز کال کې يو ځل بيا دا نوم له لرغوني يوناني ټکي (Libúē) نه راژوندی او د ايټالوي ليبيا لپاره يې کارول پيل شول. موخه دا وه چې دا اصطلاح د عثماني طرابلس لپاره وکارول شي، هغه ساحلي سيمه چې نن ليبيا بلل کېږي او هغه مهال د عثماني سترواکۍ له خوا له ۱۵۵۱ نه تر ۱۹۱۱ز کال پورې اداره کېده او «ايالت طرابلس» يې باله، په ۱۹۰۳ز کال کې يو ځل بيا د ايټالوي جغرافيه پوه «فډريکو مينوتيلي» له لوري د ليبيا نوم کارول پيل شول. [۲۱][۲۲]
ليبيا په ۱۹۵۱ز کال کې«د ليبيا متحده پاچهي» په نوم خپلواکي تر لاسه کړه (المملکة الليبية المتحدة)، په ۱۹۶۳ز کال کې يې خپل نوم بدل او «د ليبيا سلطنت» باندې واړاوه (المملکة الليبية). په ۱۹۶۹ز کال کې د معمر القذافي له خوا د يوې عملي کودتا نه وروسته، د هېواد نوم يو ځل بيا بدل او «د ليبيا عربي جمهوريت» شو (عربي: الجمهورية العربية اللبية). له ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۶ز کال پورې يې رسمي نوم «د ليبيا د خلکو سوسيال عرب جمهوريت» و (الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية)، همدا نوم له ۱۹۸۶ نه تر ۲۰۱۱ز پورې په «د ليبيا د خلکو ستر سوسيال عرب جمهوريت» بدل شو (الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی).[۲۳][۲۴]